نظــر

د اربکیانو دپام وړ !

arbkyn12

اربکیانو !

دشلګر د وړمې شپې له واقعې وروسته به شاید پوهیدلي یاست ، چې بالاخره ستاسو عاقبت او انجام په کومه لاره ورغلی دی ، او د غوره کړې لارې دنیایي لاسته راوړنه مو څه ده .

په دې کې خو به تاسو هم شک نلرئ ، چې اخروي برخلیک مو خطا دی ، ځکه دقیامت دبرخلیک ټاکونکې ورځې یو لوی اصل موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا راښودلی چې ( المرء مع من أحب ) دقیامت په ورځ به هرڅوک په هغه ډله کې حسابیږي چې په دنیا کې ورسره محبت لري ، دغه راز به شاید تاسو دا قرآني قاعده هم اوریدلي وي چې ( څوک چې دکفارو ملګرتیا غوره کړي هغه دهغوی له ډلې دی ) المائده سورت .

دا چې تاسو دمسلمانانو په مقابل کې دکفري امریکایي یرغلګرو خوا نیولې نو دپورتنیو دیني اساساتو په بنیاد په دې کې هیڅ شک مه کوئ ، چې داخرت برخه مو بایللې .

شاید تاسو ته به ستاسو ځیني مشران او دکفارو اجنټان دا تبلیغ کوي ، چې تاسو د وطن غازیان یاست یا اولسي پاڅون کوونکي یاست ، نو ځکه مو جګړه جائزه ده .

خو ګورئ په دې خبرو یې خطا نه شئ ، څوک چې تاسو ته روانه غلطه مبارزه روا ثابتوي او په دې توګه مو دکفري ګټو لپاره دشلګر د ګنډه ییر او حبیب ګوډلو د واقعو غوندې دهلاکت کندې ته ورټېل وهي ، ستاسو رښتیني دښمنان همدغه خلک دي ، چې د منافق دوست په جامه کې درباندې خپل پروګرام عملي کوي ، خپلې دښمنۍ درباندې پالي ، خپل ډالر درباندې اخلي او د قربانۍ دپسه غوندې درباندې خپلې مېلې جوړوي .

هغه ۱۲۰ ډالر چې کله ناکله تاسو ته په میاشت کې درکول کیږي ، آیا تاسو دا فکر کړی چې ولې درکول کیږي او دچا لخوا درته منظور شوي دي ، دغه وسلې او رینجرې چې تاسو ورباندې خپلې پوستې ساتئ ، پوهیږئ چې چا او د کوم هدف لپاره درته رالیږلي دي ؟؟

په دې خو تاسو هم پوهیږئ چې دکرزي حکومت چې دخپلو عوائدو دوه برابره زیاتې پیسې یې په خپله غلا او اختلاس کړې ، دومره پیسې نلري چې تاسو وچلوي ، نو معلومه خبره ده چې ډالر او رینجر درته له امریکا نه راځي ، ستاسو یو مشر لطف الله کامران هم درۍ اونۍ وړاندې د امریکا دیوې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال خبریال حبیب خان توتاخېل ته ویلي وو ، چې دوی ته امریکایان مخامخ پیسې او وسلې ورکوي .

