
طالبان: اوس به د واک سرچینه د امریکایانو نوی جنرال «جان مک نیکولسن» وي
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): طالبان چې د ګډ حکومت اداره یوه بې واکه او لاسپوڅې اداره بولي، یو ځل یې بیا په خپله اونیزه تبصره کې ویلي چې د امریکايي جنرال د بدلون سره به اوس په افغانستان کې د واک سرچینه د امریکایانو نوی ټاکل شوی جنرال «جن مک نیکولسن» وي.
جن مک نیکولسن د امریکايي ځواکونو قومندان وروسته تر هغه وټاکل شو چې د پخواني جنرال د تقاعد وخت را لنډ سو.
طالبانو اوسنۍ ادارې ته په پيغور ورکولو سره ویلي چې اوس به «د کابل اداره د خپل مینځي شخړو د حل او فصل په موخه ده ته مراجعه کوي، د دوه سرې اداري اړوند مسلح ځواک به روزي او د جګړې هدف به هم د نوموړي جنرال لخوا ورکول کیږي».
طالبانو ویلي چې که څه هم دغه نوی جنرال د نوي هدف، نوي ځواک او نوي عزم سره افغانستان ته راځي، خو د نورو په څېر به دی هم ناکامه له افغانستانه ځي.
طالبانو ویلي چې ددوی هدف ناسم دی، دوی خپل مالونه، وسلې او پوځیان د یوې فاسدي ادارې لپاره قرباني کوي.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې طالبان د امریکايي ځواکونو د نوي جنرال په اړه خپل نظر څرګندوي.
د یادوني وړ ده چې د امریکايي ځواکونو پخوانی قومندان جان کمپبل د افغانستان بې تاجه بادشاه بلل کیدی، د نوموړي په اړه د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې راغلي وه چې په افغانستان کې د وزیر دفاع د نه شتون له امله په اصل کې جان کمپبل د افغانستان د وزارت دفاع دنده په غاړه لري، هغه تر بل هر چا زیات په افغاني ځواکونو کې واک او صلاحیت لري، او بل اړخ ته د کابل اداره په خپل ځان کې سره تقسیم ده او خپل منځي مشکلات یې ډیر دي، چې د هغوی د حل او فصل لپاره تل یوه دریمګړي ته اړتیا وي، او دغه کار تل د امریکايي ځواکونو مشر جان کمپبل کوي.
په دې اړه بشپړ راپور دلته ولولئ: نیویارک ټایمز: د افغانستان د دفاع وزیر امریکايي جنرال، کمپل دی
تر اوسه څرګنده نه ده چې نوی جنرال به هم په افغانستان کې ورته صلاحیتونه ولري کنه، خو د حکومت په لوړه سطحه کې ورځ تر بلي زیاتېدونکي اختلافات او د جګړې لپاره تودېدونکي سنګرونه یو ځل بیا امریکایان د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلې ته اړباسي.