دیني، سیرت او تاریخ

سياست او حکومت د اسلام له نظره (۱۰)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د سلطنت، امامت، خلافت او امارت تعريف

(١) سلطنت : د سلطان کيدو، پاچاهي کولو، پاچاهي، مشرتوب، ځواک، واکمنتيا، قهر او غلبې په معنى دی (فرهنګ عميد جلد٢ ص١٤٥٣ ، القاموس الفارسية ٣٨٠)

د سلطان تعريف : د شرع په عرف کى سلطان هغه څوک دى چې د  شوکت،  لښکر او قوت په حکم د مسلمانانو مشر وي،  علماؤ ويلي چې: د امام او سلطان اطاعت په هر شي چې امر او نهې وکړي تر څو پورې چې د شريعت مخالف نه وي واجب دى، برابره ده چې عادل وي که جابر، او د وس مطابق ورته نصيحت کول واجب دي، او روا دي چې هغه ته خليفه، امام ، امير المؤمنين او خليفه رسو الله (د الله د رسول خليفه)  ووائي، اما دا نده روا چې خليفة الله ورته وويل شي.
(٢) امامت : د پيش روى او پيش نمازي په معنى دی (منتهى الارب  ج١ ص٣٩)

د امامت تعريف

(الامام صاحب الرياسة على المسلمين سواء کان على السنة الخلفاء الراشدين ام لا(النبراس ص ٥١٤)

ژباړه : امام هغه څوک دى چې د مسلمانانو رئيس وي (يعنې په مسلمانانو باندې د رياست څښتن وي) عام لدينه چې د خلفاء راشدينو په طريقه او طرز وي او که نه وي، او د سلوک الملوک کتاب په ٧٦ صفحه کې يې داسې تعريف شوى :

په شريعت کې امامت د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم  له خلافت څخه عبارت دی، د دين په اقامت او د ملت په حفاظت کې پداسې شان چې په ټولو خلکو باندې د هغه اطاعت او تابعداري واجب وي، او هغه له لوي رياست او په ټولو مسلمانانو باندې له يو عظيم رياست څخه عبارت دى، تر څو د دوى د ديني مصالحو تدبير له  افاتو، فساد او له تکليفونو څخه د مؤمنانو ساتنه وکړي.

په امت باندې واجب ده چې امام تعين او انتخاب کړي، تر څو له مظنون ضرر څخه وژغورل شي.
(٣) خلافت : د خليفه کيدو،  د يو چا ځاى ناستي ( ځاى ناستيتوب، نيابت، ځاى ناستى توب د پيغمبر صلى الله عليه وسلم  د امامت او امارت په معنى دی (فرهنګ عميد ص ١٣٢)

د خليفه تعريف

من يکون نائباً خلف النبي صلى الله عليه وسلم فلا بد ان يمشي خلفه على طريقه  (نبراس ص ٥١٤)

ژباړه : خليفه هغه څوک دى چې له نبى عليه السلام نه وروسته د هغه صلى الله عليه وسلم ځای ناستى وي چې د هغه تر شا به هرو مرو د هغه کړنلاره او تګ لاره خپلوي.

د خلافت تعريف

(هي رياست عامة في التصدي لاقامة الدين باحياء العلوم الدينية واقامة ارکان الاسلام والقيام بالجهاد ومايتعلق به من ترتيب الجيوش والفرض للمقاتلة واعظاء هم من الفي والقيام بالقضاء واقامة الحدود ورفع  المظالم والامر بالمعروف ونهى عن المنکر نيابة عن النبي صلى الله عليه وسلم (ازالة الخفاء)

ژباړه : خلافت د عامه رياست لپاره راوړاندې کيدو ته وايي، د دې لپاره چې دين قائم کړي، ديني علوم ژوندي کړي، د اسلام ارکان پلي کړي، په جهاد لاس پورې کړې او هغه څه چې تر جهاد پورې مربوط دي، لکه د فوځ او لښکرو ترتيب، د جګړې نور نظامي او دفاعي ضروريات، او غازيانو ته  د فی ورکول، د دوى  د استحقاق په اندازه، د قضاء او حدودو په اقامه او تنفيذ باندې لاس پورې کول، د مظالمو رفع کول، امر بالمعروف نهې عن المنکر، ديته د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ځای ناستی ويل کيږى.

(٤) امارت: په کسرې  (زير) سره  د حکومت په معنى دی، او په فتحې (زور) سره د نښې او علامې په معنى دی (غياث اللغة ص ٤٩).

د امارت تعريف: د شريعت په عرف کې امير هغه چا ته ويل کيږي چې امام يا سلطان يې په خپل يو اسلامي ښار کې په  حکومت يا ايالت باندې وګماري، چې دا په دوه ډوله دی :

(١) عامه امارت : عامه امارت ديته ويل کيږي چي د هغو ټولو ښارونو د اوسيدونکو اهل او واک ورته وسپارل شي، لکه څنګه چي امام ورته وايي چې تا ته مې فلانی سيمه تفويض کړه چې ته به د هغې په اوسيدونکو امير يې، او په هغه څه کې نظر وکړه (چارې يې پر مخ بوځه) کوم چې تر همدغو ښارونو پورې تعلق لري.

