افغانستان

تازه خبر: په هلمند کې سرښندونکي برید ګڼ بهرني او کورني عسکر وژلي

us-casualties-afghanistan

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د پیچ له سیمې څخه په بهرنیو عسکرو د سرښندونکي برید خبر ورکړل شوی.

نن ټکی آسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې قاري یوسف احمدي ویلي چې دا برید د بازمحمد هلمندي په نامه د یو سرښندونکي له خوا د ټونس ډوله موټر په توسط ترسره شو، چې په نتیجه کې ئې حد اقل ۱۵ تنه خارجي عسکر وژل شوي. نوموړی زیاتوي چې په پیښه کې ۱۰ تنو داخلي عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی. داخلي سرتیري د بهرنیو عسکرو د ساتنې او حفاظت دنده پر غاړه لري.

قاري یوسف ویلي چې یاد سرښندونکي برید ګڼ شمیر عسکر زخمیان کړي او ۴ ټانګونه ئې بشپړ ویجاړ کړي دي.

که څه هم تر دې مهاله د پیښې په اړه د جګړې بل لوري څه نه دي ویلي، خو خلک اندیښنه لري چې اوس به بیا د خارجي ځواکونو مرموزې کړۍ د ملکي خلکو په مینځ کې چاودنه کوي. ډیری وخت چې کله بهرنیو ځواکونو ته د طالبانو په برید کې درنه مرګ ژوبله واوړي، سمدستي ورپسې د عامو افغانانو په مینځ کې چاودنې کیږي.

ویل کیږي چې د ورته چاودنو تر شا بهرني ځواکونه لاس لري، ترڅو له یوې خوا پر دوی باندې د شوي درانه برید څخه عامه اذهان بل لور ته واړوي، او له بلې خوا ترې د طالبانو په خلاف تبلیغاتي ګټه پورته کړي.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close