د نن سرلیکنه

د اسلام اباد د سولې نقشه د ترکستان په لوري – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): نن د څلور اړخیزو غونډو د تسلسل دریم پړاو یو ځل بیا په اسلام اباد کې پیل شو .

د اسلام اپاد د ننې څلور اړخیزې غونډې محتوا او خبرې هم د هغې د تیرو غونډو په څیر مبهمې او پر نه واقعیتونو متمرکزې دي .

د امریکایانو په مشرۍ په اسلام اباد او کابل کې د څلور اړخیزو غونډو تسلسل هغه وخت لا ډیر تر شک لاندې شو چې په رسنیو کې د یاد بهیر په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې غوندې لانجمنو موضوعاتو د دخیل کولو خبرونه نشر شول.

د ګډ حکومت یو لوری چې له سره د یاد حکومت په مشرۍ د سولې په هر ډول خبرو بي باوره دی د څلور اړخیزو غونډو جریان هم په حکومت کې د دخیلو خاصو حلقاتو شخصي تصرف بولي او د عمل په ډګر کې پیاده کول يي ناممکن ګڼي.

له بلې خوا د هیواد په داخل کې نه د امریکایانو او نه هم د ګډ حکومت لخوا د عملي سولې لپاره هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي ، حکومتي ځواکونه عملا په څو جبهو کې له طالبانو سره په جګړه لګیا دي او واشنګټن د خپل جنګي ماموریت د قوي کولو لپاره په افغانستان کې نوي چارواکي ټاکي .

له مخالفینو سره تر سولې وړاندې خپله د ګډ حکومت د نامتجانسو حریفانو ترمنځ اختلافات او بي باوري ورځ تر بلې زیاتیږي چې یوه معمولي بیلګه یې د تیرې چارشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د ولسمشر اشرف غني رسمي سپکاوي او د ده په مخ کې د حکومتي لوړ پوړو چارواکو یو بل ډبول دي .

نو په داسې شرائطو کې چې حکومتي چارواکي د حکومت په چوکات کې د ننه د خپلو پلویانو پر کړو وړو کنټرول نه لري او نه د هغوی تر منځ د اعتماد فضا را وستلای شي له مخالفینو سره به څه ډول د سولې د نقشې او د هغې د محتویاتو دعملي کولو توان ولري ؟

لهذا ویلای شو د سولې هره هغه نقشه چې له افغاني ابتکار پرته د بهرنیانو په دستور د هغوی د موخو او مصالحو لپاره د افغانانو په نوم ترسیم کیږي نه په افغانستان کې د عملي کیدو امکان لري او نه يي عملي کیدل د افغانانو لپاره کومه ګټه رسولای شي .

که یادې غونډې او نقشې هر څومره د افغان سولې په نوم تر سره کیږي خو د هغوی د استقامت لور به بیا هم د ترکستان په لور وي او افغانانو ته به له مزیدې بي ثباتي پرته هیڅ پایله ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x