افغانستان

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي له وزارته استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل):  نا تایید شوي راپورونه وايي چې د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي له خپلي دندي استعفا ورکړې، او تمه کیږي چې د نوموړي پر ځای به ډیر ژر بل وزیر وټاکل شي.

د نوموړي د استعفا خبر تر یوې زیاتي خبري سرچینو نن ټکی اسیا ته تایید کړی، خو تر اوسه د حکومتي چارواکو څخه په دې اړه تایید نه دی ترلاسه شوی.

د پژواک خبري اژانس ته د حکومت یوې نیژدې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د ګډ حکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي له کارونو نه ناخوښ دي، ځکه یې پریکړه کړي چې نوموړی به له خپلي دندي څخه استعفا ته اړباسي، تر څو یې پر ځای نوی وزیر وټاکل شي.

تر اوسه مالومه نه ده چې نوی وزیر به څوک ټاکل کیږي.

بل خوا د اجرائیه رئیس ویاند جاوید فیصل ویلي چې دوی تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري، او د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چې دا هسي اوازي دي، علومي استعفاء نه ده ورکړې، او نه داسي پلان سته.

علومي د ډاکټر عبدالله له لوري د کورنیو چارو وزارت ته معرفي شوی وو، خو د هیواد په سرتاسري کې د طالبانو ګړندي عملیات او نا امني د نوموړي څخه د ولسمشر او اجرائیه رئیس د ناخوښي لوی علت بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x