مه خفه کېږه! (۴۶) – دمه

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿مارزک﴾

دمه!

مه خفه کېږه! ځکه چې تقدیر لیکل شوی او څه چې لیکل شوی، هغه خامخا کېږی، قلم لیکل بند کړی دی، صحیفې راټولې شوی او ټولې معاملې ټاکل شوي، له دې امله ستا خفګان د يوه شي په رامنځته کېدو کې نه مخکې والی راوستی شی، او نه وروسته والی، نه زیادت راوستی شی او نه نقصان (کمی) .
ایا ستا خفګان به زمانه ودروی، او لمر به له حرکت نه منع کړی، د ساعت ستنې به په شا تګ ته اړې کړی، او سیند به خپلې سرچینې ته بېرته ورستون کړای شی!؟

مه خفه کېږه! ځکه چې خفګان د هغه بد ګرد و غبار په څېر دی، چې هوا او اوبه خرابوی، د اسمان رنګ بدلوی او د باغچې تازه ګلابونه مړاوې کوی.

مه خفه کېږه! ځکه چې غمجن انسان، د هغه نهر په شان دی، چې له سیند څخه بېلېږی او په پای کې بېرته سیند ته ورګډېږی، او یا د هغې بوډۍ ښځې په شان دی، چې د مالوچو ولونه سره بېلوی، یا د هغه چا په شان چې سورۍ پوکڼۍ له هوا ډکوی، او یا د هغه چا په شان، چې په ګوته د اوبو د پاسه لیکل کوی!

مه خفه کېږه! ځکه ستا رښتینی عمر هماغه دی، چې روح دې خوښ او زړه دې ډاډه وی.

نو خپلې ورځې په غمونو او شپې په فکرونو کې مه تېروه، او خپل ژوند مه ضایع کوه، ځکه الله تعالی له حده اوښتونکی نه خوښوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د