پردۍ لور

muzammil ustad

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

استاذ محمد زمان مزمل

سره له دې، چې پښتانه د زمکې پر سر د سرسختو مذهبي پرگنو په لست کې د سرځاى لري ولې دغه متشدده مذهبي اوضاع بيا د عمل په ميدان کې د خپل مذهب له دغو څو فرمانونو او قاطع احکامو نه داسې سرغړوي، لکه اصلاً، چې يې دغه فرمان اوريدلى نه وي او يا يې خداى مه کړه منلى نه وي.

په دې سلسله کې يو هم له ميراثه د لور او خور محرومول دي. همدغه پښتون، چې د عزت اوپت په مهال هر څه له خپلې لور او خور قربانوي، هغه په عادي ژوند کې نه خپلې لورته برخه ورکوي او نه يې هغه خوارکۍ له ويرې او يا له شرمه ترې غوښتلاى شي. دا په داسې حال کې، چې د خداى په نازل کتاب قرآن کريم کې او د هغه د پيغمبر په څرگندو فرمايشاتو کې د هغې برخه او حق معلوم اومضمون دى.

سره له دې، چې پردى خوارکۍ لور او يا خور باندې همدغه پلار او يا ورور د واده په مهال له خپل زوم سره ښه پخه مالي بولي کړى وي او د هغې د ولور په عنوان يې ډېر څه خپل کور ته رابار کړي هم وي، ولې د پلار د مال د ويش په مهال، چې ان اجړاگان او تي خواره ماشومان هم خپلې برخې ته ولاړ وي، د کور لور او خور يې لکه مسافري بوډۍ له ليرې ننداره کوي، چې مشر لالا ته څومره ورسيدل او د کشر لالا ته څومره!!

بې احساسه پلار اصلاً له دې انساني سطحې نه ډېر ټيټ دى، چې د سړي په شان دا احساس وکړي، چې لور هم د خداى مخلوق او بيا د ده له پښته ده او هغه د ده په مال کې ثابت حق لري، چې په ژوند کې يې چاته د بښلو حق نلري، په مرگ خو لا د هغه په لاس کې څه نه دي.

که انسان د قبايلي احمق او لويدلي اند نه ليرې او پورته فکر وکړي؛ نو د نسبت او نسب په سلسله کې د زوى او لور څه فرق دى؟ دواړه د پلار اولاد دي که څه فرق لري هغه خداى ښودلى دى او هغه هم د هغه نقش او وظايفو د تفاوت له مخې دي؛ ده، چې دا دواړه يې په ژوند او عملي ژوند کي لري لور او خور ته په دې اندازه پردي نظر او له هغوى سره په عملي ژوند کې دومره پردي سلوک به د لور او خور لپاره په دې کور کې د شراکت او وينې د اشتراک څه پريږدي؟

آيا د يو ميښ کټي زوى په خاطر د يوې بي بي لور پر حق بولي او قبضه به د هغه په دنيا او آخرت کې کوم فوق العاده بدلون راولي؟!!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د