شعـــــرونه

غزل – ډاکټر فیض محمد ځلاند

اوس لکه غر د کاڼي زړه لرم سودا نلرم
وجود مې پریښی دی چې تا نلرم سا نلرم

اوس مې د تندې ماتیدو ته سمندر وچیږي
اوس چې زه تږی شم رقیب لکه صحرا نلرم

د اور په سر لکه د دود تصویر چې خور شي هر خوا
زه په کې سوځم دې تصویر کې زه ښکلا نلرم

ما خپل تقدیر تړلی نه دی په تدبیر جانانه
زه خپله سیوری یم حاجت ستا د رڼا نلرم

د ځلاند ژوند دی مختصر ستا تر وجوده پوري
زه بې له عشقه بې له مینې هیڅ مانا نلرم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x