نړۍ

تايوان کې قوي زلزلې ګڼې ودانۍ نړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): د تايوان سويل کې ۶،۴درجې زلزلې له امله ګڼې ودانۍ نړېدلي، ګڼ شمېر خلک د نړېدلو ودانيو لاندې بند دي او مرستندويه ډلې د خلکو د راوېستو هڅې کوي.

د تايوان رسنۍ وايي، چې تر اوسه د يو ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او له دوو سوو زيات کسان له ويجاړو شوو ودانيو راوېستل شوي دي.

دا زالزله د تايوان سويل تاينان ښار کې شوې او په ويجاړو شوو ودانيو کې يوه لوړ پوړزيزه ودانۍ هم ده، چې ګڼ اوسېدونکي يې اوس هم نړيدلې ودانۍ کې بند پاتې دي.

د امريکا ځمکپوهنې اداره وايي، چې د زلزلې مرکز په ځمکه کې ډېر لاندې نه و او له همدې امله مرګ ژوبله نوره هم زياتېدای شي.

د تايوان تلويزون د هغه سترې لوړپوړيزې ودانۍ انځورونه خپاره کړي، چې سلګونو کورنۍ په کې اوسېدې او د زلزلې له امله وړيجاړ شوی دی.

تلويزون سيمه کې د مرستندويه ډلو انځورونه هم خپاره کړي، چې ټپيان او ودانۍ لاندې خلک راوباسي.

درې سوه کيلوميټره لرې پلازمېنه تاي پي کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي او تر اوسه وخت پر وخت د زلزلې ټکانونه راځي.

۱۹۹۹م کې۷،۶ له ۲۳۰۰ زيات خلک وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x