افغانستان

په نننۍ څلور اړخیزه ناسته کې به د سولې د خبرو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): ګډ حکومت په اسلام اباد کې د څلور اړخیزو ناستو د لړۍ درېيمه کړۍ د سولې د خبرو لپاره د وروستۍ پرېکړې څرګندویه بولي.

د سولې د خبرو د پیل په اړه لومړۍ ناسته په چنګاښ میاشت کې په اسلام اباد، دویمه کابل او ټاکل شوې درېیمه نن بیا په اسلام اباد کې ترسره شي.

دغه ناستې چې د جګړې د یو اړخ امریکا په ګډون پکې د چين، پاکستان او افغانستان استازي هم برخه لري پر دې را څرخي چې څنګه کولی شي د سولې د خبرو د پیل لپاره مناسبه طرحه جوړه او پلي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال ویاند خیرالله ازاد وايي چې دوی هیله من دي چې د څلور اړخیزو ناستو له ډلې به دا ناسته وکولی شي چې د سولې د خبرو په اړه وروستۍ پرېکړه واوروي.

د هغه په خبره په دې ناسته کې به د ګډونوالو هېوادونو د استازیو مسوولیتونه مشخص او له هغه وروسته به د سولې د خبرو د پیل غږ وشي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد له پیام افغان تلویزون سره په خبرو کې د سولې د هڅو په نوم دا ناستې یو طرفه ګڼلې او ویلي يې دي چې په دوی پوري هیڅ اړه نه لري.

هغه پخپلو خبرو کې تعجب وښود چې د جګړې یو لوری ـ امریکاـ هم په دې ناستو کې د سولې د هڅو په پلمه یو استازی لري، په داسې حال کې چې دم ګړۍ په سیمه کې تونده جګړه پر مخ وړي.

د شنونکو په باور له طالبانو سره له مخامخ اړیکي پرته ښايي د سولې دا ډولې هڅې یوازې نمایشي بڼه ولري.

د سولې د خبرو د پیل په اړه دا وروستۍ ناسته په داسې حال کې په اسلام اباد کې ترسره کېږي چې په همدې وختونو کې د ملي امنیت د مشر او د ای ایس ای د مسوول تر منځ د خبرو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x