نړۍ

سعودي په سوریه کې د ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتوالی ښودلی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): سعودي عربستان سوریې ته د ځمکنیو عملیاتو لپاره د عسکرو لیږلو هوډ څرګند کړی، د سعودي د پوځ ویاند «أحمد عسیري» ویلي چې دوی چمتو دي سوریې ته ځمکني عسکر ولیږي.

سعودي عربستان د داعش په ړاندي په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو غړۍ دی، د ایتلافي ځواکونو غړي هیوادونه په روانه میاشت کې د بلجیم په پلازمېنه برسلز کې غونډه لري. سعودي وایې که چېري د برسلز په غونډه کې سوریې ته د ځمکنيو عسکرو دلیږلو پریکړه وشي نو دوی چمتو دي چې هلته خپل پوځونه ولیږي.

د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر د سعودي د پریکړي هرکلی کړی او ویلي دي چې په راتلونکي اونۍ کې به په برسلز کې پر دې موضوع دسعودي په ګډون د ایتلافي ځواکونو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو سره خبري وکړي.

سعودي اوس مهال په یمن کې د حوثي یاغیانو سره هم په جګړه بوخت دی، حوثیان چې ایران یې پوځي او مالي مرسته کوي د یمن د پلازمېني صنعاء په ګډون د یمن پر ځینو سیمو واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x