نو چې ټوپک دامریکا دی ، پوهیږئ چې ولې تاسو ته په غاړه کې اچول شوی ، آیا امریکايي کفار دومره خیراتي دي ، چې هسې مفت تاسو ته ډالر رالیږي ، آیا امریکایان دومره دمسلمانانو له غمه مړه دي ، چې هسې مفت ورته وسلې او وسائل هدیه کوي ، امریکایان چې موږ پیژنو داسلام او مسلمانانو ترټولو سرسخت دښمنان دي ، دا زموږ خبره نه ده ، که په قرآن عقیده لرئ ، الله تعالی همدا وایي چې ستاسو ترټولو سرسخت دښمنان یهود دي ، هغه یهود چې دامریکایي یرغل اصلي طراحان دي ،همدوی دي چې اسلامي خاورې یې اشغال کړي ، دفلسطین په مقابل کې داسرائیلو ملاتړ کوي ، او په بیا بیا یې دمسلمانانو دپیغمبر ، کتاب او دین سپکاوی کړی ، له داسې موقفه داهیڅ عقل نه شي منلی چې امریکایانو دې تاسو ته دافغاني او اسلامي ګټو لپاره ټوپک در په اوږه کړی وي ، دوی له خپلو ګټو پرته بل هیڅ هم نه پیژني ، چې له دې جملې یې ستاسو استخدام او استعمال هم یوازې دخپل امریکایي کفري ګټو لپاره دی .

arb111

نو چې تاسو دامریکایي کفري ګټو مبارزین شوئ ، ضرور به یو هدف هم لرئ ، ستاسو هدف خو دیني او اخروي نه شي کیدلای ، ځکه دا هم لیونتوب دی ، چې څوک په دنیا کې د کافرو دوزخیانو ملګری وي او په اخرت کې دجنت تمه کوي ، د زنا په پیسو جومات نه جوړیږي ، او نه څوک داغزیو له کښت څخه دګلانو تمه کوي ، نوځکه به په دې تاسو هم پوهیږئ چې دکفارو دا ملګرتیا مو دجنت ګټلو ، نبوي شفاعت او دالله تعالی د دیدار لپاره نه ده غوره کړې ، بلکې یوازینی هدف مو دنیایي عیش او نوش دی .

مګر کوم دنیایي هدف ؟ آیا تاسو له دې اربکیتوب څخه په دنیا کې کوم ښه نتیجه ترلاسه کړې ؟ آیا دامریکایي بي برکته ډالري معاش له اخیستلو وروسته مو په ژوند کې کوم ښکاره تغیر راغلی یا مو کوم عیش کړی دی ؟؟

معلومه خبره ده ، چې دغو بدمرغو ډالرو مو یوازې له جیب او دسترخوان څخه برکت پورته کړی ، داربکیتوب له پیل نه وروسته ددې په ځای چې ستاسو ژوند ارام ، خوشاله او باعزته شي ، یوازې مو ستوماني ، خپګان ، تشویش او ذلت په نصیب شوی دی .

په دې خو تاسو هم پوهیږئ ، چې ستاسو ډیر ملګري پخوا نسلي او حرفوي غله او لوټماران نه وو ، مګر اوس ټول روزانه لارې ته وزي او له خلکو پیسو غلا کوي ، د کورونو دتلاشۍ په مهال دخلکو قیمتي شیان پټوي ، له حکومتي موټرو تېل غلا کوي ، دحکومتي وسلو مرمۍ خرڅوي او چې لاس یې برشي نو په هیڅ شي صرفه نه کوي ، له دې څخه معلومیږي چې په ۱۲۰ ډالرو ستاسو ګوزاره نه کیږي ، نوځکه ورسره غلا ته مجبور شوي یاست ، تراربکیتوب وړاندې تاسو دخپل لاس په خوارۍ روزي ګټله او رزق مو حلال وو ، مګر اوس که ډالري تنخوا ده او که دغلا پیسې ، دواړه حرام مالونه دي ، په دې توګه ستاسو ډوډۍ حرامه ده ، حرامه روزي دایمان دزوال سبب ګرځي ، له حرام رزق څخه چې کوم اولاد زیږي یا ورباندې وده کوي ، داکثروپه نزد حرامي بلل کیږي ، چې همدا حرام رزق دبدبختۍ او شقاوت ترټولو ستر عامل بلل کیږي ، په دې ډول تاسو نه یوازې خپل ژوند تباه کوئ بلکې خپل اولادونه ، میرمنې اونسل چې ستاسو له حرامو پیسو څخه شخوند وهي هم دابدي هلاکت کندې ته برابروئ

که ستاسو هدف دنیایي عزت ، ښه شهرت او نوم وي ، آیا په اربکیتوب سره مو دغه هدف ترلاسه کړئ ؟ آیا دکفر ملګرتیا ښه شهرت او نوم دی که بد چې تاسو ورباندې نومول شوي یاست ، معلومه خبره ده چې مسلمان مرګ قبولوي مګر دکافر دملګرتیا او دکافر د مزدورۍ او جاسوسۍ بدمرغه نوم نه شي زغملای .

