افغانستان

د ډنډ غوري د عملياتو قربانيان ولسي وګړي دي- ويډيو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): د بغلان ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين کې د ملي اردو له لوري پيل شوي عملياتو دوولسمه ورځ ده، مګر نظامي چارواکي وايي، چې دوی هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

د شمشاد تلويزون خبريال پلخمري کې د عملياتو په اړه د سيمې له خلکو سره خبرې کړي دي.

د سيمو خلکو شمشاد ته ويلي، چې ملي اردو د طالبانو پر ضد نه، بلکې د سيمې د خلکو پر ضد جګړې او بمبارۍ کوي.

د ډنډ غوري او شهاب الدين خلک د ولايت مرکز پلخمري ته راغلي او له تېرو لسو ورځو غوښتنه کوي، چې ولايتي چارواکي دې د جګړو په ترڅ کې د ولسي خلکو کورونه نه په نښه کوي او د څو ساعتونو لپاره دې جګړه ودروي، چې دوی خپل مړي او ټپيان راوباسي، مګر هېڅوک د دوی خبره نه اوري.

د ډنډ غوري اوسېدونکو شمشاد ته وويل، چې حکومت دې دوی خپلو کورونو ته پرېږدي او د څو ساعتونو لپاره دې جګړه ودروي، چې دوی خپل مړي او ټپيان راوباسي.

د ډنډ غوري استازو وويل، چې امنيتي ځواکونه د دوی کورونه په ديسي توپونو او توغنديو وولي.

د شمشاد خبريال وايي، چې دوی هڅه وکړه، په دې اړه له ولايتي چارواکو سره خبرې وکړي، مګر هېڅوک دې ته نه و تيار، چې د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين عملياتو په اړه مرکه وکړي.

د خبريال په وينا د بغلان د امنيت آمر عبدالرشيد د خلکو د غوښتنو ځواب نه لري او يوازې دا وايي، چې په تېرو اتو ورځو کې يې د طالبانو له لوري پنځلس پوليس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د شمشاد خبريال عبدالله ساحل وايي، چې امنيتي ځواکونو نه يوازې دا، چې څه پرمختګ يې نه دی کړی، بلکې شپږ پوستې يې هم طالبانو ته پرېښي او شاواخوا شپېته امنيتي سرتيري د طالبانو له لوري محاصره دي.

د بغلان په ډنډ غوري کې د ولسي خلکو فریاد – مونږ پریږدئ چې خپل جنازې له خاورو را وباسو.

Posted by nunn.asia on Saturday, February 6, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x