
بغلان: جګړې لسګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د جګړې له امله ګڼې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د بغلان امنیه قومنان محمد عوض نذيري وايي چې دوی د مرکزي بغلان له ځينو سیمو نه ولس کډې ته اړ کړی دی، چې د ده په خبره خونديو ځايونو ته تللي دي.
د مرکزي بغلان په کوکچنار، جنده خېل، عرب، منګلو او ګڼو نورو کلیو کې د دولت او طالبانو تر منځ تونده جګړه وشوه، چې پکې دواړه لوري د درنو تلفاتو دعوې کوي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې په مرکزي بغلان کې يې ۱۵ عسکر وژلي او ۱۷ نور يې ټپیان کړي دي، د هغه په خبره په ياد کلیو کې يې دوې قرارګاوې اوګڼې پوستې له دولتي ځواکونو نيولې دي.
یاده دې وي د بغلان په پلخمري کې هم د دولتي ځواکونو له لوري په پیل شويو عملیاتو کې ګڼ ولسي کورونه نړول شوي دي، چې ولسي خلکو يې پر وړاندې توند غبرګونونه ښوودلي دي.
په خواله رسنیو کې د پلخمري عملیات د ځانګړي قوم پر ضد د لوټ توطیه بلل شوي او ګڼو فعالانو د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو اړول غندلي دي.