نظــر

طالبان او ملکي تلفات – (۱) برخه

taliban3

په دې وروستیو کې په افغانستان کې دروان جهاد دملکي زیانونو په اړه خبرې یوځل بیا ګرمې شوې دي ، ټول په دې پوهیږي چې هره جګړه لزوما ملکي زیانونه لري ، او ډیر ځله نامطلوب اشخاص په کې سهوا وژل کیږي ، حتی درسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامودمهال مطهر غزاوات هم له داسې پیښو خالي نه وو ، چې څرګند مثال یې داحد په غزوه کې دصحابه کرامو په تورو سهوا د حضرت یمان رضی الله عنه شهادت ، او دحضرت خالد رضی الله عنه داجتهادي غلطي یا سهوې له امله دبني جذیمه قبیلې دڅو تنو عامو خلکو وژل کیدل وو ، خوڅرنګه چې حضرت خالد دا کار داجتهادي غلطي له امله کړی وو رسول الله صلی الله علیه وسلم ملامت نه کړ خو له داسې کارونو څخه دځان ساتلو او دصحابه کرامو دپوهولو په خاطر رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه ځله وفرمایل ( اللهم اني أبرأ الیک مما صنع خالد ) یا الله تعالی زه له هغه کاره بیزاره یم چې حضرت خالد بن ولید کړی دی .

دافغانستان اوسني مجاهدین /طالبان چې په معاصره اسلامي نړۍ کې یوستر جهادي حرکت بلل کیږي او دامریکایي کفري یرغل په مقابل کې په جهاد بوخت دي ، داچې ددوی مقاومت جګړه ایز دی ، نو دجګړې جانبي عوارضو ته په پام سره دا محاله ده که څوک ، ددوی په لاس دملکي تلفاتو د رامنځته کیدلو احتمال یو مخ نفي کړي .

دا یو تریخ حقیقت دی ، چې دجهاد څوارلس سوه کلن تاریخ یې شاهد دی ، داسلام ددین دلوړتیا لپاره مسلح جهاد که د اسلام ترټولو لوړ عبادت او کردار ( ذروة سنام الاسلام ) بلل شوی شایدیوه وجه یې همدا وي چې دا لار له سختو خطراتو ، ناخوالو او مشکلاتو ډکه ده ، چې سړی به په کې تر وروستي کچې محتاط وي ، ترڅو ترې بې ګناه وینه تویې نه شي .

سره له دې چې الله تعالی خپل مکلف بندګان په سهوه او نسیان باندې نه نیسي او نه پرې ګناهګار بلل کیږي ، خو بیا هم دیوه مجاهد په صفت زما تجربه داده چې دمجاهد ترټولو ستره اندیښنه په جهاد کې داوي چې هسې نه چیرته ترې بې ګناه وینه تویه شي ، یا ملکي خلکو ته ترې زیان واوړي .

زه په لوړه درته وایم ، چې د نن ورځې تش لاسی مجاهد چې تقریبا دټولې دنیا دکفارو ، مشرکینو ، یهودو ، نصراوو او مرتدینو مقابلې ته ولاړ دی ، له مرګه ، له زخمیتوبه ، له زندانه ، له تعذیبه ، دامریکا له طیارو ، له بمونو ، له ټانګونو او نورو ډول ډول وسلو څخه نه ویریږي او نه یې دومره اندیښنه ورسره شته ، حتی که په دې لاره کې هرډول تکلیف ورته رسیږي په خورا خوشحالۍ یې زغمي ، خوهغه یوازینۍ اندیښنه چې دمجاهد لپاره ترټولو غموونکي ده ، هغه یوازینۍ ناخواله چې دمجاهدلپاره تر زغم لوړه ده هغه دملکي خلکو د زیانمنېدو موضوع ده .

زه داسې مجاهدین پیژنم چې لس تنه دسنګر نږدي او خواږه ملګري یې په یوه ورځ شهیدان شوي ، خو نه یې پرې ژړلي او نه یې غم ورباندې بوج شوی ، خو دیوه مجاهد په ماین دیوه ملکي سړي شهادت نه یوازې په چیغو چیغو ژړولی ، بلکې داسې یې غمجن کړی ، چې څو اونۍ د ډوډۍ په خوند نه دي پوه شوي ، شونډو یې پتري نیولي او په رنګ کې یې وینه وچه شوې ده .

