نظــر

ما په ما وژني، کافر هنر دی؛ د استاد سیاف د وژلو په خبره یو څو کرښې

غلام حضرت شاکر

«طالبان دې استاد سیاف ووژني» دا هغه دردوونکی خبر دی چې د پګواش غونډې نه وروسته رسنۍ پرې مسلسل شخوند وهي، په فیسبوک پاڼو کې راغلي چې د ولس مشر غني تره (قیوم کوچي) دا خبره په پګواش غونډه کې د طالبانو استازو ته کړې ده!! څرګنده نه ده چې دا غوښتنه به ترقیوم کوچي پورې محدوده وي او که به د نورو لوړ پوړو چارواکو د خواهش بدرګه هم ورسره وي؟ که دا ومنو چې دا خبره یوازې په قیوم کوچي پورې منحصره ده؛ نو ولس مشر اشرف غني دې وضاحت ځکه وکړي چې قیوم کوچی یې تره دی او اشرف غني ته یې بدنامی متوجه کېدای شي، او که (خدای مه کړه) ولس مشر خپله هم د استاد سیاف د وژلو طرفدار وي؛ نو ولس مشر دې سل ځله پخپل دریځ کې تجدید نظر وکړي؛ ځکه چې استاد سیاف د میلیونونو وګړو رهبر دی او وژل به یې د یو ولس وژل وي؛ چې نه یوازې چارواکو ته به یې ګټه ونه رسېږي، لا چې بلا نورې بلواوې به له ځان سره ولري او په زرګونو فاجعې به رامنځته کړي!! زموږ ستونزه اساساً له همدېنه را ولاړه شوې، چې تره کي خپلو ملګرو ته د مسلمان وژنې فرمان له ارګه صادر کړ، هغه اقتدار ته له رسېد و سره سم خپلو کمونیستو ملګرو ته قومانده ورکړه چې: «اخوانیان له محکمې پرته ووژني او په هیڅ ځای کې صرفه پرې ونه کړي»!!! کمونیستانو د خپل «نابغه؟» مشر فرمان عملي کړ، تر یونیم میلیون زیات مسلمانان یې شهیدان او د رې نیم میلیونه یې ټپیان کړل، تر پینځو میلیونو زیات وګړي یې دخپل وطن پرېښودلو ته مجبورکړل؛ خو نه یوازې خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېدل لاچې کمونیست رهبران هم ورسره خپل بد انجام ته ورسېدل، هغه تره کی، امین، ببرک کارمل او نجیب چې د قوم نا بودۍ ته یې ملا تړلې وه، نن یې قبرونه هم پاتې نه دي، باداران یې هم نیست او نابود شول، او سره ټولواکمنۍ هم ورسره دړې وړې شوه؛ خو افغان مسلمان قوم لاهم ژوندی دی!! بنیادي خبره داده چې مسلمان قوم په شهادتونو نه مري؛ بلکې په شهادت د مزید ژوند چانس تر لاسه کوي.

ننګیالیه په حق ومره چې ژوندی شې
شهید پال خلګ ګوټلی د ژوند جام شي

چې له مرګ څخه وېرېږي مرګ یې وخوري
مرګ نیږدې ورته له خپل وخته یو ګام شي.

هوکې! مرګونه یو قوم بیدارولی او ژوندی کولی شي؛ وایي، چې منازعه یو ډول انکشاف دی؛ ځکه چې متنازع لوري بیداري او احضاراتو ته مجبوروي، له تغافل نه یې د احتیاط او دښمن په وړاندې یې د تدابیرو نیولو ته هڅوي، تره کي او ورسره کمونیستانو یې افغان قوم په چوخولو، چوخولو پاڅون او قربانۍ ته وهڅاوه او د انقلاب لیکې ورسره پیاوړې شوې، د کمونیستانو تر ګواښونو مخکې افغان منحیث القوم یو عظیم الشان انقلاب ته جوړ نه ؤ؛ خو چې محروم، مظلوم او مقهور شو، ښځو او ماشومانو یې هم ټوپک ته لاس کړ. د نړۍ په کچه هم ډ ېری انقلابونه په مقهورو ټولنو کې را منځته شوي او بلا غمیزې ترې زېږېدلې دي، دې مسایلو ته په پام دې افغان چارواکې له افغان مشرانو سره احتیاط وکړي او د قیوم کوچي په څېر خلک دې لومړی صیقل او بیا د سولې غونډو ته واستوي.

