افغانستان

تازه خبر: دجانیخیلو پخوانی ولسوال مشهورقومندان سادول ووژل شو

n00047760-bله پکتیکا ولایت نه په ورکړل شوي راپور کې ویل شوي نن غرمه ۱۲ بجې دجانیخیلو ولسوالۍ  بازار ته څیرمه  دجانیخیلو ولسوالۍ په پخواني ولسوال احسان الله (سادول) او ورسره ملګرو باندي سرښندونکی برید ترسره شو چې له امله یې احسان الله سادول او دشاه اغا به نوم یو بل مشهور قومندان له خپلو درو تنو ساتونکو سره ووژل شول. احسان الله چې په سادول سره یې شهرت درلود په پکتیکا ولایت کې دکرزي رژیم له مشهورو څهرو څخه شمیرل کیده

،چې تردې وړاندي هم څو ځله دطالبانو له لوري دبریدهدف ګرځيدلی وو.

احسان الله سادول داشغال په اوئیلو کې دډیلي ولسوالۍ امنیه قومندان وو او له هغه وروسته دجانخیلو ولسوالۍ ولسوال پاته  شوی .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپیښې پړه منلې او  ویلي یې دي چې برید ددوئ ملګري (حسن ضرار ) ترسره کړ چې دسادول او اغاشاه په شمول یې پنځه تنه وژلي .

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي سادول په سیمه کې دکرزي رژیم مشهور قومندان وو چې په ډیرظالم شخصیت   سره یې شهرت درلود ،ذبیح الله مجاهدوايي سادول په سیمه کې دامریکایي ځواکونو ډیر نژدې او معتمد کس وو ،چې امریکايي ځواکونو ته دجاسوسۍ ترڅنګ  په جانخیلو ولسوالۍ کې داربکي سازي دپروژې مشري هم په غاړه درلوده.

نوموړي زیاتوي سادول په تیرو لسوکالو په ډیرو جنایتونه او وحشتونو کې مستقیما لاس درلود، زموږ دمعلوماتو لمخې په تیر وخت کې یې ۱۰ تنه بې دفاع ملکي وګړي او ۳۹ تنه مجاهدین یې په شهادت رسولي. او همداراز په داولسي خلګو ۱۴ بابه کورونه یې په اورسوځولي.

دکورنیو چارو وزارت چارواکو پیښه تاید کړې اوویلي یې دې چې دقومندان احسان الله  ترڅنګ درې نور ملکي وګړي په پېښه کې وژل شوي.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close