نړۍ

«داعش همدا تاسې جوړ کړی»

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري د ايټاليا پلازمېنې روم کې خپل ايټاليوي سيال پاولو ګينټلوني سره د داعش پر ضد د اروپايي هېوادونو د مرستې او همکارۍ په اړه خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال يوې ژورنالېستې جان کيري ته په لوړ اواز وويل، چې «همدا تاسې يئ، چې داعش مو جوړ کړی دی، همدا تاسې يئ، چې داعش مو جوړ کړی دی»

ژورنالېسته، چې حجاب يې پر تن و، هڅه يې وکړه، چې پر جان کيري ګزار وکړي، مګر د امنيتي ساتونکو له لوري له کنفرانس خونې په زوره ووېستل شوه.
د ايټاليې رسمي راډيو تلويزون «RAI» خبري کنفرانس او د ژورنالېستې توندې خبرې په ژوندۍ بڼه خپرولې.

جان کيري له خپلو اروپايي ايتلافيانو وغوښتل، چې د داعش پر ضد جګړې لپاره عراق او سوريې ته ځمکني پوځيان ولېږي، مګر ايټالوي سيال يې وويل، چې په دې اړه بايد «ډېر احتياط وشي.»

د ايټاليا بهرنيو چارو وزير زياته کړه: «د پاريس له غونډې وروسته موږ هيله من وو، چې د د اعش پر ضد به بريا تر لاسه کړو، مګر تر اوسه مو هېڅ رڼا نه ده ليدلي، د داعش پر ضد جګړه اړينه ده؛ ځکه چې موږ له نوې منظم کېدونکې ډلې سره په جګړه اخته يو.»

دا لومړی ځل نه دی، چې يوه ژورنالېسته پر امريکا د داعش د ملاتړ تور لګوي، بلکې له دې وړاندې د امريکا سمندري ځواکونو يو افسر هم ويلي و، چې ۲۰۰۳م کې پر عراق د امريکا يرغل د داعش د راپيدا کېدو مهم لامل دی او امريکا په لوی لاس داعش راپيدا کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x