داچې کفري مطبوعات او راډیوګانې تاسو اولسي پاڅون بولي ، په دې پوه شئ چې هغه عقیدوي دښمنان یوازې دخپلو ګټو لپاره همدا نوم استعمالوي ، او غواړي په دې توګه مو تیرباسي ، افغانان مسلمانان کله هم تاسو خپل استازي او ملي پاڅون نه بولي ، بلکې یوازې د مسلمان اولس په مقابل کې دکفر دملګرو په سترګه درته ګوري .

څو ورځې وړاندې دشلګر دخدروخېلو یوه سپین ږیري راته وویل چې ددوی کلي ته نږدې دیوه سړي زوی چې اربکی وو وژل شوی وو ، مګر کلیوالو یې پلار ته وویل چې دوی اجازه نه ورکوي ، چې زوی یې دکلي هدیرې ته راوړي یایي په کې ښخ کړي ، ځکه کلیوالو ویل زموږ هدیره دکفر په خلاف دجهاد له شهیدانو ډکه ده او اجازه نه ورکوو چې دکفارو ملګری هم په کې ښخ شي ، دغه راز ټولو خلکو تعهد کړی چې داربکي جنازه به هیڅوک نه کوي ، اونه به یې هدیره کې پریږدي ، دغه سپین ږیري ویل چې دوژل شوي اربکي پلار چې له شرمندګۍ څخه ځمکې ځای نه ورکاوو حیران وو چې څه وکړي ، د زوی مړی یې همداسې پروت وو خو پلار یې له شرمندګۍ دا نه شوای ویلی چې زه یې پلار یم او جنازه یې کوم ، وروسته یې دخپل بدبخته زوی مړی په خپله باغچه کې په یوه کنده کې چې قبر هم نه وو یوازې تر خاورو لاندې کړ ، داسې پلارونه خو به ډیر تاسو لیدلي وي چې خپلو اربکي زامنو ته یې قسم کړی وي چې که ووژل شي ، مړی به یې کورته پرېنږدي .

نو چې ستاسو پلاران ، میندې ، وروڼه او خپلوان ستاسو په نوم ، شخصیت او کردار شرمیږي ، نو ستاسو به کوم شخصیت او ښه شهرت وي ؟؟

د ښه ژوند ترټولو لومړنی شرط ارام ، سکون او امنیت دی ، که چیرې څوک ارام ژوند ونلري ، او دمرګ ویرې اخیستی وي ، که په هرډول نعمتونو کې پټ وي بیا یې هم خوند نه شي حس کولای .

ستاسو ارامتیا او د ژوند سکون خو له دې ښه معلومیږي چې په خپلو پوستو کې دننه په ډلو ډلو وژل کیږئ ، له پوستې بهر خو هسې دطالبانو د نښه ویشتونکو هدف یاستئ ، دکفارو دملګرتیا له امله دکلي هرسړی درته ددښمن په سترګه ګوري او تاسو ته هریو خپل قاتل ښکاري ، نوځکه ترې ویره کوئ ، په لویو لارو سفر له ډاره نه شئ کولای ، حتی د ولایتي ښار په شاو خوا کې پرلپسې ویشتل کیږئ ، که کومه شپه کورته راشئ هم مجبور یاست چې دیوې ارامې شپې لپاره درسته شپه دکور زنانه په پهره ودروئ ، که له خپلې پوستې بهر مو کوم کار وي ، کوم خپلوان مو مریض وي ، کوم چا بللي یاست په ارام زړه نه شئ ورتلای ، بلکې که په لنډو ووایو له خپلې پوستې پرته ټول افغانستان درته سور اور دی ، آخر دومره ستړیا دڅه لپاره ؟ داسې ستړی ، ډارن او ګریزي ژوند دڅه لپاره ؟ آیا دغه ۱۲۰ ډالر دومره ارزښتمن دي چې دغه ټولې ستړیاوې یې لپاره وزغمل شي .

