نظــر

طالبانو دتازه پسرلنیوعملیاتوداعلان خبره په کلکه رد کړه

Taliban1نن د ورځې په جریان کې دفیس بک او ځینو یو شمیر نورو ویب پاڼو له لاري داسي خبر خپور شوچې طالبانو دخیبر په نوم تازه پسرلني عملیات اعلان کړي ،دفیس بک له لاري داعلامیې په نامه یوه داسي لیکنه هم نشر شوه چې دطالبانو له لوري دنشریدونکو اعلامیو او دهغوئ د رسمي پيغامونو سره یې ډیر فرق درلود دلیکنې دزیاتې کمزوري له امله پرې دجعل سازي شک کیده . شیبه وړاندي دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپور شوي اعلان جعلي وباله

او دا یې دخپلو دښمنانو یوه ناکامه تبلیغاتي هڅه وبلله ،نوموړي دیوې خبر پاڼې په نشرلو سره دا کار په کلکه محکوم او رد کړ.

دا خبر پاڼه چې دایمیل له لاري رسنیو ته لیږل شوې نن ټکي اسیا هم یوه کافي ترلاسه کړې چې کټ مټ یې نشر ته سپاري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دپسرلنیوعملیاتو دجعلي اعلان دخپرولو په اړه داسلامی امارت دوياند څرګندونې

داچې دفيسبوک اوځینونورو رسنیوله لارې داسلامی امارت په نامه دپسرلنيو عملياتو يو جعلي اعلان خپور کړی، موږ ټولو هیوادوالو ، مجاهدینو وروڼواو رسنیوته  اعلانوو چې دغه دعملياتو جعلي اعلان ته هيڅ اعتنا ونکړي ،بلکې دا  دمات شوي دښمن يوه داسې دسيسه وبولي چې غواړي مجاهدينو ته  ذهني تشويش او په صف کې يو ډول بې نظمي پيداکړي  ، داسلامی امارت لخوا به په نيږدې راتلونکې کې عملیات دخپل نامه او اعلان سره يو ځای داسلامی امارت د رسمي ويندویانو او رسمي ويب پاڼې له لارې نړيوالو او هیوادوالو ته په واک کې ورکړل شي  ، هيله ده ترهغو مجاهدینو وروڼه ، رسنۍ او ټول هيوادوال ، انتظار وباسي اوله ځانه جوړو شوو جعلي خپرونوته هيڅ اعتبار ورنکړي .

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۴/۶/۱۰هـ ق

۱۳۹۲/۱/۳۱هـ ش ــ 2013/4/20م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x