(٣) خاصه امارت : ديته ويل کيږي چي امير يو څوک د لښکر، سياست او رعيت د تدبير ،تنظيم او د مملکت يا هيواد له ليکې څخه د دښمنانو په شړلو باندې مخصوص کړي (يعنې په خاصه دنده يې وګماري ) ( سلوک الملوک ص ٨٦-٨٧ ).

په اسلامي فقه کې عظمى امامت، خلافت او د مؤمنانو امارت  دا ټول د يوې معنی درلودونکي او د يوې وظيفې لرونکي پيژندل شوي دي، چي له لوړ حکومتي تسلط څخه عبارت دی، او ويلي دي چي اسلامي علماؤ په الفاظو کې يو له بل سره نږدې او تقريباً په يوې معنی سره يې تعريفونه کړي دي، دا معلومه او څرګنده ده چې اصلي هدف د خلافت صفت نه دى، بلکې مهمه او په زړه پورې هغه د يو داسې حکومت مينځته راوړل دي چي د لياقت او کفايت مثل وي، د چارو سمه اداره او د دښمنانو مخنيوى وکړي، او وروسته يې د خلافت هغه تعريفونه چې علماؤ کړي ذکر کړي، چې له هغې جملې څخه مخکنى تعريف دى (وقال التفتازاني:

الخلافة: رياسة عامة في امر دين والدنيا خلافة عن النبي صلى الله عليه وسلم وقال الماوردي : الامامة: موضوعة لخلافة النبوة في حراسة الدين والسياسة الدنيا، وحدد ابن خلدون بطريقة اخرى وظيفة الامامة فقال: هي حمل الکافة على مقتضى النظر الشرعي في مصالحهم الاخروية والدنيوية الراجعة اليها: اذ ان احوال الدنيا  ترجع کلها عند الشارع الى اعتبارها بمصالح الاخرة فهي اي الخلافة الحقيقة: خلافة  عن صاحب الشرع في حراسة الدين وسياسة الدنيا به ويتبين من هذه التعاريف ان سلطة  الخليفة الخ)  (الفقه اسلامي وادلته ج٦ ص٦٦١)

ژباړه  :علامه تفتازاني رحمه الله د خلافت تعريف څه دا ډول کړى چي خلافت له عامه رياست څخه عبارت دى، په ديني او دنيوي چارو کې او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم جانشيني ده .

ماوردي ويلي : امامت د دين په حفاظت او د دنيا په سياست کې د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د خلافت لپاره وضع شوی دی .

ابن خلدون د امامت تعريف په بل ډول کړى او فرمايلي يې دي چې : د امامت وظيفه دا عبارت دی له مکلف کولو د ټولو مطبوع اوتابعدارو وګړيو، د شرعي نظر له مقتضا سره سم  د دوی په اخروي او دنيوى مصالحو کې چې اخيرت ته راجع دي، له دې جهته چې دشارع په نزد د نيا ټول احوال د هغو اعتبار د اخرت مصالحو ته راجع کيږي .

نو خلافت په حقيقت کي جانشين کيدل دي، د شرع له څښتن  څخه د دين په ساتلو او د دنيا په سياست کې د هغه په واسطه، نو له پورتنيو تعريفونو څخه معلومه شوه چې د خليفه تسلط او قوت ديني امورو او دنيوي سياست د شرعي قاعدو او تعليماتو په اساس شامل دى، ځکه چې د اسلامي شريعت د تعليم په واسطه د خلکو واقعي مصالح په دنيا او آخيرت کې تحقق پيدا کوي.

انساني، اخلاقي او عقيدوي عناصرو د مادي عناصرو په څنګ کې ځاي نيولى، همدا عناصر يو بل د عالي، فاضل مستقر او په ځمکه کې د متمکني اجتماع په برپا کولو او جوړولو کې تقويه کوي، هغه رنګ اجتماع چې فعلي عزت او سياست د همدې دواړو اړخونو په منځ کې قائم شي او الهي هدايت په هغه کې همکاري کوي، نو له همدې کبله که همدا عناصر او عقيدوي، انساني، اخلاقي، مادي قوتونه بشري اراده او عقلي قوه د الهي هدايت په رڼا کې په ځمکه کې د فاضلي او مترقي اجتماع د منځته راوړو لپاره فعاليت وکړي، او له اسلامي قواعدو څخه پيروي وکړي نو اسلامي ټولنه منځته راځي، او سياسي قوه به هم اسلامي  وي، اما د دې په خلاف که چيرته ذکر شوي عناصر د بشري وضعې قوانينو سره سم کوم چې د اجتماعي اړيکو د تنظيم په برخه کې نيمګړي او ناقص دي پيروي وکړي او ټولنه رامنځته کړي نو دا به د بشر د ضرورت او اړتيا وړ جامعه نه وي، چې په پايله کې به پکې د يوې طائفې مصالح او حقونه تر پښو لاندې کيږي. او د مستکبرينو په ګټه به تماميږي، نو د ژوند په ټولو اړخونو او شعبو کې پکار ده چې له الهي هداياتو او احکامو  څخه پيروي وکړى شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x