د مور او پلار د خوشحاله ساتلو څو زرين اصول

ژباړه : قاري حکيم الله صابري

د مور او پلار سره د ښه سلوک او چلند، اطاعت او فرمانبردارۍ په اړه خداي متعال او د هغه رسول پاک صلي الله علیه وسلم ډېر ټينګار کړی دی او بيا چې لا موراو پلار زاړه شي، نو په دغسې حال کې د هغوى د درنښت او د هغوى د حکمونو د درنښت تقاضا دا ده چې بچي دې د هغوى له حکمونو سرغړونه ونه کړي او د هغوى د هرې غوښتنې د پوره کولو په کوښښ کې دې اووسي.

انسان له سره د مور او پلار حقونه پوره کولای نشي خو بيا هم ځينې داسې لارې چارې شته چې سړی پرې مور او پلار خوشحالولای شي، لکه د خوښۍ په ډول په بېلابېلو وختونو کې، يعنې په په واړه، لوی اختر کې او يا د روژې مبارکې مياشتې په پيل کې سړی د موراو پلار خوښۍ په پام کې ونيسي، همدا راز د زوى، لور، لمسي، لمسۍ، ورور او يا د خور په واده کې له هغوی نه مشوره واخلي چې هغوى څه غواړي، په دغه واده کې د ځان لپاره څه ډول جامې کول غواړي ناوې، او د واده هلک ته بايد څه ډالۍ کړاى شي.

او که تاسې په بل ښار کې يئ، نو دغه خبرې ورسره په ټليفون هم کولاى شئ ، همدا راز که د کمپوټر او انټرنټ اسانتياوې لرئ، نو د سکائيپ په مرسته ترې مخامخ هم مشورې اخيستلاى شئ!. مور او پلار ته دا خبره ور ثابته کړئ چې هغوى ستاسې په هره معامله کې وڼده لري، لکه د اوړي او يا ژمي په رارسېدو ورته ووايئ: راځئ چې بازار ته لاړ شو او ستاسې د خوښې جامې واخلو، بيا که موراو پلار له څه امله له تلو ډډه وکړي، نو بيا هم د هغوى د خوښۍ اړوند جامې واخلئ او ورډالۍ يې کړئ، نو تاسې به وګورئ چې په دې کار باندې هغوى څومره خوشالېږي او ستاسې لپاره يې له زړه او خولې څومره دعاګانې راوځي.

د وخت له مناسبت سره سمه ورته ناڅاپي ډالۍ ورکړئ، يعنې د اړتيا وړ شيان يې په ناڅاپي ډول مخې ته کېږدئ او په ډېر ادب ورته ووايئ چې پلار جانه! او يا مور جانې بازار ته تللی وم، ستاسې خوښۍ او اړتياوې مې په مغزو کې اوښتې راوښتې، نو دغه څه مې ستاسې لپاره واخيستل، غواړم چې دغه لږ څه په ډېر څه ومنئ! . همدا راز که تاسې په سفر وځئ، نو له تلو نه مخکې له موراو پلار سره کېنئ، د خپل سفر په اړه يې خبر کړئ چې د فلاني کار لپاره فلاني ځاى ته په سفر ځم، دعاګانې راته وکړئ چې الله مې کارونه سم کړي او د تلو په وخت کې تر ټولو وروسته له همدوی نه مخه ښه واخلئ، ددې لپاره چې د هغوى تصوير په ذهن او سترګو کې له ځانه سره يوسئ! تاسې به د موراو پلار له ټنډو د هغوى خوښي محسوسه کړئ چې ستاسې پر دغو وړو وړو خبرو هغوى څومره خوشحاله شوي دي او د همدې له برکته به ستاسې لپاره د مور او پلار دعاګانې قبولې شي _ ان شاء الله _ او د سفر په جريان کې کوښښ وکړئ چې هره ورځ له مور او پلار سره تليفوني اړيکه ونيسئ، ځکه چې ستاسې د غږ په اورېدو هغوى دومره خوښېږي چې تاسې يې هيڅ اټکل نشئ کولاى او چې کله له سفره راستانه شئ، نو کوښښ وکړئ چې لومړی موراو پلار ته ورشئ، خو کله نا کله موږ دا فکر کوو چې دغه وخت به د موراو پلار كوټې ته ورتلل څنګه وي؟ نو که ورتلل مناسب وي، يعنې هغوى ويده نه وي او بل کوم سبب نه وي، نو لومړی د موراو پلار (كوټې) ته ورشئ، ورسره کېنئ، د روغ رنځور پوښتنه يې وکړئ، د خپل سفر جريان ورته په ښه ډول بيان کړئ، د سفر د لاسته راوړنو او ثمراتو زېری پرې وکړئ، بيا په ښه ډاډ سره د هغوى خبرو ته غوږ کېږدئ. كه تاسې له موراو پلار نه جلا په کوم بل ښار کې اوسېږئ، نو هم پکار ده چې تل يې په تليفون د روغ، رنځور پوښتنه وکړئ او د خپلو حالاتو او پېښو په اړه يې هم وخت په وخت خبروئ؛ خو که تاسې په يوه ښار کې اوسېږئ او له څه امله هغوى له تاسې جلا اوسېږي، نو په داسې حال کې پکار ده چې هره ورځ يې ليدو ته ورشئ او که ممكن وي، نو د يوه وخت ډوډۍ او يا چاى ورسره څښئ او داسې خبرې اترې ورسره کوئ چې هغوى پرې خوشحالېږي، يعنې تل د موراو پلار د خوشحالولو په لټه کې اوسئ او دعاګانې يې واخلئ. کله چې له مور سره مخ کېږئ، نو لاسونه او تندى يې ښکلوئ ،پښې يې کېمنډئ (چاپي کوئ) او دا ښکاره خبره ده چې چا د خپل موراو پلار قدر کړی دی، د هغوى بچي هم د هغوى قدر کوي او که چا خپل موراو پلار ازار کړي دي، نو د دوي بچي به دوى هم ازار کړي او ډېر خلک دا اعتراف کوي چې موږ د خپل مور او پلار قدر کړی دی، نو ځکه مو نن بچي قدر کوي.

