افغانستان

کندز: د تاجکستان کونسلګرۍ بندېدو د سوداګرو ستونزې زياتې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په کندز ولايت کې يو شمير چارواکي او سوداګر وايي چې په دغه ولایت کې د تاجکستان د کونسلګرۍ د بندېدو له امله له ستونزه سره مخ شوي دي.

د دغه ولايت د سودارګريزو خونو يو شمير چارواکي، سوداګر او د اقتصادي ټولنو غړي وايي چې په کندز کې د تاجکستان کونسلګرۍ د بندېدو له امله به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزې راکړې ورکړې لړۍ زيانمنه شي.

د کندز د سوداګريزو خونو چارواکي وايي چې د تاجکستان د کونسلګرۍ له بنديدو وروسته سوداګر له ستونزو سره مخ دي او په سوداګرۍ يې ډېر منفي اغيز غورځېدلی دی.

د کندز ولايت د صادراتو او وارداتو مدير مسعود وويل چې د کونسلګرۍ د بنديدو له امله د دواړو هېوادونو په اقتصاد ناوړه اغيز پريباسي او له تاجکستان هېواد څخه يې وغوښتل چې کونسلګري بېرته پرانيزي.

د ضياء الحق په نامه يو تن سوداګر وويل چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې د دواړه هېوادونو اقتصادي ګټې خوندي دي، خو که چېرته تاجکستان خپله کونسلګرۍ بېرته فعاله نه کړي د افغانستان په شمول به خپل هېواد ته هم اقتصادي زيان واړوي.

نږدې يوه مياشت وړاندې تاجکستان په بدخشان ولايت کې هم خپله کونسلګرۍ د نا امنۍ له امله تړلې وه.

په کندز کې د مدني ټولنو مشر عبدالله رسولي هم وويل چې په افغانستان کې د يوه هېواد د دوو کونسلګريو تړل ښيي چې په افغانستان کې سياسي او امنيتي وضعيت لاهم د خرابوالي لورته روان دی.

بل لورته د کندز سر پرست والي حمدالله دانشي وويل چې تاجکستان هېواد خپلې کونسلګرۍ د نا امنۍ له امله تړلي دي او زياته يې کړه چې تاجکستان دې خپلې کونسلګرۍ بېرته پرانيزي او دوی تيار دي چې امنيت يې ټينګ کړي.

د يادونې وړ ده چې نږدې درې مياشتې وړاندې دکندز ښار د وسله والو طالبانو له لوري سقوط وکړ چې له امله يې تر اوسه امنيتي ځواکونه په دې نه دي توانيدلي چې ددغه ولايت امنيت وضعيت کنترول کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x