نړۍ

سوريه کې لوړپوړی ايرانی جنرال وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د ايران انقلاب ساتونکي ځواک لوپوړی نظامي افسر بريد جنرال محسن قارجاريان په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

انقلاب ساتونکو ته نږدې د ايران فارس خبري اژانس وايي، چې جنرال قارجاريان د سوريې شمال حلب کې د بشارالاسد له مخالفينو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

فارس نيوز وايي، چې وژل شوی جنرال د عراق او سوريې لپاره د ايران سلاکار و او دا يې نه دي ويلي، چې نوموړی کله وژل شوی دی.

فارس نيوز زياتوي، چې جنرال قارجاريان سره شپږ نور ايرانيان هم وژل شوي دي.

ايران سوريې ته د بشارالاسد د ملاتړ او مخالفينو د ځپلو لپاره د خپلو لوړپوړو نظامي افسرانو تر څنګ له ايران، افغانستان او پاکستانه زرګونو ايراني ملېشې لېږلي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي، چې تېر اکتور راهيسې شاواخو سل ايراني افسران او ملېشې په سوريې کې د مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي دي.

په دغو وژل شوو کسانو کې د ايران وتلی جنرال حسين همداني هم و، چې عراق او سوريې کې د جګړې بنسټګر بلل کېده او له اتيا زيات عمليات يې کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x