نظــر

د سولي په شورا کې پیسې؟

حاجی غلام محمد معصومي

پوره ۶ کاله وسول چی د سولی د شورا په نامه یوه داسی اداره په حکومت کي جوړه سول چی د ټول هیواد څخه د دولت په خوښه داسی کسان وګمارل سول چی دولت فکر کوی سوله به په هم دی خلګو راولو.

د همدې کار په پيل کي په هر ولایت کی د والی لخوا یو لوی لیست ترتیب او کابل ته د منظورۍ په موخه ولیږل سو.

دا کسان د هر ولایت تر منځ د قومی مشرانو، دولتی چارواکو او ولایتي شوراګانو د غړو له منځ څخه غوره سول.

هغه ورځ مي اوس هم ښه په یاد ده، چي مازدیګر مهال د کندهار ولایت مقام ته ورغلی وم، له والي توریالي ویسا سره می مجلس درلود، هغه د خبرو پر مهال راته وویل، چی د سولي د ولایتي شورا لپاره له کندهار څخه یو شمیر مخور او پېژندل سوي په کار پوه کسانو ګماروو.

ده راته وویل، چي په دې شوراکی به د قومي مشرانو، سپین ږیرو او مخورو ترڅنګ دولتي کسان هم ګډون ولري.

د والي په قول، چي د ولایت مقام لخوا څخه ډاکټر پروېز نجیب، چي هغه وخت د ولایت مقام د دفتر رييس و، د ځوانانو او فرهنګیانو په استازیتوب د اطلاعاتو کلتور رييس عبدالقدیم پتیال او ګڼ شمیر نوري پيژندل سوي څیري يې راته یادي کړي.

ما وپوښت، چي یاد ټول کسان به تنخواوي لري، والي راته وویل، چي نه یوازي به د دې شورا د دارالانشاء غړی معاش ولري او نور ګډونوال يې افتخاري کارکوونکي دي.

ویسا راته وویل، چي دارالانشاء برخه رسنیزه څانګه هم لري، چي دواخان مینه پال يې مسؤل دی.

له دریو میاشتو وروسته د مفتی احمد فرزان په نامه، چي ځان ته شاعر، لیکوال او ژورنالیست وايي دغي څانګی ته غوره سو، په داسي حال کي، چي ښاغلی فرزان هم د دارلانشاء غړی اوهم يې د سولي د شورا غړیتوبونه درلودل.

یادي شورا ته نوماند کسان له دوو لارو، د والي توریالي ویسا او د هغه وخت د ولایتي شورا مسؤل احمد ولي خان کرزي لخوا ور وپېژندل سول.

هغه وخت د سولی د شورا مشر استاد برهان الدین ربانی و.

هغه مهال د ټول هیواد په کچه د سولي شورا لپاره جوړ سوي لیستونه د والیانو لخوا ترتیب سوی وو، خو له کندهار څخه ددې شورا د غړو لپار دوه لیست استاد ربانی ته لېږل سوي وو.

استاد رباني معصوم ستانکزی ته چی د دارالانشا ریس و وویل، د کندهار دواړه لیستونه ماته منظور دی، دا په دي خاطر چی یو لیست د ولسمشر ورو ر احمد ولی کرزی را استولی او بل لیست والی، نو معلومه سوه، چی د کندهار د سولی د شورا د غړو لیست تر نور دوه چند لوړ اوغوښتنی یی هم دوه برابره سوي دي، په هر حال د سولی ادارې په کندهار کی خپل کار شروع کړ اودار الانشا یی معرفی دفتر یی په ډیرو پیسو ونیو سو موټران کارمندان او د دفتر لوازم د پی ار ټی لخوا رانیول سول او ورځ تر بلی ورځی د دفتر کارونه ګړندی کیدل خو هغه څه چی ددوی وظیفه وه، چندان نتجه يې نه درلودله.

کندهار ته دوه واری استاد ربانی راغلی او یو وار هم د شورا دارالانشا ریس معصوم ستانګزی د سولی د خبرو لپاره دی ولایت ته نه وو را غلی.

استاد ربانی چی د سولی د خبرو لپاره کندهار ته راغلی و وویل، کندهار یو سر نوشت ساز ولایت دی او سوله به ددي ولایت څخه شروع کوو.

په هر حال زه اوس د کندهار د سولي د شورا په اړه څه نه وایم ټولو خلګو ته د سولی د شورا کار په ټول افغانستان کی معلوم دي او زه نه غواړم چی یوازي د کندهار هغه نا خوالي چی لري یی  ټول په دي یوه  لیکنه کی سره راټولي او ستاسی درنو لوستونکو مخ ته یی کښیږدم، ځکه دلته په تیریو۶ کلونو کی په دی شورا کی داسی کارونه هم سوی دی چی یو سالم عقل یی نسی منلی او تاریخ به زموږ په دی کړنو شرمیږی.

اوس چي د سولي د شورا هغه بې پوښتني وړیا پیسي بندی سوي دي تیره ورځ قاضي محمدامین وقاد او اسماعیل قاسمیار دسولي د عالي شوراغړو ته وویل، پر دي شورا هغه پیسي چي نړیړالو ور کولي اوس بندي سوي دي او تر دي مهاله ۸ سوه میلونه ډالره یادي شورا مصرف کړي دي.

اوس نو تاسي قضاوت وکړي چی د دا دونده زیاتو پيسو مصرف او په دې مصرف تسلیم سوي وسله والو طالبانو د خلکو پر ژوند کومه مثبته اغیزه کړې ده؟

څوک سته، چي په دې اړه د سولي د عالي او ولایتي شورا له بریتورو څخه سم حساب او کتاب وغواړي، چي دا دومره ډالر پر څه شي ولګول سول او ګټه يې څه ده؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

معصومي صيب

د سولي په نوم د شورا په پيسو دیر لوي کارونه شوي،

د اربکيانو ، پروتوکوليانو او کشافانو او سيافانو ، وقاد و هلال او داسي نورو مرتزقه وو ارتزاق له همدي پيسو شوی، د همدي پيسو په زور اخرس شیاطین شول.

د همدي اهدافو لپاره تاسیس شوی شوری وه په دومره توپير چی مقدس نوم يي پری ايشي دي

الحاج استا ذ بیانزی

د کابل غلامه ، ناوړه او مفسدی اداری ټول معیارونه الیش کړی ، کله چه دوی وایی ملی ګټی هدف یی د دغو غلامانو ګټی دی ، کله چه دوی د سولی نوم یادوی ، هدف یی د دوی د مقامونو او معاشونو تداوم دی یعنی د جنګ د پاره د سولی په نوم نام نهاد د سولی شوری یی جوړه کړی ، زه کابل ته تللی ووم یو ډاکتر می دوست او خپلوان وو ، هغه هم زمونږ په شان د سولی هلی ځلی لرلی ، هغه راته وویل او نورو دوستانو د هغه خبره تصدیق کړه دغه د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x