افغانستان

سعودي عربستان: افغان کارګران تر اوسه دپاسپورتو له امله ستونزو سره مخ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): په سعودي عربستان کې افغان کارګران شکايت کوي چې د پاسپورتونو د ستونزو له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دي او له ډېرې مودې راهيسې نه شي کولای چې خپلو کورونو ته په رخصتۍ ستانه شي.

په سعودي عربستان کې ميشت افغان کارګران چې د پاکستان په پاسپورتونو سعودي عربستان ته د مزدورۍ له پاره تللي دي، لاهم د پاسپورت له ستونزو سره لاس او ګريوان دي او نه شي کولای چې په رخصتۍ خپلوکورنو ته ستانه شي.

په سعودي عربستان کې ميشت افغان کارګران وايي چې هر ځل په سعودي عربستان کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د يادې ستونزې دحل له پاره ورځي خو د کونسلګرۍ عمله ورسره بد چلند کوي او بې ځوابه يې بېرته ستانه کړي.

افغان کاګران وايي دولت څو ځله په دې اړه وعدې کړي دي خو تر اوسه يې نه دي عملي کړي او دغه ستونزه ورځ تربلې پراخيږی.

څه موده وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي و چې په سعودي عربستان کې به د افغان کارګرانو د پاسپورتونو ستونزې ژر تر ژر ه حل کړي خو دمسافرو په وينا ولسمشر يوازې وعدې کوي او د عمل يې هيڅ درک نشته.

په سعودي عربستان کې ميشتو افغان مسافرو تر دې وړاندې ډېر ځله د بريښناليکونو له لارې نن ټکي اسيا ته د پاسپورتو او نورو ستونزو په اړه شکايتونه کړ ي دي.

د قاري توريالي تايب په نامه يو تن سعودي ميشتي افغان نن ټکي اسيا ويب پاڼې ته د برېښناليک له لارې ويلي چې په سعودي عربستان کې د افغانانو تر ټولو مهمه ستونزه د پاسپورت ده چې نږدې ټول افغانان ورسره لاس او ګريوان دي.

ښاغلي تايب ويلي چې په سعودي عربستان کې ميشت افغانان د خپلو ستونزو له پاره په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګريو ته خپلې ستونزې وايي خو د هغوی له لوري هېڅ مثبت ځواب نه ورکول کيږي او له خورا بد چلند سره بېرته ځوابيږی.

د شاه زمان په نامه يو بل افغان مسافر چې د پاکستان په پاسپورت په سعودي عربستان کې اوسيږي، تازه تازه له سعودي عربستان څخه راستون شوی دی او په کابل کې يې د نن ټکي اسيا همکار ته وويل چې زمونږ پاکستاني پاسپورتونو مونږ ته د سعودي عربستان سربېره په افغانستان کې هم ستونزې زياتې کړي دي.

شاه زمان وايي، کله چې مونږ د کابل هوايي ډګر ته ځو ټولو افغاني پاسپورت لرونکو ته اجازه ورکول کيږي، چې لاړ شي، خو مونږ چې پاکستاني پاسپورتونه لرو یوې خواته کېږو او له ډېرو پلټنو او تحقيقاتو وروسته راته د تګ اجازه راکول کيږي.

د يادونې وړ ده چې تر دا مهاله ګڼ شمېر افغانان په پاکستاني پاسپورتونو سعودي عربستان ته د مزودرۍ له پاره تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x