
سوريه کې ۲۷ ايراني پوځيان وژل شوي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): تېرو څلورو ورځو راهيسې سوريه کې د بشارالاسد رژيم د مخالفو وسله والو په بريدونو کې د دوو لوړپوړو افسرانو په ګډون ۲۷ ايراني پوځيان وژل شوي دي.
د ايران رسمي او غير رسمي رسنۍ وايي، چې دغه ايراني پوځيان د سوريې شمال حلب کې وژل شوي دي.
وړمه ورځ ايراني چارواکو منلې وه، چې د انقلاب ساتونکي ځواک يو لوړپوړی جنرال محسن قارجاريان له شپږو ايراني پوځيانو سره يو ځای د مخالفينو په مخامخ بريد کې وژل شوی و.
بريد جنرال قارجاريان د سوريې جګړې لپاره د ايران مشر سلاکار او د امام علي رضا د وسله والې فرقې مشر قوماندان و.
ايراني پوځيان له تېرو څو کالو راهيسې سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ له سني مخالفينو سره جګړې کوي او تر څنګ يې ايران پلوې حزب الله شيعه ډله هم سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ له مخالفينو سره په جګړو اخته دي.
د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې ايران او حزب الله د لسګونو افسرانو په ګډون زرګونو پوځيان له لاسه ورکړي دي.
ايران سوريې ته د بشارالاسد د ملاتړ او مخالفينو د ځپلو لپاره د خپلو لوړپوړو نظامي افسرانو تر څنګ له ايران، افغانستان او پاکستانه زرګونو ايراني ملېشې لېږلي دي.
د ايران انقلاب ساتونکي ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري وايي، چې سوريه کې د ايراني پوځيانو جګړه د «سپېڅلو موخو» لپاره ده او د هغو ګواښونو پر وړاندې جګړه کوي، چې ايران ته متوجه دي.
سوريه کې د وژل شوو ايراني پوځيانو د جنازې پر مهال جنرال جعفري وويل، چې دا پوځيان سوريه کې د ايران د ګټو او هغو ګواښونو پر وړاندې قرباني شول، چې ايران ته متوجه وو.
فرانس پرېس خبري اژانس وايي، چې تېر اکتور راهيسې شاواخو سل ايراني افسران او ملېشې په سوريې کې د مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي دي.
په دغو وژل شوو کسانو کې د ايران وتلی جنرال حسين همداني هم و، چې عراق او سوريې کې د جګړې بنسټګر بلل کېده او له اتيا زيات عمليات يې کړي وو.
دا دی بی دینه ایرانی جنرالان باید درست له بین ولاړ شی ځکه چی اسلامی نړی له دوو خواو نه په خطر کښی ده یو دامریکا دی وحشیانو له طرفه او بله دایران له پلیته اداریی له خوا چی دواړه یی اسلامی نړی ته یو شی دی. او دمسلمانانو دشمنان دی.