ولي بریالي وو او بیا مو ولي ماته وخوړه؟

په تیرو  وختونوکې موږ خورا ښه وځلیدو ،زیاتې سوبې او بریالیتوبونه مو ترلاسه کړل ،د ژوند په ټولو ډګرونو کې خورا بریالي وو،خو دا کوم وخت ؤ؟

  • دا هغه مهال ؤچې (لااله الاالله) زموږ شعار ؤ.
  • دا هغه ورځ وه  چې زمونږ لښکرود جګړې تر پیل وړاندې الله جل جلاله ته دسجدې په خاطر خپل مخونه سپیره کول .
  • دا هغه ورځ وه چې زمونږ لښکرو په ځمکه تکبیرونه ویل او ملائیکو ورسره په اسمانونو کې بدرګه کول،ددې تکبیرونو له هیبته غرونه لړزیدل او د دښمنانو زړونه ریږدیدل،بری او کامیابي به مو دروازې ته راتله .
  • دیرموک د معرکې په ورځ چې دروم لښکرې دڅپانده او موج وهونکو سیندونو په څیر ښکاریدلې ،دمسلمانانو د صف یو سپاهي خالد بن ولید رضي الله عنه ته وویل :دسلمي واجا دغره لوري ته  به وتښتو، خالد رضی الله تعالي عنه دشهادت ګوته پورته کړه، اسمان ته یې وکتل او ویې ویل :په الله جل جلاله قسم!  دغره  لوري ته تیښته نه کوم بلکه الله جل جلاله ته پناه وړم.
  •  کله چي قتیبه بن مسلم کابل محاصره کړ،یو ملنګ خپله دشهادت ګوته پورته کړه او ویې ویل 🙁 یاحی یا قیوم ) قتیبه وویل :په خداي قسم ! دا ستا ګوته ماته تر سل زره تنکيو ځوانانو او تر سل زره تیرو تورو پیاوړې ده .
  • دا هغه مهال ؤ چې صلاح الدین ایوبي په حطین کې تر هغه منتظر پاته شو  تر څو د جمعې دخطبې لپاره منبر ته لاړ شي او د دعا قبلیدو وخت را ورسیږي .
  • مونږ هغه  ورځ بریالي ووچې حکمرانان او ملت مو په یوډول حالت کې وو.
  • مونږ هغه ورځ بریالي وو چې حضرت عمر رضي الله تعالي عنه د منبر له پاسه  نارې کړې : په الله قسم ! تر هغه به ځان موړ نکړم تر څو دمسلمانانو بچیان ماړه شوي نه وي .
  •  مونږ  هغه مهال کامیاب وو چې دکمزورو لاس نیوی اودیتیمانو کفالت مووکړ،په بې وزلو مهربانه وو او له فقیرانو سره مو همدردي درلوده .
  • مونږ هغه وخت موفق وو چې قطز عین جالوت ته ورسیداو د (وا اسلاماه)ناره يې پورته کړه .
  • کله چې نورالدین محمود دعکاء د فتحې له امله  د شکر دسجدې په مهال له خپل رب  څخه د خپل شهادت تمناء وکړه .
  •  مونږ هغه وخت بریالي ووچې عدل په ظلم ،ازادي په اسارت او د امت رايې په فردي رایې لوړوالی درلود.
  • مونږ هغه مهال کامیاب وو چې قرانکریم مو په زړه کې ځای درلود ،د عزت نفس احساس مو کاوو او لوړ همت مو درلود.
  • مونږ هغه وخت کامیاب وو چې عمر ،خالد،طارق،قتیبه او… د قران او سنت په رڼا کې رهبري کولو.

بلې خواته  زموږ ناکاميواو شکستونو هم اسباب درلودل :

مونږ هغه ورځ شکست وخوړ چې حکمرانانومو  په علني ډول اسلامي شریعت لغوه کړ ، دیو واحد خداي جل جلا له پر ځاي يې دیو واحد تنظیم عبادت او خدمت پیل کړ، (لااله الالله) یی لغوه او د قومیت ،سمت او تنظیم شعار ونه یی پورته کړل .

کومه ورځ چي ازاد قلم مات شو، رښتیا ویونکې خولې وتړل شوې ،د خلګو حقوق غصب شول، نیک خلګ په زندانونو کې  واچول شول ،  مشران  تعذیب کړای شول، د رايې  ازادي  ختمه شوه ، په بیت المال لوبي پیل شوې ،ملت د استبداد تر سلطې لاندې راغی ،د الله جل جلاله رښتیني بندګان وربړول شول ، مسجدونو ته شاه وګرځول شوه ، قرانکریم د یوې مجلې حیثیت غوره کړ ،په خوب باندي عاشقان شوو ،سستي او ټمبلي راباندې غالبه شوه.

مونږ هغه ورځ شکست وخوړ چې اختلاف مو وکړ، په ټولیو ،فرقو او تنظیمونو وویشل شوو،هرې ډلي موبله ډله کافره وبلله  او د هغې ډلې د افرادو د ویني تویول یې حلال وګڼل، ځینو علماوو، لیکوالانو او متفکرینو مو یو په بل د خیانت او کفر تهمتونه ولګول او خپل اصلي مسئولیتونه یې له یاده وایستل،دا په داسي حال کې چې مونږ یو بهترین امت یو ،بهترین هدف ،کاملترین شریعت اوکامیاب ترین لارښودلرو،عزتمن نسل یواو د پر مخ تللي  تمدن څښتنان یو .

الله جل جلاله ته سوال کوو، په هغه توکل کوو، له هغه څخه مرسته  غواړو ،هغه ته  پناه وړو او له هغه څخه هدایت غواړو،الله جل جلا له مونږ ته کافي دی  او هغه غوره متصرف دی .

ولاحول ولاقوة الابالله

عربي لیکنه : عائض القرني

فارسي ژباړه :عبدالخالق احسان

پښتو ژباړه : عبدالواحد ریان

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د