ایا ستاسو د رزق متکفل امریکا او کفري یرغلګر دي او که الله تعالی ؟ آیا له دې ډالري معاش پرته به تاسو له لوږې مړه شئ ؟ دا ووایاست هغه وخت چې امریکا نه وه او تاسو اربکیان شوي نه واست ، رزق مو له کومه کاوو ؟ آیا هغه وخت مو داوس په پرتله دعزت او اطمینان ژوند نه درلود ؟؟ له تاسو پرته دیرش میلیونه نور افغانان چې دخپل لاس په تڼاکو حلاله روزي ګټي ، آیا کوم یو یې له لوږې هلاک شوئ ؟

معلومه خبره ده چې رزق د امریکا په لکۍ پورې نه دی غوټه چې دحصول لپاره یې سړی دین او دنیا دواړه برباد کړي ، الله تعالی موږ تاسو ته دحلال رزق ګڼې دعزت ، ابرو او ډاډ لارې راښودلي دي .

باور وکړئ دا خبرې له دې امله درته لیکم چې په مرګ مو نه یاست پیرزو ، داچې له پیړیو راهیسې مو پلرونه او نیکونه مسلمان اوسیدلي ، خویندې وروڼه مو سپین مسلمان افغانان دي ، هر یو دمسلمان پلار څخه زیږیدلي یاست ، مګر اوس چې دکفارو په صف کې د دریدو له امله خپل اخرت تباه کوئ ، شاید دهیچا هم درباندې ونه لوریږي .

arbk555

ګورئ که تاسو تاریخ وګورئ هغه کسان همیشه په سخت ذلت محکوم شوي ، او له سختي دنیایي او اخروي ناکامۍ سره مخ شوي ، چې دخپل اولس په مقابل کې یې دراغلیو یرغلګرو خوا نیولې ، لطفا دشاشجاع دملګرو انجام وګورئ ، دکمونیستانو عاقبت وګورئ چې اخر لاسته راوړنه یې څه شوه ، دداسې مشهودو دلائلو په شتون کې ددې هیڅ توجیه نشته چې تاسو دخپل اولس بیړۍ پریږدي او په یوازې سر دپردو کفارو غیږې ته ځان وسپارئ

ګوره مسلمان اولس او ټولنه دنجات دبیړۍ حیثیت لري ، هر چا چې له دې ټولنې بغاوت کړی هغه غرق شوی دی ، کومه میږه چې له رمې بیله شي ضرور یې لیوه خوري او هلاک کیږي ، نو ځکه باید دخپل اولس په مقابل کې په پردیو وسلو نه نازیږئ .

ددې لپاره چې یوځل بیا خپل حیثیت اعاده کړی ، خپل ایمان تازه او عاقبت له خطره وباسئ ، باید زرترزره په خپله غوره کړې لاره له سره غور وکړئ ، مخکې له دې چې ووژل شئ او د کفري اجیرانو په توګه له دنیا څخه رخصت شئ باید په خپل ځان ورحمیږئ .

که تاسو دخپلو وژل شویو کسانو عاقبت ته سوچ وکړئ درمعلومه به شي ، چې هغوی له دنیایي بدنامي او اخروي ناکامي پرته بل هیڅ هم ترلاسه نه کړل ، له هغوی څخه باید عبرت واخلئ او دکفر دخدمت لپاره دخپل ژوند د صرف کولو څخه باید ځان وساتئ .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x