fbpx

الدعاء مخ العبادة

لیکوال: ذبیح الله انوري

لیکوال: ذبیح الله انوري

ذبیح الله انوري

په ذهن کی می یوه پوښتنه له ډیره وخته ګرزیدله شاید د نورو ملګرو او لوستونکو سره هم دا پوښتنه وی کوشش می کاوه چی له یو داسی کس څخه یی وپوښتم چی زما د پوښتنی په روح باندی پوه شی او معقول، مطمن او زړه منونکی  ځواب راکړی خیر قیصه رانه اوږدی څه به دی سر خوږوم  نن می دا هغی پوښتنی ځواب پیدا کړ غواړم چی له تاسو سره یی شریکه کړم.

پوښتنه می له خپل استاذه وکړه او ورته ومی وویل چی ماته تر نن پوری د انسان د غوښتنو یعنی ارمانونو او د الله تعالی د ورکړی تر منځ د ربط او تړاوو باندی ذهن خلاص نشو یعنی د انسان 80 سلنه غوښتنی پر ځای وی که الله تعالی دغه غوښتنی پرځای کړي نو پدی کی کوم نقصان یا کوم حرج خو نه واقع کیږي او که پوره یی نه کړی دا یو قسم ناانصافی نه وی .

ما وویل مثلاً یو زده کونکی د امتحان پرچی لپاره  خواری کوی، کوشش کوی او زحمت باسی د امتحان په شپه نفل کوی دعا ګانی غواړي، یو خوار غریب مریض شی د یو ښه ډاکټر نه په ډیرو روپو  علاج وکړی او ورسره دعاګانی او زاری کوی د صحت لپاره د ژوند لپاره ، یو تاجر د ښار په مناسب ځای کی دوکان جوړوی پریمانه مصرف ورباندی کوی او ورسره د الله تعالی نه د خیر او برکت دعاګانی هم غواړی، یو زلمی د خپلی خوښی نجلی سره واده کول غواړی ، بی روزګاره کس د روزګار لپاره خارج ته په قاچاق او په مرګ ځان رسوی د عربو ویزی لپاره هلی ځلی کوی، یو بزګر غریب ټول کال خواری کوی تر څو ښه فصل یی وشی، یو ذده کونکی 16 کاله ذده کړه کوی تر څو روزګار پیداکړی، موراو پلار په اولاد باندی ښه تعلیم کول غواړی، وږی سوالګر یوه مړۍ ډوډۍ غواړی او تګۍ یوه پیاله اوبه .

لیکن د دغو خلکو دغه غوښتنی تر غوښتنو پوری محدودی پاتی شی هغه ذده کونکی  د ذده کړی کوشش او ذهانت سره ناکامیږی، مریض د دعاګانو کولو سره سره دنیا نه سترګی پټی کړي، تاجر هم همغسی  پاتی وی، هغه ځوان زلمی خپله ځوانی په اوبو لاهو کړی دحلالی نکاح لپاره  خو څه شی په لاس ورنشی، د بزګر غریب دی ټول کال خواری په یو ساعت کی طوفان یا سیلاب له منځه یوسی، هغه  لیسانسه محصل ډګری په لاس کی زړه شی خو وظیفه نه ورته پیدا کیږي او  د مور پلار ارمانونه هم له خاورو سره خاوری شی.

استاذ لږه شیبه چپ پاتی شو بیا یی یوه اوږده ساه راکش کړه او بیا یی راته وویل چی ستا ګیله پر ځای ده خو تا ته  ددی ټولو کارونو  یو طرف ښکاری بل طرف یی درنه پټ ده  هغه وویل مثلاً تا به اکثروخت  لیدلی وی چی شپی ناوخته یو ماشوم تی غواړی خو مور یی نه ورکوی اګر چی پۍ د مور د سینو په سر کی وی خو بیایی هم نه ورکوی په ژړا ژړا یی ویده کړی د تی ورنکړي. ولــــی؟ ماشوم په سرک باندی مستی کول غواړی خو مور او پلار یی اجازه نه ورکوی ولـــی ؟ ماشوم د روان موټر سر باندی ختل غواړی خو مور او پلار یی اجازه نه ورکوی ولـــی؟ ماشوم چړی سره مستی کول غواړی خومور او پلار  یی نه پریږدی ولـــی؟ ماشوم ګرم اوبو ګرم چایی ته لاس ورړول غواړی خو مور او پلار یی نه پریږدی ولـــی؟  زه ښه متوجی شوم او هغه وویل!

