شعـــــرونه

د مطيع الله تراب نوی نظم

مطيع الله تراب

ياره نور څومره انتظار دا ستا له پاره وکړم

منزله نور څومره مزل به دغه لاره وکړم

له هغه راسې د درياب سر ته ونه رسېدو

د سر خوړلي انقلاب سرته ونه رسېدو

قلم کاغذ نه کروندې ته څوک کومک راوړي

دلته چې هرڅوک راشي ځان سره ټوپک راوړي

د دنيا لوی بشر دوستان وي خو چې دلته راشي

حاتم طايي نوشيروان وي خو چې دلته راشي

ترې چنګيز خان او منګول خان هلاکو خان جوړ شي

يا رنجيت سنګ يا ګوډ تيمور يا ګورګين خان جوړ شي

څه مونږه خپله سر خوړلي عقل سر ته ناست یو

نورو ته سيوري جوړوو په خپلو لمر ته ناست يو

ډلګۍ ډلګۍ جبهه جبهه تنظيم تنظيم وطنه

په شرق او غرب شمال جنوب باندې تقسيم وطنه

سل سره شته ولې د سلو سرو سر نه لري

دا وطن زر لري ملګرو خو زرګر نه لري

لا وينې غواړي لا سرو باندې مړه نشوله

دا د دوزخ کومه ټوټه ده چې سړه نشوله

له هغه راسې چې په سيمه کې يو بم چاودلی

له ډېره درده مې دا زړه لکه غنم چاودلی

اول مو ووژني په بل بيا زمونږ خپل راشي

د يو حجاج له ظلمه خلاص نه يو چې بل راشي

ربه د دوو عمريانو يو دريځ راکړه

يا عمر راکړه او يا عمر عبدالعزيز راکړه
ـــــــــــــــــــــــــــــ
غزل

چاپه قلم چاپه خنجر باندې وهلي زړونه
چاپه کونداغ چاپه ټوپک باندې ويشتلي زړونه

په ګوړه مرو زمونږ زهرو ته حاجت نشته دی
مونږ په يوه خوږه خبر باندې بايللي زړونه

له ما نه دوه زړونه ورک شوي زما دوه بچي وو
که چا وي چيرته په دې لارو کې موندلي زړونه

ګټه تاوان او سر او مال مو ورته مخ کې ايښی
پس د هغې نه مونږ ددې خلکو ګټلي زړونه

زه د خپل قوم ترمنځ د سولې سپين بيرغ ولاړ يم
سپينو کوترو ته د امن مونږ بښلي زړونه

چورلکې راغللې غدۍ له کلي بيا تاو شوې
حيران هر چا په دواړو لاسو کې نيولي زړونه

د سياست د زهريله مارانو جنګ کې ښکېل يو
له دې هيبته مو له خولو نه راوتلي زړونه

دمطیع الله تراب صاحب نوئ شعرډیر ښکلئ ده
واوري اوشیر یې کړئ مننه

Posted by ‎بشیر وصال‎ on Saturday, February 6, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x