افغانستان

سرتاج عزيز: د افغان سولې لپاره ميکانېزم ته اړتيا ده

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): افغان سولې په اړه د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان درېيمه څلور اړخيزه غونډه نن د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شوه.

غونډې ته د پاکستان صدر اعظم نواز شريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په خپلې پرانستونکې وينا کې هيله څرګنده کړه، چې د افغان سولې لپاره به د نقشې او مخالفينو سره د مخامخ خبرو لپاره د ميکانيزم په جوړولو وتوانيږي.

سرتاج عزيز وويل، چې د سولې بهير د ښه پرمختګ لپاره بايد نظامي عمليات او تاوتريخوالی پای ته ورسيږي او د خبرو اترو له لارې بايد افغانستان کې سوله راشي.

له دې وړاندې افغان سولې لپاره څلور اړخيزه غونډه د تېرې جنوري په يوولسمه اسلام اباد او له هغې وروسته کابل کې شوې وه.

د اسلام اباد لومړنۍ غونډه کې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار ويلي و، چې د سولې بهير بايد له شرطونو خالي وي او د سولې بريا لپاره دې د باور فضا رامنځته شي.

افغان حکومت هم هيله من دی، چې د اوسنۍ غونډې په ترڅ کې به دوی طالبانو سره د خبرو اترو د ميکانيزم په جوړولو وتوانيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x