مه خفه کېږه! (۴۵) – مه وار خطا کېږه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿مارزک﴾

مه وار خطا کېږه!

مه وارخطا کېږه! ځکه الله تعالی وایې:

﴿ أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ ﴾
” ایا موږ ستا سینه ستا لپاره پراخه نه کړه؟ ”

د زړه دغه پراخوالی، هر هغه چا ترلاسه کړی دی، چې حق یې پېژندلی وی، د هدایت د لارې لاروی او د نور پلټونکی وی.

﴿أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ﴾
” ایا نو هغه څوک چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانیستله او هغه د خپل رب خواته په یوه رڼا باندې روان دی ( د هغه چا په شان کېدای شی، چې له دغو خبرو نه یې څه درس وانخیست؟) . ”

مانا دا، چې حق د سینې د پراخوالی او باطل د سینې د تنګوالی سبب کېږی.

﴿فَمَن يُرِدِ اللّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلإِسْلاَمِ﴾
” چا ته چې الله تعالی د لارښوونې اراده وکړی، د هغه سینه د اسلام لپاره پرانېزی. ”

له دې امله دین یوازې نېکمرغه خلکو ته ترلاسه کېږی، او دغه الهی لارښوونه:
﴿ لاَ تَحْزَنْ إِنَّ اللّهَ مَعَنَا ﴾ هر هغه چاته ور یاده وی، چې د الله په فضل، کرم او مرسته باوری وی.

﴿الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُواْ لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَّقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ ﴾
” هغه کسان ، چې خلکو (منافقانو) ورته وویل چې ‘ستاسې پر خلاف لویې لښکرې راغونډې شوی دی ، له هغو نه ووېرېږئ’ ، نو د دې په اورېدو یې نور هم ایمان مضبوط شو او هغو ځواب ورکړ، چې زموږ لپاره الله پوره دی، او هماغه ډېر ښه کار جوړوونکی دی. ”

بې شکه چې الله تعالی به ستا ساتونکی او مرستندوی وی.

﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴾
” ای پیغمبره! ستا لپاره او ستا مومنانو پېروانو لپاره یوازې الله کافی (پوره) دی. ”

څوک چې دغه تګلاره خپله کړی، یقیناً چې هغوی کامیابه دی.

﴿ وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ﴾
” پر هغه رب توکل وکړه، چې ژوندی دی او هېڅکله مړ کېدونکی نه دی. ”

له هغه نه پرته ټول مړه کېدونکی دی، د پای یوه ورځ لری، بې وسه او بدحاله دی او عزت تلپاتې شی نه دی.

﴿ وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلاَّ بِاللّهِ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلاَ تَكُ فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُون َ{۱۲۷} إِنَّ اللّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَواْ وَّالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ﴾
” ای محمده! په حوصله کار کوه او ستا دغه زغم د الله په توفیق سره دی، د دوی په حرکتونو مه ځورېږه او مه د دوی په دسیسو زړه تنګی کېږه، الله د هغو کسانو ملګری دی چې تقوا غوره کوی، او غوره چارې ترسره کوی. ”

د الله تعالی معیت یوه ډالۍ ده، چې دوستانو ته یې ترلاسه کېږی، تله یې تقوا او جهاد ده، د الله تعالی ملګرتیا او مرسته هم یوازې هغوی ترلاسه کولای شی.

﴿وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾
” بې زړه کېږئ مه، اندېښمن کېږئ مه، همدا تاسې برلاسی یاست که تاسې مومنان اوسئ. ”

﴿ لَن يَّضُرُّوكُمْ إِلاَّ أَذًى وَإِن يُّقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الأَدُبَارَ ثُمَّ لاَ يُنصَرُونَ ﴾
” دوی تاسې ته هېڅ تاوان نشی رسولای یوازې دومره کولای شی، چې تنګ مو کړی، که دوی له تاسې سره وجنګېږی، نو په مقابله کې به شا درواړوی، بیا به داسې بېوسی وی، چې له هېڅ لوری به مرسته ورته ونه رسېږئ. ”

﴿كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴾
” الله لیکلی دی چې زه او زما پیغمبران به خامخا برلاسی شو، په حقیقت کې الله برلاسی او زورور دی. ”

﴿ إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ﴾
” باور ولرئ، چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته خامخا ددې دنیا په ژوند کې هم کوو، او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وی. ”

دغه وعده ماتېدای نشی او دا هغه وعده ده، چې دروغ کېدای نشی.

﴿ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ{۴۴}فَوَقَهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوْا ﴾
” او خپله معامله زه الله ته سپارم، الله د خپلو بندګانو لیدونکی دی، په پای کې (هغو کسانو چې ډېرې ناوړه دسیسې یې د هغه مومن پر ضد په کار واچولې) الله له هغو ټولو نه هغه وساته. ”

﴿ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴾
” او مومنان باید یوازې پر الله توکل ولری. ”

مه خفه کېږه! ته همدا نن ورځ ژوندی یې، بیا ولې د یوې ورځې لپاره خفه یې، په حدیث کې راغلی:
” کله چې دې سبا کړ، د ماښام انتظار مه کوه او کله چې دې ماښام کړ، د سبا انتظار مه کوه. ”

مانا دا چې نننۍ ورځ خپله وروستنۍ ورځ وګڼه، د ماضی په یادولو او د راتلونکی په اندېښنو کې ژوند مه تېروه.

شاعر ویلی: ” څه چې تېر شو، هغه تېر شو، امیدونه غیبی خبرې دی، رښتینی وخت هماغه دی، چې ته پکې موجود یې. ”

تر حده زیات، تېرې سختۍ را یادول حماقت او لېونتوب دی، چینایې متل دی چې: ” پله ته تر رسېدو مخکې پر پله مه تېرېږه. ”

مانا دا چې د راتلونکو پېښو او حادثو په اړه فکر مه کوه، د هغو فکرونو او غمونو په اړه ځان مه ستړی کوه، چې لا ورسره مخ شوی نه یې.

له سلفو څخه د یوه تن وینا ده: ای انسانه! ته درې ورځې لرې، پرونۍ ورځ چې تېره شوه، سبانۍ ورځ لا راغلې نه ده، او نننۍ ورځ ده، چې باید له الله تعالی څخه پکې ووېرېږې.

هغه به لا څه ژوند وی، چې د تېر او راتلونکی په فکرونو کې تېر شی، څوک چې تېر را یادوی او غم یې تازه کوی، هغه به څه ډول خوشحاله ژوند ولری؟ هغه به یوازې د غمونو په یادونو کې ژوند تېروی، چې دغه غم او فکر به هغه ته هېڅ ګټه ونه رسوی.

د پورتنی حدیث هدف دا دی، چې هیلې کمې کړه، مرګ یاد کړه او تیاری ورته ونیسه، نیک عمل وکړه، یوازې د نننۍ ورځې د کارونو په اړه فکر وکړه، خپل عمل، کارونه او ارادې ټولې پر نننۍ ورځې متمرکزې کړه، خپل اخلاق جوړ کړه، صحت ته دې پاملرنه وکړه او له نورو سره خپلې معاملې اصلاح کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د