شعـــــرونه

دبهادرو قيصې

مه راته ګوره خيالي ګري يارانه نه کوم

زه داور بل ترسايه لاندي هيڅ دمه نه کوم

ژغورم غيورمظلوم اولس له يرغلګرو ځيني
زه بانډارونه ، اتڼونه اوميله نه کوم

زړه درته کم نکړې مغرور نه يم چي نه درګورم
دا مي دسپين ايمان غوښتنه ده پلمه نه کوم

ښاغلي وروڼه انتظاردي دسنګر غېږه کي
زه درنه ځم دزړګي سره دلته شپه نه کوم

کومه اوس دشازلميو ، بهادرو قيصې
دنادانى دمازديګر زړه قيصه نه کوم

زه دجهاد په مټو ساتمه حريمه له پردو
زه دغلام په څېرله دوئ سره جرګه نه کوم

هغه وعده پالم چي کړې مي له خدايه سره
الهام په دروغو منيه نه کومه وعده نه کوم

201304/19

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x