افغانستان

د امریکا سنا «نیکولسن» د افغانستان لپاره د ناټو د عمومي قومندان په توګه تایید کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما څو ورځي وړاندي په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان په توګه جنرال نیکولسن د جنرال کېمپبل پرځای غوره کړ او پر دنده یې وګماره.

جنرال نیکولسن تېره ورځ پنجشنبه د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته د اوباما له لوري وړاندي شو چې وروسته سنا نوموړي ته د تایید رایه ورکړه او د عمومي قومندان په توګه یې دنده پيل کړل.

اوس په افغانستان کې جنرال کېمپبل د ناټو د عمومي قومندان په توګه دنده ترسره کوي، کېمپبل په راتلونکي مارچ میاشت کې تقاعد کیږي نو ځکه لا له وړاندي د افغانستان لپاره نوی قومندان وټاکل شو.

جنرال نیکولسن تر دې وړاندي د سنا مجلس ته په خپله وینا کې ویلي وه چې د افغانستان حالت تر پخوا ډیر خراب شوی او هلته د طالبانو شتون او اغیز افغان حکومت له ننګونو سره مخ کړی دی.

دا چې دافغانستان لپاره د ناټو نوی قومندان به په خپله دنده کې تر کومه بریده بریالی وي دا به په راتلونکي کې د افغانستان بحراني حالاتو ته په کتو سره څرګنده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x