نظــر

مخلوطه جکړه له هر اړخه تجدید نظر ته ضرورت لری

عبدالله مسافر

د تاریخ د اوږدیدو سره نضال یا جنګ هم خپل شکل او خاصیتونو ته تغیر ورکړی، د انسانانو سرنوشت بالخصوص د شلمې پیړۍ په اواخرو کې یو نه جبرانیدونکي تحول سره مخ شو چې د افغانستان په خاوره کې د ایمان او کفر یو بې مثاله جنګ رامنځ ته شو، په دې جنګ کې مجاهدین د یو لړ حربي تکتیکونو نه په استفاده وتوانیدل چې په ډیرو لږو اسبابو د شوروي اتحاد په څیر یو ډیر زورور طاقت مات او له خپل پاک حریم نه وتلو ته مجبور کړي.

د تاریخ دې باب متعارف نضال (Conventional Warfare) ته د پای ټکی کیښود او جنګ متقارن (Symmetric Warfare) ته یې یوه نوې معنی ورکړه، دې جنګ او د هغه حیرانونکې نتیجې نظامي جنرالان دې ته مجبور کړل چې خپله هغه استراتيجي چې په دې موخه د مسلمانو ولسونو لپاره وضعه شوې و چې هغوی له کوم مشکل پرته لکه فارمي چرګان تر تیغ تیر او تر دائمي اشغال لاندې وساتي، بیا تر نظر لاندې ونيسي؛ ولي چې دا افغاني حماسه هغه څه وو چې د مسلمان بې ساه جسد لپاره يې د نوي روح حیثیت درلود.

دغې حماسې اسلامي نړۍ په ښوریدو راوستله او په هر ښار، کلې، بانډه او سرک کې د اسلام د څرک او د مظلوم اسلامي تمدن بیا راویښیدو ګنګوسې شروع شوې، خلک په دې پوه شول او عملي مثال یې هم ولید چې دا خبره بالکل امکان لري چې یو جابر قوت دې له فعالیته وغورځول شي خو دا دروند کار دې ته اړتيا لري چې د جنګ په طريقه يو ځل بيا تجديد نظر وشي؛ ولي چی متعارف جنګ له  زورور ځواک سره په دې ناشونی دی چې مسلمانان نه د سلاح جوړولو توان لری، نه یې دائمي لاس ته راوړلی شي او نه هم نړیوال قوتونه تر شا لري چې د دوی ملاتړ وکړي.

د یویشتمې پيړۍ له څرګندیدو سره سم امریکا د خپلو غربي اتحادیانو په مرسته او مشوره د هغو ګروپونو او نظامونو پر ضد مصدوم متعارف جنګ پیل کړ چې د احیایي اسلام حامیان وو، دا جنګ ډیر ژر د متعال رب جل جلاله په مرسته د دې ظالمانو لپاره په يو داسي دام تبدیل شو چې که ښکار ورسره څومره زور کوي نو دومره به نور هم په  دام کې نښلي، له دې دام  نه د ځان ژغورلو په موخه امريکايي جنرالانو په نوي ستراتيجي چې د کوین (COIN) یا د کاونټر انسرجنسي (Counterinsurgency ) په نامه یادیږي، پیل وکړ، د دې اساسي مقصد دا دی چې ماهی (جهادي قوتونه) دې ته پرینږدي چې د اوبو (ولس) له منځه کار وکړي.
دغه ستراتیجي چې موږ د اربکیزم په نامه پیژنو، تر ډیره حده کامیابه وختله او د عراق مجاهدین یې له ښارونو او کلیو د سحرا‌ خوا ته کوچیدو ته اړ ايستل؛ خو دغه د الفي جوړښت (قبایلي مشران په پیسو اخستل) ډیر ژر بيرته په ړنګيدو شوه ولي چې پیسې مخ په ختمیدو شوې او کوین (COIN) ستراتیجي دې ته نه وه جوړه شوې چې د خلکو د نظام پر خلاف هغه بنیادي مشکلات (چې دوی یې اوایلو کې پاڅونونو ته هڅولي) وسنجوي او دایمي یا د اوږدې مودې لپاره رفع کړي.

تقريبا یوه لسیزه وروسته چې کله په عربي نړۍ کې انقلابونه پیل شول نو اسلامي قوتونو ته یو ځل بیا فرصت پیدا شو چې په ولس کې ځای پیدا کړي او ساحې تر خپل کنټرول لاندې راولي، دې تحرکاتو امریکا یو وار بیا مجبوره کړه چې په خپله نظامي ستراتیجي غور وکړي، چون في الحال امریکا د دې توان نه لري چې یو وار بیا د «بیا رغوني» او د متعارف جنګونو پروژې پر مخ بوځي نو امریکا (او غربي اتحادیان) سره له نورو طاقتونو لکه روس او ایران یوې نوې نسبتا ډیرې ارزانې حربې ته مخ کړی؛ ځایي پروکسي (Proxy) «ایجنټ یا نماینده» ځواکونه چې هغه یې له خپلو خاصو ځواکونو سره پیوسته کړي تر څو د دوی رهبري وکړي او د نظامي او هوایي بمبارونو په مرسته وکولای شي چې ناخوښ ریژیمونه او نور دښمنان (یعني سني اسلامي ګوندونه) ختم او دې ته پرینږدي چې په ولسونو واکمني وکړي ، او دې زهرجن مخلوط نضال (Hybrid Warfare) «کوم چې له یو لړ متعارف، پروکسي، رواني او تبلیغاتي حربو نه هم مهاله استفاده کوي تر څو معلومداره نظامي او ملکي کرښي سره محو کړي» ته یې د جنریشنل وارفیر (Generational Warfare) یا په بله معنی جنګ نسلي نوم ورکړ.

