ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۲۲)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د مطالعې عادت

د برطانيې يوې ښځې خبريالې د پاکستان د يوې غټې سياسي پارټې له مشر سره مرکه کوله، کله چې نوموړې خبريالې وليدل چې د نوموړي مشر په کمره کې هيڅ کتاب وجود نه درلود نو ډير تعجب يې وکړ او د مرکې نشرولو په وخت کې يې دا خبره حقارتا وليکله چې د نوموړي مشر په کمره کې يواځې يو کتاب ؤ په کوم کې چې د تليفون نمبرې ليکل کيږي.

کاميابي او مطالعه په خپل مابين کې يو ژور تعلق لري، د يوې سروی مطابق يو عام امريکايي په کال کې يو کتاب او يو کامياب امريکايي په کال کې له ۱۲ څخه نيولی تر ۲۴ پورې کتابونه مطالعه کوي.

مطالعه د غم او مايوسي بهترين علاج دی.

د دماغ لپاره مطالعه دومره ضروري ده لکه ( د للمې پټي چې غواړي بارانونه).

د ورزش په کولو سره جسم او په مطالعه سره دماغ پياوړي کيږي.

انسان له قدرتي منظرو او له کتابونو څخه ډير څه زده کولای شي.

په مطالعه سره ارزانه تفريح او ډيره خوشحالي حاصليدای شي.

که چيرته له ځان څخه نيک انسان جوړول غواړی، نو د دانا جوړيدو کوشش وکړی او دانا جوړيدل په مطالعه سره کيږي.

د مطالعې په کولو سره په ذهن کې وسعت راځي، له تنګ نظري او عصبيت څخه خلاصيږی.

په اصل کې هر قسم مطالعه د ترقي لاره نشي هواره ولی او نه د ترقي په لار کې در سره مرسته کولای شي، په اصل کې کوم انسان چې کوم قسم مطالعه کوي همغسې به جوړيږي، آخر هغه کومه مطالعه ده چې د ترقي په لار کې مددګاره او مفيده ده؟ د مطالعه ډير اقسام دي چې څلور يې بنيادي دي.

(۱) د نصابي کتابونو مطالعه

د نصابي کتابونو مطالعه ډيره يوه بنيادي مطالعه ده، هر قسم تعليم يافته خلک دا مطالعه کوي، له دې څخه پرته د ترقي کولو تصور مشکل دی، دا قسم مطالعه مونږ ته سند راکوي او د دې په توسط راته يو ښه مسئوليت پيدا کيږي، په زړه پورې خبره دا ده چې دا قسم مطالعه د ترقي ضمانت نشي کولای، په سری لنکا کې د تعليم شرح ۹۸ فيصده ده خو بيا هم سری لنکا يو وروسته پاتې، مفلس او غير ترقي يافته هيواد دی، همدغه حال د بنګله ديش هم دی، هلته د تعليم شرح له پاکستان څخه څو چنده زياته ده مګر د پاکستان په مقابل کې ډير پسمانده ملک دی.

(۲) د ادب مطالعه

په دويم نمبرکې د ادب مطالعه راځي، په دې کې نظم او نثر دواړه شامل دي، د ادب دوه قسمونه دي، يو ادب برای زندګي، دا مقصودي ادب دی، د دغه قسم ادب مقصد د خلکو په ذهنونو او په ژوند کې بدلون راوستل دي، يعنی په خلکو کې مثبت بدلون راولي، دويم قسم ادب، ادب برای ادب است، د دغه قسم ادب بنيادي مقصد د ذهنونو تفريح دی، په مجموعي طور باندې ادب ته د روح غذا ويل شوی، په ادب سره انسان د ژبې او بيان په باريکيو پوهيږي او بيا د خپلو خيالاتو اظهار په ډيره بهترينه طريقه سره کولای شي، ادب انسان  ته ښکلي اخلاق ور ښودلای شي.

(۳) معلوماتي مطالعه

د مطالعې دريم قسم د هغو کتابونو مطالعه کول دي د کومو په واسطه سره چې د يوه انسان په معلوماتو کې اضافه والی راتلای شي، چې د هغو په مدد سره بيا ښې خبرې کولای شي، د خپلو خبرو په توسط خلک متاثر کولای شي او د خلکو د هر قسم سوالونو جواب ور سره وي، دا قسم مطالعه که څومره هم زياته ولې نه وي عموما د کوم فرد د تبديلي باعث نشي جوړيدلای او نه په دې سره د کاميابي او خوشحالي دروازه خلاصيدلای شي.

(۴) د زندګي د بدلولو مطالعه

د مطالعه مهم ترين قسم هغه مطالعه کول دي کومه چې د ستاسو په زندګي کې مثبت بدلون راولي، د افرادو او قومونو ژوند چې کوم کتابونه بدلوي په هغوی کې قرآن مجيد، احاديث نبوي صلی الله عليه وسلم او د سيرت کتابونه اول مقام لري، همدا شان د لويو او غوره خلکو لکه حضرت عمر رضی الله عنه، حضرت خالد ابن وليد رضی الله عنه، صلاح الدين ايوبي او د نورو د ژوند د سوانحو کتابونه هم ډير مثبت او اهم دي.

دا وخت ټوله دنيا ډيره مصروفه ده، له هيچا سره دومره وخت نشته چې هغه هر څه ولولي، لهذا تاسو ته له ډيرو لوستلو څخه دا بهتره ده چې يواځې هغه منتخب او مفيد علم حاصل کړی، کوم چې د دنيا او آخرت په کاميابي کې له تاسو سره مرسته کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x