افغانستان

دطالبانو کوماندویي عملیات – په شلګرکې بیا پنځلس اربکیان ووژل شول

دغزني له اندړو / شلګر څخه دطالبانو سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې تیره شپه ددې ولسوالۍ دګنډه ییر په کې کلي کې طالبانو یوځل بیا داربکیانو په یوه پوسته برید کړی او په پوسته کې موجود پنځلس تنه اربکیان یې ټول وژلي دي .

د برید دیوه برخوال مجاهد په استناد  دشلګر طالبانو تیره شپه  داربکیانو د اصلي مشر فیضان الله فیضان به ابایي کلي  ګنډه یر کې داربکیانو په پوسته خپل تاکتیکي عملیات ترسره کړي دي ، چې په ترڅ کې یې دګنډه ییر پوسته له  شتو اربکیانو سره یوځای بشپړه ختمه شوې ده .

طالبان وایي په برید کې یې داربکیانو دیوه قومندان عبدول په شمول  پنځلس اربکیان وژلي ، ۴ پیکا ماشیندار  ۲  راکټ لانچر ۱۳ کلاشینکوفونه  ۲۰ د راکټ مرمۍ  لسګونه دهاوان مرمۍ ، زغرې   یو سرپ موټر او نور ګڼ شمیر وسائل یې غنیمت کړي دي .

مجاهدین وایي دعملیاتو په مهال  داربکیانو شخصي اسناد  او مبایل ټیلفونونه هم په لاس ورغلي ، چې داربکیانو دوحشي ژوند په اړه خورا  نادرې  ویډیوګانې او بوږنوونکې صحنې په کې  شته ، چې که دنشر وړ وې کیدای شي ځیني یې نشر ته هم وسپارل شي .

داربکیانو مشرتابه  رسنیو ته دخپلو دیارلسو  وسلوالو  مړینه تائید کړې ده  .

د عملیاتو یو مشر نن ټکی اسیا ته وویل  چې په دې عملیاتو کې هیڅ مجاهد نه شهید او نه هم زخمي شوی دی ، بلکې ټول صحیح سلامت  خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي .

باید وویل شي چې څه موده وړاندې هم د شلګر په حبیب ګوډلو کې  ۱۸ اربکیان دطالبانو په همداسې یو نادر برید کې وژل شوي وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x