افغانستان

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دملي اردو ۶ سرتیري وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې دهیواد په بېلابیلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ۶ سرتیري وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د ننګرهار په خوګیاڼیو، د کونړ په ناړۍ او شیګل، د غزني ولایت په آب بند، د هرات ولایت په کرخ، د بغلان ولایت په ډنډغوري، د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار او د بدخشان ولایت په تشکان ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

په دغه اعلامیه کې چې د سلواغې پر ۱۶مه خپره شوي همدارنګه ویل شوي چې دعملیاتو پرمهال یې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولي او ځیني کړۍ ماینونه یې هم کشف کړي دي.

د دفاع وزارت اعلامیې د خپریدو سره هم مهاله طالبانو پخپل یوه خبر کې ویلي چې تېره شپه مو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو پوسته نیولي او ۱۶ عسکر مو وژلي دي.

طالبانو همدارنګه په خبر کې ویلي چې د ملي اردو ځیني وسایط مو له منځه وړي او ددوی زیات شمېر وسلي په لاس راغلي، د هلمند چارواکو تراوسه د پېښي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

Back to top button