دیني، سیرت او تاریخ

د قتل او خونريزي ډيروالی د قيامت نښانه

م، نجم الرحمن (فضلي)

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قيامت په بيان کړل شويو نښانو کې يوه دا هم ده چې قتل او خونريزي به دومره زياته شي چې داسې يو وخت به راشي چې نه به قتل کونکي ته دا علم وي چې ولې يې قتل وکړ، او نه به قتل کړی شوي ته دا علم وي چې په څه قتل کړی شو، حضرت ابوهريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل [والذي نفسي بيده لا تذهب الدنيا حتى يأتي على الناس يوم لا يدري القاتل فيما قتل ولا المقتول فيم قتل فقيل كيف يكون ذلك ؟ قال الهرج القاتل والمقتول في النار ] (صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۰۸).          

ژباړه :  په هغه الله قسم د کوم په لاس کې چې زما روح دی ! دا دنيا به تر هغه ختمه نشي تر څو چې يوه داسې ورځ رانشي چې نه به قاتل په دې پوهيږي چې دا انسان يې په څه قتل کړ، او نه به مقتول پوهيږي چې ولې قتل کړی شو، ترينه وپوښتل شول : دا به څنګه کيږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د قتل او خونريزي د ډيروالي له امله به قاتل او مقتول دواړه په اور کې وي.

د همدغې خونريزي پيل د حضرت عثمان غني رضی الله عنه له قتل (شهادت) څخه شوی، په همدې سره د داسې جګړو لړۍ پيل شوه د کومې لپاره چې هيڅ معقول جواز نه ؤ، په دغو جګړو کې په زرګونو قيمتي انسانان ضايع شول، د ورځو له تيريدا سره سره نوې تباه کونکې اسلحې به هم پيدا شي کومې چې نن صبا په خونړيو جګړو کې استعماليږي.

په ځينې جنګونو کې د وژل شويو شمير:

(۱) په لومړني جنګ جهاني کې دوه نيم کروړه خلک ووژل شول.

(۲) په دويم جنګ جهاني کې پنځه نيم کروړه خلک له منځه لاړل.

(۳) د ويتنام په جنګ کې ديرش لکه خلک ووژل شول.

(۴) د روس په کورنی جګړه کې يو کروړ انسانان قتل کړی شول.

(۵) د سپين په کورنی جګړه کې د يو کروړ او شلو لکو انسانانو وينې وبهيدې.

(۶) د عراق او ايران د ( خليج په لومړني جنګ) کې لس لکه انسانان له منځه ولاړل.

(۷) په عراق باندې د استعماري قبضې په دوران کې لس لکو خلکو له خپل ژوند څخه لاسونه پريمنځل.

(۸) په تيرو نږدې شاو خوا څلورو لسيزو کې په افغانستان کې لومړی له روسانو، بيا کورنی جګړې او په اوس کې له امريکايي يرغلګرو سره د مقاومت په نتيجه کې له دوه ميليونو د زياتو انسانانو شهادت او مړينه.

سره له دې چې په دغو جنګونو کې په ځينو باندې د حديث دغه الفاظ (چې نه به قاتل پوهيږي چې ولې يې هغه انسان وواژه او نه به مقتول پوهيږي چې ولې ووژل شو) نه صادقيږي، بلکې د هغوی ذکر دلته د قتل او خونريزي د کثرت بيانولو له امله شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا د نوی نړیوال ماسونیستی ګوند ( نړیوال استعمار یا حکومت ) اخری غوښتنه او تصمیم دی چه د نړی د نفوس مخه ونیسی ، ځکه دوی د نوی کمپویتری اختراعاتو او وسایلو په خلقولو ډاډ لری چه د کار د پاره ډیرو انسانانو ته اړه نه لری که انسانان ډیر وی ، د دوی د ناستی ځای او د خوړولو او چښلو شیان به کم شی ، ناروغی به زیاتی شی زمونږ د استعماری او استثماری کړنو په مقابل کی به مقاومت زیات شی ، نو شه داده چه په هر ه ممکنه وسیله دنړی نفوس کم کړی که… نور لوستل »

نعمت الله عباس

دخدای (ج) په نظام کشی دایم دحق او باطل تر منز شخری کشمکشونه تربگنی روانی دی او دقیامت تر ورزی به همداسی روانی وی لکه چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی (الجهاد ماض الی یو م القیامة)خو دایم چی ظالمانو او جابران خپل ظلم داوج صفو ته رسولی لوی او مقتدر خدای دهغوی دظلم په مقابل کشی قصد کری دهغوی دظلم او وحشت تغر یی دیو دلی په واسطه ورتول کری دی

الحاج استا ذ بیانزی

عباس صاحب ، ستاسی خبره راته لږه ناسمه ښکاری ، اسلامی نظام الهی نظام دی ، د الله ج په نظام څه چه په یوه کوچنی کړنه او ویلو کی ګډوډی نشته ، د الهی نظام په مقابل اړخ ( شیطانی نظام کی ستونزی شتون لری ، ستاسی خبره وروسته سمه شوی که مونږ ورته الهی ازموینه ( د حق او باطل جګړه ) ووایو بیا سمه ده ، زه باور لرم چه ستاسی هدف همدغه دوهمه برخه وه ، اولنی برخه چه الهی نظام دی الهی نظام د سولی او وزورلی نظام دی د عدالت ، امنیت ، سولی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x