شعـــــرونه

د حقایقو آینه

حبیب الله تراب

څه عجیبه لیونۍ شپه وه هغه کومه شپه وه
زما د ژوند ښکلې شېبه وه هغه کومه شپه وه

ستورو خندل سپوږمۍ په مینه سینګارونه کول
د اسمان غېږ کې ننداره وه هغه کومه شپه وه

زهم له ډیرې خوشحالۍ د اشنا کور ته راغلم
د یار کوڅه کې څه قیصه وه هغه کومه شپه وه

مجنون د مینې شراب څښلي وو نشه ښکاریده
لیلا ته جوړه یې پلمه وه هغه کومه شپه وه

منصور هم دار ته په خوښۍ او خوشحالۍ روان وو
د جلاد سترګو کې غوصه وه هغه کومه شپه وه

مجازي مینه یې مطلب نه وه ژړل چې بلال
د مکې ځمکه ورته سره وه هغه کومه شپه وه

چې یې عابد په صومعه کې اذکارونه کول
د معبود مینه پرې خوژه وه هغه کومه شپه وه

خوب مې لیدلۍ وو تعبیر یې معبر راکړلو
د حقایقو آیینه وه هغه کومه شپه وه

ما حبیب الله تراب لیمو کې یې جهان لیدلو
چې د مرګی په خوب ویده وه هغه کومه شپه وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x