محمد نسيم شريفي

ولسمشر نسیم شریفي ولي له دندې ګوښه کړ؟

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د تیري اونۍ په چارشنبه ولسمشر اشرف غني کندهار ته سفر وکړ، هلته ورته د کندهار ولایت د والي په شمول زیات شمېر امنیتي او ولسي جګپوړي چارواکي را ټول شوي وه، په دغه غونډه کې د ولسمشر د تشریفاتو رئیس محمد نسیم شریفي او د کندهار د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال تر منځ نښته وشوه، چې د غونډي د ګډوډۍ سبب شوه او ولسمشر په بیړه کابل ته په ستنېدو اړ شو.

نسیم شریفي ته نیژدې سرچیني نن ټکي آسیا ته وویل چې نوموړی د ولسمشر سره په هغه الوتکه کې بیرته ولاړ په کومه کې چې د ولسمشر سره راغلی وو.

دغه سرچینې زیاته کړه وروسته تر هغه چې اشرف غني کابل ته ورسید، د کندهار د جګپوړو چارواکو چې په هغو کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق، د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکریزوال، د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور شاولي کرزی او نورو د امنیت شورا ته اخطار ورکړ چې نسیم شریفي دي ژر تر ژره له دندې ګوښه کړي، کنه دوی به په کندهار کې بل حکومت اعلان کړي.

دا چي ددې بل حکومت اعلان به څه ډول وي، په دې اړه سرچیني نن ټکی اسیا ته نور تفصیل ور نه کړ، خو زیاته یې کړه ددې لپاره چې د کندهار پيښه د حکومت په داخلي کړیو کې دنورو اختلافونو او جنجالونو سبب نه شي، ولسمشر اشرف غني خپل د تشریفاتو رئیس له دندې ګوښه کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د