نړۍ

کوټه کې پر امنيتي ځواکونو چاودنې نهه کسان ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): شېبه مخکې د بلوچستان ايالت مرکز کوټه کې د امنيتي ځواکونو پر کتار چاودنې اووه کسان وژلي او پنځه ويشتو ټپيان دي.

د کوټې پوليسو مشر امتياز شاه رسنيو ته وويل، چې چاودنې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مرستندويه ټولنې وايي، چې چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د کوټې دولتي روغتون ډاکټران وايي، چې روغتون ته يې نهه مړي وروړي او د ټپيانو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي او سيمه يې کلابنده کړې ده.

راپورونه وايي، چې چاودنه ډېره درنه وه، چې له امله يې شاوخوا ودانيو ته هم زيان اوښتی دی.

چاودنه د کوټې ګڼ مېشتې سيمه کې شوې، چېرته چې د ولسوالۍ ابتدايي محکمه او چارواکو دفترونه دي.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد الخراساني رسنيو ته په لېږل شوي لنډ پيغام کې د چاودنې پړه منلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x