افغانستان

کلنټن: زموږ روزل شوي افغان عسکر له طالبانو سره په سخته جګړه اخته دي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او راتلونکو ټاکنو ته نوماند هیلري کلنټن وايي چې په افغانستان کې د دوی روزل شوي عسکر له طالبانو سره په سخته جګړه بوخت دي.

کلنټن چې په یوه رسنیز بحث کې يې خبرې کولې وویل چې دوی به په افغانستان کې خپل روزل شوي عسکر یوازې نه پرېږدي او په وينا يې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو د شمېر په اړه به له سره کتنه وکړي.

کلنټن د افغانستان اوسنی حکومت خپل همکار حکومت وګاڼه او ويې ويل چې له دوی سره په هره برخه کې د مرستې په وخت همکار پاتې شوی دی.

هغې پخپلو خبرو کې افغان عسکر په سخته جګړه کې ښکېل وګڼل، خو ويې ویل چې د دوی عسکر يې همکار دي.

نوموړې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د شمېر په اړه د اوباما د پرېکړې اړوند وویل چې دا به د ګډ حکومت له مشرانو سره په مشوره پر دې شمېر یو ځل بیا غور وکړي.

د امريکا د جمهوري ریاست ټاکنې د روان میلادي کال په وروستیو کې ترسره کېږي چې د ۲۰۱۷ کال له پیل سره باید نوی ولسمشر خپله دنده پیل کړي.

ياده دې وي دم ګړۍ په افغانستان کې د اوباما په پرېکړه ۱۰ زره امريکايي عسکر مېشت دي، چې په شپنیو عملیاتو او له افغان عسکرو سره په هوايي ملاتړ کې پوره برخه وال دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x