له بلې خوا د قیوم کوچي په څېر نور مسلمانان او د جهاد لارویان هم شته، چې د جهادي رهبرانو د مرګ لپاره دعاګانې کوي، ځان مرګي پسې استوي او له کافرانو مخکې یې د وژلو حرص په زړونو کې پالي!! متاسفانه د افغانانو اختلاف تر دې کچې شدت موندلی، چې نه د امریکا مخالفین پخپل منځ کې په یو چورلېځ را ټولېدای شي او نه د کابل میشتو مسلمانانو او له پولو آخوا ته مجاهد ینو تر منځ یووالی راځي!! دې اختلاف که له یوې خوا زموږ د پرون انقلاب اقدار وخوړل، له بلې خوا یې دوه پنځوس هېوادونو ته د دې شرایط برابر کړل چې زموږ په هېواد کې لنګر واچوي او په زرګونو مسلمانان په شهادت ورسوي!! ځینې کسان د امریکایانو د راوستلو پړه په کابل میشتو مسلمانانو وراچوي؛ او یا په افغانستان کې میشت مسلمانان د نن غمیزې مسبب ګڼي؛ همداراز د امریکا په څنګ کې پراته مسلمانان طالب د امریکایانو د راتګ لامل ګڼي ؛ خو واقعیت دا دی چې هم امریکایان زموږ اختلاف راوستل او هم کمونیستان زموږ له اختلافه ژوندي شول، که مسلمانانو پخپل منځ کې اختلاف نه وای کړی او له خپل انانیت نه په راکم څه راضي شوي وای، نه به امریکایان راتلل او نه به کمونیستانو ته د بیا تبارز چانس برابرېدو !! منم چې په موږ کې ستر ملامت او کوچنی ملامت شته، جهادي ګروپونه ظالم او مظلوم لري؛ خو د دغو مسایلو شاربل د اغیارو د پاتې کېدو عمر اوږدوي، آیا د یو بل ملامتول او ځانونه سپین بازان ثابتول، د امریکایانو تر شړلو پورته قېمت لري!؟ آیا د اجانبو د ایستلو او له هر کا فر نه د وطن استقلال تر لاسه کول په دې نه ارزي، چې جهادي ګروپونه یې د حصول لپاره له خپل انانیت نه تېرشي!؟ ايا د مجاهدینو د یو والي اعلان د بهرنیو عسکرو د وتلو او افغانستان د آزادۍ عملیه نه را لنډ وي؟ که ځواب هو وي ؛ نو بیا به هغه څوک الله (ج) ته څه ځواب ولري، چې د ځان غوښتنې په قربانئ یې وطن آزد ېږي؛ خو دوی پکې تعلل ایجادوي !؟ مجاهدین باید په دې پوه شي، چې که نن د سیاف د مرګ غوښتنه کېږي، سبا به د حکمتیار، بل سبا به د منصور او بله ورځ به د یو بل مشر وار راځي، که (خدای مه کړه) همداسې وشول، بیا به په مدار، مدار د هر هغه چا نوبت راځي، چې یو څو ورځې یې د جهاد په سنګرونو کې تېرې کړې وي!!؛ ځکه خو مسلمانان باید متوجه وي او خپل وختونه د مسلمانانو د حذف په روحیه تېر نه کړي، یو ضعیف مسلمان زر ځله تر کافر ښه دی، که څه هم ستا او زما د تنظیم غړی نه وي. د افغان جهادي لوریو یوه ستونزه دا ده چې پخپل تنظیمي چوکاټ او د خپل رهبر تر قیادت لاندې هر ډول نظام اسلامي ګڼي، مرسته یې کوي ؛ خو د بل جهادي زعامت په سیوري کې نه نظام منلی شي او نه یې اسلام !! دوی حق لري، چې خپلو تنظیمونو ته وفادار پاتې شي؛ خو د نورو د حذف په روحیه دې تحزبګرایي ته لمن نه وهي، د بل حق دې هم تسلیم کړي، که د چا علمي سویه ترې لوړه وي او تر اشراف لاندې یې اسلامي نظام راتلای شي، ملا دې ورسره وتړي .

ضمناً زه په هغه طالب استازي زر ځله افرین وایم چې له قیوم کوچي سره یې د سیاف د وژلو خبره بدرګه نه کړه، طالبانو که همدغسې د جهادي رهبرانو د خپلولو روحیه ژوندۍ وساتله او له خپل انانیت نه په را کم څه راضي شول، باور دی، چې افغان قوم به یې دروند استقبال وکړي، د هغوی د موفقیت رمز په همدې کې دی، چې یوازې او یوازې د اسلام له اساسي دښمنانو سره په تور برېښ خبره وکړي، نه دا چې خپل قېمتي وختونه د مسلمانو مشرانو وژنې ته وقف کړي.