زه داسې مجاهدین هم پیژنم ، چې دعامو خلکو دتلفاتو دمخنیوي په لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي ، څه موده وړاندې زموږ په سیمه کې یوه مجاهد دامریکایانو د راروان ټانګ لپاره ماین اماده کړی وو ، خو ناڅاپه له یوې بلې نږدې کوڅې څخه یو تراکتور همدې لارې ته راوزي ، مجاهد دتراکتور په چلوونکي غږ کوي ، چې ودریږي خو څرنګه چې د تراکتور اواز تیز دی هغه غږ نه اوري او مخامخ په ماین ور روان دی ، مجاهد په بیړه دماین په خوا ورځغلي او هڅه کوي ، چې دماین برقي تارونه وشلوي او ناکاره یې کړي ، خو په دې مهال دزیاتې بیړې له امله دماین تارونه شارت کوي او په مجاهد باندې انفجار کوي .

یوه بله پیښه څو کاله وړاندې شوې وه، یو مجاهد چې په مجلس کې ناست دی ، غواړي له خپل جېب نه کوم شی را وباسي خو دایې هیره ده چې په همدې جیب کې یې لاسي بم ګرنېډ هم پروت دی ، په زور سره له جیبه درایستلو په مهال دګرنيد کړۍ هم راوزي او ژر ده چې څو دقیقې وروسته انفجار وکړي ، مجاهد په ګرنېډ باندې برسیره څملي ، چې دګرنيد له انفجار سره په خپله شهید کیږي خو شاوخوا خلک یې سرسري ټپیان کیږي ، او له مرګه بچ کیږي .

داسې په سلګونو پیښې په هره سیمه کې شته چې مجاهدینو دملکي خلکو دتلفاتود مخنیوي په خاطر خورا سترې قربانۍ ورکړي ، چې په همدې خبره باندې افغان اولس هم پوهیږي .

که نړیوال ناخبره ، سیاستوال ړانده او رسنیوال معاند دي ، وي دي ، مګر افغان اولس تربل هرچا ښه خبر دی ، چې داسلام دلارې افغان مجاهدین ترکومې کچې دملکي تلفاتو په موضوع کې حساس دي ، افغانانو هغه سپیره میره ، تش لاسي خو مؤمن مجاهدین دستر په سترګو لیدلي ، چې تر بل هرڅه تکلیف او غم په هغه غیرارادي سهوي عمل ډیر کړیږي او ځوریږي چې حتی الله تعالی یې پرې نه نیسي .

افغان اولس هغه مجاهدین هم دسر په سترګو لیدلي ، چې لس میاشتې په وږي نس ، تش لاس ، شپه ورځ ناکراره ، ستړی ستومانه او خورا مشقت بار حالت کې د نړیوال دجالي کفر مقابلې ته ولاړ وي ، خو چې دوه میاشتې داستراحت او دمې وخت یې شي په هغو کې دوه میاشتې پله پسې هغه دکفارې روژې نیسي ، چې په في سبیل الله جهاد کې دسهوي پیښو / ملکي تلفاتو له امله ورباندې اوښتي وي .

زه نه پوهیږم دمجاهد نړیوال دښمنان او ځیني کورني ډالرخوره غلیمان چې ټوله ورځ یې په دې لله في الله طالب پسې خوله خلاصه کړي ، دوی به دقیامت په ورځ دالله تعالی په حضور کې ددې سپیرو او ستومانو مجاهدینو په وړاندې خپله ډالري دښمني او عداوت څنګه توجیه کوي .

آیا الله تعالی دمجاهد په حال علم نه لري ، چې دهغه هدف څه دی ؟ له هغه سره دبې ګناه وګړو دوینې څومره ارزښت دی ؟ هغه دملکي خلکو په سهوي زیان باندې څومره ځوریږي ؟

دا چې ولې کله ناکله دطالبانو په جهادي بریدونو کې ملکي خلکو ته زیان اوړي ، ددې موضوع په حقیقت ، توجیهاتو او ټولو اړخونو باندې عام اولس ترهرچا ښه خبر دی ، همدا لامل دی چې تراوسه عام اولس دجهادي عملیاتو دداسې پیښو په مقابل کې کوم اعتراض نه دی کړی ، بلکي دیوه جهادي تریخ ضرورت په حیث یې زغملي.

خو هغه چې ددې موضوع له حقیقت څخه ناخبره دي غواړم دهغوی دپوهاوي لپاره دلیکنوپه دې لړۍ کې ددې موضوع بیلابیل جهات راوسپړم .

که دخپل اولس وینه درته ارزښت لري اوپه رښتیا غواړئ دملکي تلفاتو دموضوع له حقیقت او رښتیني وضعیت څخه ځان خبر کړئ هیله ده دلیکنو دا لړۍ راسره تعقیب کړئ .

پاتې لري

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x