ځکه مور یی پوهیږی که ناوخته تی ورکړی نو  ماشوم مریضیږی، د روان موټر په سر یی نه پریږدی چی و به غورځی، ماشوم ته په سرک باندی لوبو ته اجازه نه ورکوی چی موټر یی نه وهی، چاړه نه ورسره پریږدی چی ځان به پری ژوبل  کړی.

که چیرته مور او پلار د اولاد دغه غوښتنی ومنی څه نتیجه به وی؟ ما ورغبرګه کړه چی د ماشوم او د نورو انسانانو تر منځ څه اړیکه ده چی ته ماته دا مثالونه بیانوی هغه بیا مسکی شو او وو یی وویل انسان د الله تعالی مخلوق ده او الله تعالی په زړه کی د خپل بنده لپاره د اویاوو(70) میندو نه زیات محبت دی  هغه خپل مخلوق ښه پیژنی  چی دی وخت کی زما بنده د څه شی ډیر ضرورت ده انسان  خو د هغه څه نه خبر ده چی دی ورسره لاس او ګریوان ده د خپل راتلونکی نه ناخبره ده چی سه به پیخیږی د راتلونکی علم یواځی الله تعالی ته ده هغه ناپوهه ماشوم چی د کومو شیانو غوښتنه کوی که ورکړای شی نو څه نتایج به ولری باوجود ددی چی هغه ددغه غوښتنی څومره په ټینګښت په ژړا او زاری سره کوی خو مونږ اوتاسی یی نه ورکوو ځکه مونږ او تاسو خو یی په نقصاناتو خبر یو.

زمونږ غوښتنی او ارمانونه هم د هغه ماشوم په شان دی ځکه زمونږ سوچ او فکر محدود دی د راتلونکی نه ناخبره یو بیا هم خپل قسمت باندی ژاړو او د الله تعالی نه ګیلی کوو .

استاد راته یو بل ښکلی او زړه پوری مثال راکړ  وایی که چیرته یو محصل پوهنتون څخه وویستل شی هغه به دغه ویستل څومره لویه ناکامی ګڼي (بیل ګیټس) دمایکرو سافټ بانی چی کله د هارورډ پوهنتون څخه وویستلای شو نو حتماً هغه به د ځان لپاره دا څومره لویه ناکامی ګڼلی وی حالانکه دا د هغه لپاره څومره لویه کامیابی وه  چی د پوهنتون څخه په ویستلو هغه د مایکرو سافټ بنیاد یی کیښود او په بیل ګیټس مشهور شو لږ سوچ وکړه   کچیرته بیل ګیټس د پوهنتون څخه نه وای ویستل شوای نو نن به هغه چیرته معمولی کارګر او یا چیرته اوستاد وو  هغه به د نه  خاریجی دو اویا د بیا داخلی لپاره څومره هلی ځلی  او څومره زاری کړی وی بلکه الله تعالی د انسان په راتلونکی ښه خبرده زمونږ د دعاګانو نه قبلیدل زمونږ د ارمانونو نه پوره کیدل دی پدی نه پورا والی کی د الله تعالی لوی لوی مصلحتونه دی دعا هر وخت کوه اوپه لوی رب یی سپاره نو ما یو ځل بیا ورغبرګه کړه او ورته وومی ویل چی ددی مطلب خو داشو چی دعا غوښتلو نه نه غوښتل غوره دی استاذ مسکی شو او وویل چی نبی کریم صلی الله علیه والسلام حدیث مبارک ده(الدعاء مخ العبادة)چی دعا د عبادت  مغز دی خو پدی شرط چی ستا دعاګانی د ګیلو نه خالی او پاکی وی .

6/2/2016

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mawlawi khadim
میلمه
mawlawi khadim

ذبیح الله انوري سیب ډیر ښه مضامین لیکي

او مونږ ترې ډیره استفاده کوو

جزاک الله خیرا