چون نسلي جنګ دې ته ضرورت لري چې دښمن به یو نوی سیکولر مزاجه نسل زموږ په خپلو کورونو کې روزي او په عین وخت کې به یې واکمن کوي؛ نو بناء اسلامي خوځښتونه هم باید خپلو تکتیکونو ته تغیر ورکړي تر څو د دښمن د دغې نوې حربې مخ هم په ښه طریقه ونیسي.

د دښمن د نوي ستراتیجي تر شا اصلي هدف دا دی چې د اسلام پالو د حکومت  داري مخه د نړیوالې انزوا، د ولس قحطي، عام المنفعه تاسيساتو نړولو او دائمي بمبارونو له لارې داسي ډب کړي چې خلک به د ډیرې نفس تنګۍ له وجې د مجاهدینو پر ضد پاڅونونه وکړي او د پخواني قیادتونو له ختمیدو سره به نوی نسل د جهاد د لارې تعقیب په تجریدي ډول پریږدي؛ ځکه چې د جهاد ثمره خو ظاهرا له تکلیفونو، بمبارونو او د ملک تباهي پرته بل هیڅ څه هم نه بریښي.

لهذا مجاهدین هم باید د قیادتونو په سطح په اصطلاح له څاګانو نه د باندې نظرونه واچوي او په یو داسي مخلوطه حکومتداري (Hybrid Governance) باندې فکر وکړي چې وکولای شي هم د دښمن مخلوط نضال پلان مخه ونيسي او په عین حال کې متعارف یا معمول حکومت داري ماډلونه چیلنج کړي، کوم چې په خپل ذات کې نریوال مقبولیت ته په دې اړ دي، تر څو امنیت راولي او اقتصادي پرمختګ او اجتماعي رشد وکړي.

که اسلام پاله ډلې غواړي چې کامیاب شي نو هغوی باید د د زړې حکومت داري ماډلونو باندې ډیر عمیق سوچ وکړي، دوی باید یو داسي میکانیزم پلی کړي چې د هغه په تعقیب سره وتوانیږي تر خپل کنټرول لاندې ساحو نه ښه استفاده وکړي او په عین وخت کې له داسي دیپلوماسي څخه کار واخلي چې د خپل هدف منزل ورته رانږدې کړي، یوه داسي طریقه چې د هغې له لارې ولس نسبتا ارامه وي، خلکو ته روزګار پيدا کړي، خوراکي او تجارتي مواد پریمانه او داسي تر انحصار لاندې راولي چې خلکو ته له حکومتي ساحو ارزانه پریوځي، له بهرنيو حکومتونو او غیر حکومتي لوبغاړو سره داسي تماسونه جوړ کړي چې له لارې يې تجاران وکولای شي چې خپل مالونه له حکومت ټیکسونو نه وژغوري، د دې نتیجه به دا وي چې خلک به له ډیرو مشکلاتو سره نه مخ کیږي او د مجاهدینو په منطقو کې به خوراکي مواد، نفد، ګاز او اسلحو کمی نه رامنځته کيږي.

په دې سربیره باید هڅې وشي او د دې مخه ونيول شي چې کارپوهان له وطن فرار شي، مجاهدین باید د انجینرانو او ډاکټرانو لپاره یو خاص یونین یا ټولنه ولري، دا سیکتور د جامعې لپاره حیاتي ارزښت لري او په هر حکومت کې ډیر مهم رول هم لوبوي، د ‌ډاکټرانو او انجینرانو دا ټولنه باید همیش له مجاهدینو سره تماس کې وي ترڅو د ولس لپاره ارزانه طبي معالجه ميسره کړي او د مجاهدینو په واک کې منطقې نه یوازې بايد وساتل شي بلکي په بعضو میدانونو کې پر مختګ هم وکړي؛ دا کار به د ولس په زړونو کې د مجاهدینو لپاره محبوبیت نور هم پیاوړی کړي او دوی به تشویق شي چې په خپلو منطقو کې سرمایه ګوزاري ته ادامه ورکړي.

مجاهدین باید په دې ډیر کوشش وکړي چې د تپل شوي جنګ واګي په خپلو لاسونو کې واخلي او یوازې د مرتجع قوت په څیر نه وي چې هر وخت به د دښمن د پلانونو او حملو مخه نسي، نه هیڅ کله هم نه، مجاهدین باید ډیر ځیرک واوسي او پیاوړي پلانونه جوړ کړي چې د الله دښمنان  نه یوازې مات کړي بلکي هر وخت يې دې ته مجبور وساتي چې د مجاهدینو د ابتکارونو له وجې د عکس العمل په حالت کي واوسي.

له دې علاوه مجاهدین باید په خپلو سیمو کې دوروی (یعني په هر څو میاشتو کی) سیمینارونه هم انجام کړي ترڅو خپل سپین ږیري او ځوان نسل په اسلامي ايډيالوژي وروزي او اوږد مهاله جنګ ته یې چمتو وساتي.

ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

مسافر صيب

تاسو ته سلامونه او ارادت

ديره ارزشتناکه ليکنه مو کری ده، هيله ده په دي موضوع مو دا ليکنه وروستي نه وي بلکه ادامه/سلسله پیدا کري.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx