نظــر

په افغانستان كې د امريكا خطرناك حضور!

ع، وطندار

د ارواښاد محمد ابراهيم عطايي په وينا كله چې احمد شاه بابا د معاصر افغانستان تاداو اېښوده؛ نو له افغانستانه يې يو ځانګړى تعريف درلود او حدود او ثغور يې معلوم وو د عطايي په وينا د احمد شاه بابا په اند د افغانستان څلور خواوې په لاندې ډول وې:

د شمال له خوا آمو سيند، د جنوب له خوا عربو بحيره د ختيز له خوا ابا سيند او د لويديز له خوا مشهد خو ځينې سرچينې يې بيا ختيز سرحد جيلم سيند ښيي، ماته دا نظر ځكه سهي برېښي چې ما پخپله د جهاد په كلو كې جيلم سيند ته نژدې هغه لوحه لوستې چې پرې ليكل شوي وو؛ «به مملكت خداداد افغانستان خوش آمديد» چې بيا څه موده وروسته پاكستاني چارواكي ورته متوجه شوى وو او آثار يې واك كړي وو.

ګورو چې د افغانستان سرحدات ټول طبيعي سرحدات دي؛ خو د احمدشاه بابا تر مړينې وروسته تيمور شاه وكړاى شول چې خپل هېوادني سرحدات او د پلار په لاسو يې جوړه كړاى شوې امپراتوري وساتي؛ خو تر هغه وروسته يې لومړى د زامنو او تر هغې وروسته د سدوزو او باركزو تر منځ د واك پر سر وزلوبه شروع شوه چې دا وزلوبه ان د ظاهر شاه تر واكمنۍ پورې روانه وه؛ ځكه داوود چې د پاچا اخښۍ او د تره زوى و پر هغه كودتا وكړه او دا وودهم د باركزو كورنۍ د وروستۍ مهرې په توګه د 1357 د ثور اوومې په كمونستي كودتا كې له خپلې كورنۍ سره د مرګ كومي ته ور ولوېد.

كه څه هم د باركزو واكمني خو پاى ته ورسېده؛ خو نن هم په يوه بله بڼه په هېواد كې د اقتدار وزلوبه روانه ده او وخت پر وخت نوې څېرې رامنځته كېږي او په دې وزلوبه كې برخه اخلي؛ خو د خواشينۍ خبره دا ده چې د دې جنګ د اور خشاك افغانان دي او ګټه يې بهرنيو هېوادو ته دا كه ګاونډيان دي كه د سيمې هېوادونه دي او كه د نړۍ لوي هېوادونه، رسېږي.

په 2001 كې افغانستان ته د امريكايي او ناټو د قوتونو راتګ لوبې ته يو نوى رنګ وركړ، اوس كه افغان حكومت جنګېږي هم ګټه يې د بهرنيانو په ځولۍ كې لوېږي او كه وسله وال مخالفين جنګېږي هم ګټه يې بهرنيانو ته رسېږي؛ ځكه خو ډېر پر ځاى دى جنګ ته د «نيابتي جنګ» نوم وركړل شوى دى؛ د افغانستان علما وژل كېږي، قومي مشران وژل كېږي، روښانفكران وژل كېږي او ان چې عادي وګړي وژل كېږي.

اوس هغه د نبوي (صلى الله عليه وسلم) مبارك حديث په مصداق قاتل پر دې نه پوهېږي چې زه مقتول په كومه ګناه وژنم او مقتول پر دې نه پوهېږي چې زه پر كومه ګناه وژل كېږم؛ بس څوك د امريكا د دوستي په نامه وژل كېږي او څوك يې د دښمنۍ په نامه. په (1394/11/14) نېټه مې په ويسا ورځپاڼه كې د درانه استاد حبيب الله رفيع ډېره په زره پورې مقاله ولوسته، استاد له امريكا سره د شوي امنيتي تړون ډېرى داسې موارد را اخستي چې پر هغې يې استدلال كړى دى چې دا د نيم افغانستان قباله ده او دا ډېر پر ځاى استدلال دى؛ خو له بلې خوا چې ګورو زما په اند د امريكا په راتګ سره ګرد افغانستان امريكا ته قباله شوى دى او عجيبه دا ده چې د هېواد اصلي مالك او وارث يعنې ولس دا قباله نه ده وركړې، بلكې دا قباله هغو كسانو وركړې ده چې د امريكا په لوښي كې خړپيږي.

متأسفانه امريكايي ډالرو او د اقتدار په دسترخوان كې اشتراك داسې لوبې وكړې چې له خلكو نه يې خپل ارزښتونه، خپلې هېوادنۍ ګټې سياسي استقلال او هر څه هېر كړل، اوس د امريكا په غلامۍ كې مسابقه روانه ده او هر سړى په دې هڅه كې دى چې امريكا يې سلام واخلي.

كه څه هم په 1393/7/7 نېټه له امريكا سره په پټو سترګو او ډېر تعجيل لاسليك شوى امنيتي تړون د راتلونكو لسو كالو لپاره دى؛ خو دا د پټي سر دى پټى وروسته سورور دى، بيا د وخت په پوره كېدو سره دا تړون په ډېره اسانۍ سره تمدېدېدلاى شي او هغه ولسمشر به څوك وي چې ورته ووايي چې د تړون تمديد ته نوره اړتيا نه ده پاتې.