«ما په ما وژني، کافر هنر دی
هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

تاسو دیر خوشباوره ياستي زه وام دا خوشباوري مو وازمايي او د استاد سیاف امنیتی انزوا یو اندازه سسته کری چی د طالب د پستی ژبي په معنی او حقیقی تعبیر مو سر خلاص شي.

الحاج استا ذ بیانزی

شاکرجانه !!!!! دا چه قیوم کوچی د سیاف ( ایساف ) وژل د مثال په ډول یاد کړی ، هغه ویل چه طالبان د ددغه اداری نور چارواکی لکه سیاف او نور ولی نه وژنی چه عامه خلک وژنی ، مونږ ته کوچی او غنی معلوم دی چه څوک دی یعنی زه د کوچی خبری نه تاییدوم هغه هم د خپل وراره په شان شخصیت لری ، که مونږ ومنو چه کوچی یواځی سیاف یاد کړی نو سیاف به یی د تش په نامه اخوانیانو په نمایندګی یاد کړی وی که یی دا کار کړی وی زه یی دغه خبره… نور لوستل »

اخترمحمد گیلانی

سیاف دا دناتو مفتی په کوم ایات او حدیث طالبان گمراهان وبلل او دهغوی مرگ ی روا وباله سیاف دپیسو زوی دی هغه جنایتونه چه سیاف وکول تاریخ ورباندی شرم کوی

خان

تاسو په کوم موجه دلیل سره د دغه اشخاصو نه د ملت رهبران جوړوی همدغه رهبران دی چی افغانستان یی خرڅ کړ ټوټی ټوټی یی کړ او اشغالګرو ته ییه په پښو کی ور واچاوا تر څو چی دغه شیاطین ژوندی وی افغانستان به هیڅکله هم ارامه نشی، کوچی ډیره په زړه پوری غوښتنه کړی ده دا د کومو میلیونونو کسانو رهبران دی دا صرف د یو څو غلو او رهزنو بانډونو مشران دی او بس له ملت سره هیڅ کومه اړیکه نلری

حنیف

شاکر صیب دیری شی او په حقیقت ولاره لیکنه دی کری، زه درسره په اکثره خبرو کی موافق یم، خو دسیاف په هکله خبرو کی نه، ولو که لیکنه دی شه کری خو ماته تری ددالرو بوی رازی، چی سیاف خان لخوا به ورباندی ونازیگی…

habib amin

ای خلکو دا #### کله رحم لری والله که په خپل شجی او اولاد هم رحم ولری را به شو سیاف ته د سیاف په ضد همدی نن تکی اسیا همدغو شا کریانو او د ای اس ای نو کرانو داسی بد او رد تبصری خپرولی جتی دشنامونه به یی ورت ویل منافق او د امریکایان سپی او د انگلیس زوی به یی ورته ویل وایی خم خم گشتن صیاد برای قتل مرغان است نه پو هیژم دا کوم د انگریزی او ای اس ای چمونه دی چه جنایت کار او منافق سیا فیان او نور د چهاد جنایت کاران… نور لوستل »

ولی خان

ډیره دتعجب خبره ده چی میلونونه ملا تړکونکی لری، ډیر تری متا ثره یا ست، تا سو مهربانی وکړی داسی یو نفر چی هغه دی به شریعت.برابر وی عا صب نوی، زانی نوی، شرابی نوی په اوسنی حکومت کی نوی راته وښا یه، دینه معلومیږی چی طا لبان هم لکه دننی سیاف ، ربانی، ګیلانی ځان دصبا ورځی دجهاد رهبران وګڼی او ځآن به یا وروس یا چین او یا حپله امریکی په لاس جوړ شوی حکومت ته حواله کړی او دا به دځان خق کڼی چی مونګ جهاد کړی، داکوم انسا نان چی شهیدان کیږی کورنه یی ورانیږی خو… نور لوستل »

سنګین

پخوانی کمونستان غواړي چی خپل حریفان د مخالفینو په ذریعه له منځه یوسی. په داسی دسیسو دغو خلقیانو او پرچمیانو پخوا یو بل سره له منځه وړل او دوی اوس بیا لاس یو کړئ دی سره. عبدالله عبدالله له پخوا نه د کارملی پرچمیانو سره ټینګې اړیکې لري. غنئ یی د نجیبی یا د پرچمیانو د پښتو برخی او خلقیانو سره اړیکې لري. زه وایم چی داسی خلک لکه سیاف د دوی لپاره په فعلی حالت کی ښه دي، ځکه له یوی خوا دوی کومه وسله واله ډلګۍ نلري او له بلی خوا کله نا کله چی ډالر پری کم… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x