تجربه داده تاسو د خپلو بچيو په مخ کې د خپل مور او پلار خدمت وکړئ چې هغوى هم له تاسې زده کړه وکړي، سبا ته ستاسې په ښه راشي او ستاسې خدمت وکړي، د مور و پلار اړتياوې په خپلو لاسو پوره کړئ، يعنې د هغوى کټ، بستره خپله پاکه کړئ، څپلۍ يې رنګ کړئ، جامې يې ااستري کړئ او د هغوى په المارۍ کې يې كېږدئ، که څه هم چې دغه کار به ستاسې په کور کې يوه مزدوره، لور او يا اينګور کوي؛ خو که په خپل لاس يې وکړئ، نو دغه خوند په بل څه کې نه موندل کېږي او په دې سربېره به تاسې پوه شئ چې په دې کار تاسې خپل موراو پلار ته څومره نژدې کېږئ.

که مو له موراو پلار سره وعده کړې وي چې په پلانکي وخت به يې خواته ورځئ، نو د وعدې د ترسره کولو ډېر کوښښ وکړئ چې په هماغه وخت ځان ورورسوئ؛ خو که د څه مشكل له امله وځنډېږئ، نو هغوى خبر کړئ او همدا راز که په ژوند کې که کومه لاسته راوړنه او كاميابي ولرئ، نو هغه ټولې كاميابۍ خپل موراو پلار ته منسوب کړئ چې دغه هر څه د هغوى د د عاګانو او ښې روزنې نتيجه ده، ځکه چې موراو پلار په دې خبره ډېر خوښېږي چې د خپلو بچيو د روزنې ګټورې پايلې (نتيجې) په خپل ژوند کې په خپلو سترګو وګوري او په رښتيا هم د بچيو ټولې برياوې هسې هم د موراو پلار برياوې دي.

ويل کېږي چې زړښت خپله يوه ناروغي ده، نو پکار ده چې زاړه موراو پلار هره مياشت ډاکټر ته وښودل شي، په دوه درېيو مياشتو کې يو ځل يې بايد طبي معاينه وکړی شي، نو تاسې او ستاسې موراو پلار ټول به د روغتيا له پلوه ډاډمن اوسي او که بالفرض د هغوى رپورټ دا ښیي چې ناروغي يې مخ په ښه کېدو ده او يا له مخکې نه ډېره شوې نه ده، شکر وکړئ، موراو پلار په دغه خوښۍ کې له ځانه سره شريک کړئ او ورته ووايئ چې شکر دی تاسې بېخي ښه يئ، ځکه چې راپور مو ډاډ بښونکی دی، تاسې هيڅ ناروغي نه لرئ، جګ جوړ يئ. خو که الله مه کړه ناروغی یې خطرناکه وي نو بيا ټولې خبرې کول ورته ضروري نه دي او په داسې صورت کې سبا او بېګا د قرآن کريم په آيتونو او مسنون ذکرونو يې دمول پکار دي چې کوم ځاى يې خوږېږي، هغه بايد کرار کرار مالش او د فاتحې په سورت دم کړى شي، نو ان شاء الله ښه به شي او د ښه کېدو ډاډ هم ورکول پکار دي، ورته ويل پکار دي چې ناروغي مو دومره د اندېښنې وړ نه ده او داسې ورته نه دي ويل پکار چې زموږ پلانکى خپلوان هم پر همدې ناروغۍ مړ دى، بلکې ډاډ ورکول پکار دي چې ژوند هم دې ته وايي چې کله انسان ښـه او کله ناروغ وي او بيا ناروغي؛ خو ګناهونه رژوي، دغه ناروغي د څو ورځو خبره ده، ان شاء الله ډېر ژر به ښه شې

مأخذ : وباالوالدین اِحساناً .. !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د