د امريكا بې انصافي يواځې دا نه ده چې خپله په افغانستان كې حضور لري او څه يې چې خوښه وي هغه كوي، بلكې خپل سيمه ييز ملګرى هم دلته پالي او خوشالوي يې د بېلګې په توګه په 2003 كال پاكستان په يوه ورځ پنځوس ټانكونه، دوه نيم زره عسكر او څو هليكوپتر د مومندو بهۍ ډاګ ته راوستل او د افغانستان مسلمه خاوره يې ونيوله، دغه سيمه لږ تر لږه 2800 كيلو متره مربع اټكل كېږي، پاكستان دا كار د امريكا په زور وكړ، ځكه تر عملياتو يوه ورځ د مخه يې په سيمه كې داسې پاڼې خپرې كړې چې په كې يې د سيمې خلكو ته اخطار وركړى و چې موږ د تروريستانو پر خلاف عمليات كوو، كه څوك له خپله كوره راووتل نو د ترورست په حيث په ورسره عمل كېږي.

پاكستان دا كار د امريكا په مرسته وكړ هغه ورځ ولسمشر حامد كرزي په دې اړه شديد غبرګون وښود او يوه تونده وينايې وكړه چې همدې وينا د كابل خلك دومره راوپارول چې سبا ته يې په مظاهره لاس پورې كړ او ان د پاكستان پر سفارت يې بريد وكړ، چې د پاكستان سفير رستم شاه مومند له سفارته وتښتېد؛ خو وروسته امريكا، ښاغلي كرزى دې ته اړ يوست چې له پاكستانه بخښنه وغواړي: «ببين تفاوت ره از كجاست تابكجا!»

دا اوس د پكتيا په برمل كې پاكستان دومره مخكې راغلى چې هلته پاخه تأسيسات جوړ كړي او افغان دولت وايي چې دا مساله به له دپلوماتيكو لارو له پاكستان سره حل كړي، په دې اړه خلك راغلل او له ولسمشر غني سره يې وكتل د رسنيو په شهادت هغوى ګواښ وكړ چې كه حكومت د دې خبرې پوښتنه ونه كړي، دوى به خپله پر يادو تأسيساتو حمله وكړي؛ خو داس بريښي چې حكومت هغوى د كابليانو په اصطلاح په «نخود سياه» پسې ولېږل، كه چېرې دې دپلوماتيكو هلو ځلو څه نتيجه وركولاى شواى نو د مومندو سيمه به نن د پاكستاني مليشو په لاسو كې نه واى.

زه دا خبره هم په ډېره خواشينۍ سره كوم چې له امريكا سره د امنيتي تړون په لاسليك كې يواځې ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاكتر عبدالله ګرم نه دى، بلكې ټولو نوماندانو د كمپاين پر مهال دا خبره كوله چې كه زه انتخابات وګټم له امريكا سره به امنيتي تړون لاسليكوم او كله چې دا تړون لاسليكېدو پر حكومتي مسؤولينو سربېره يو شمېر جهادي مشرانو هم حضور درلود ان چې زموږ هغه پيران هم په كې بې برخې پاتې نه شول چې كلونه يې خلكو لاسونه ښكلول.

له ما سره دا اندېښنه ده چې كه زموږ دا حال وي لكه چې دى، امريكا تر يوې پيړۍ پورې هم څوك له افغانستانه نه شي ايستلاى، مګر دا چې حالات داسې پېر وخوري چې امريكا پخپله وتلو ته اړه شي. كه چېرې جرمني، جاپان، جنوبي كوريا او د دوى په څېر نورو هېوادو نه تر اوسه امريكا له خپلو خاورو ونه ايستلاى شوه، زموږ دا شړېدلى حالت به كله د دې جوګه شي چې امريكا له افغانستانه وباسي او چې امريكا له افغانستانه ونه وځي، زموږ د خاورې يوه يوه برخه به د ګاونډيانو له خوا قيچي كېږي.

تاسې وګورئ هغه لوى افغانستان چې احمد شاه بابا يې تاداو ايښى و، نن څرنګه په يوه كوچنۍ او وچه محاط افغانستان بدل شو چې كله مو پاكستان په ډېسو وهي او كله ايران؛ كله راباندې روسان بلوسي او كله امريكا د نړۍ له هوغه سره راځي او پر موږ خپله پاچهي چلوي.

افغانان بايد نور د غفلت له درانه خوبه راپاڅي، ورته متوجه خطرونه درك كړي او د خپل نجات په فكر كې شي او كه نه همداسې پر هر څه سترګې پټوي نو بويه چې پر خپل تابوت پر خپل لاس وروستي ميخونه ميخ ټك وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

وطنداره

تاسو ته سلام او احترام

د حدیث شریف د مصداقيت دعوی دي د خپلي ليکني په متونو کی رد کری ده، نو له ضد و نقیض محتوياتو به لوستونکي کومه فایده پورته کری?

تر سو چی اشغالگران موجود وی په هیس وجه او هیس نص، نقلی او عقلی دلیل یا سیاسی تحلیل سره د افغانی مسلح مقدس مقاومت حقانیت تر سيوري یا پوشتني لاندي نشي راتلاي،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x