نظــر

افغانانو ته د اناواک د وروستي ټولواک وینا

پامیر زیارمل

کله چې پروسږکال ایرنان کورتېس د اناواک له پلازمېنې تېنوچتيتلان څخه وتېښتېد، موږ ټول پوهېدلو، چې هغه بیا له نوو ځواکونو سره راځي، تر څو زموږ هېواد لوټ او له منځه یوسي. د اناواک نوي غښتلي ټولواک کوواتېموک زه د پوځ مشر وټاکلم. ما له ده او ټول ولس سره ژمنه وکړه، چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به له ښکېلاکګرو سره جګړه کوم او هیڅکله به هسپانویانو ته تسلیم نه شم.

لکه څنګه چې موږ انګېرل، هسپانویانو په دوبي کې یوځل بیا هڅه وکړه، چې د اناواک د نه اېلېدونکو لوړو غرونو پر څوکو خپل رپی پور ته کړي. لومړی د کورتېس په مشرۍ هسپانویانو د تېسکوکو ښار ونیو او بیا یې له هغه ځای څخه د تېنوچتيتلان لوري ته اتل لېږد وکړ. یوه اونۍ وروسته دوی تېنوچتيتلان محاصره کړ او خونړۍ جګړه پیل شوه.

زه د پوځ د مشر په توګه ښه پوهېدم، چې موږ د اتومي نومي ټبر له مرستې څخه پرته هسپانویان نه شو شړلای، نو ځکه مې شاهزادۍ اتومي ته لارښوونه وکړه، چې د سوسېن ښار ته لاړ شي او د اتومي له ټبر څخه بېړنۍ مرسته وغواړي. څو ورځې وروسته هغه له شلو زرو سرتېرو سره بېرته را ستنه شوه او زموږ په سړو زړو کې یو ځل بیا د هیلې ډېوه بله شوه.

خو له څو ورځنیو نښتو څخه وروسته زموږ په ګډون د پلازمېنې ټول وګړي وپوهېدل، چې مړینه ډېره نژدې ده او نور له کورتېس سره جګړه نه شو کولای. د تېنوچتيتلان ټولې کوڅې له مړو ډکې وې، په ښار کې نور نه خواړه او نه د څښاک اوبه وې. زما ټول بدن په وینو ککړ وو، خو وسپنیز هوډ مې د دې ځواک راکاوه، چې له ښکېلاکګرو سره جګړه وکړم. زه له مړینې څخه نه ډارېدم، بلکې ویاړېدم، چې لکه رېښتینی نر د جګړې په ډکر کې مرم، نه په کټ کې. په دې برخلیک ټاکونکو شېبو کې زما لپاره یوازېنۍ خواشيني دا وه، چې نوی زېږېدلی ماشوم مې له لوږې څخه مړ شو.

له څو ورځو جګړو وروسته هسپانویانو تقریباً ټول ښار ونیو او له دې سره زموږ وروستۍ ګړۍ راورسېدله. خو زه د خپلو ټولو ملګرو په څېر مړینې ته چمتو وم. د تېنوچتيتلان ټول ژوندي پاتې شوي وګړي، چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو، د پخواني ټولواک مونتېسوما په ماڼۍ کې راغونډ شول. هلته د اناواک وروستی ټولواک کوواتېموک پر پلاز ناست و او ژور فکرونه یې کول. لږ وروسته هغه ماته را ږغ کړ او را ته وې ویل: «ته ډېر مېړنی سرتېری یې! په ټوله نړۍ ستا غوندې زړور خلګ ډېر لږ دي، خو اوس ته زما خبرې واوره! هو، تا زما او زموږ د ښکلي هېواد له ټول ولس سره ژمنه وکړه، چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به له غلیم سره جګړه کوې او هیڅلکه به دوی ته تسلیم نه شې. خو اوس ته پخپله وینې، چې موږ ماتې وخوړه او نور جګړه هیڅ مفهوم نه لري. موږ باید لږ تر لږه د خپلو ښځو او ماشومانو ژوند وژغورو! ستا وسپنیز هوډ او تلپاتې ژمنتیا به د تل لپاه په پېښلیک کې ولیکل شي او د پېړیو په پوړیو کې به ستا نوم د مړانې سمبول وي».

دی غلی شو، بیا یې خپلو خبرو ته ادامه ورکړه: «زما زړه ژاړي، ځکه چې نن زه د خپلو پلرونو او نیکه ګانو پلاز دلاسه ورکوم، خو زما ولس شاهد دی، چې ما هر څه چې په وس مې وو، و مې کړل. زه تا ته د مشر بولندوی په توګه وایم، چې وسله مو پر مځکه کښېږدئ! زموږ په هېواد کې نوی پېر پیل شو، نور زه ستاسې ټولواک نه یم».

ټولواک کوواتېموک ایرنان کورتېس ته جرګه ور واستوله او خبرې اترې پیل شوې. هسپانویانو لوړه وکړه، چې د ټولو ژوند به وساتي او کوواتېموک ته د یوه ټولواک، نه د یوه یرغمل په سترګه ګوري. موږ ټول تسلیم شوو او تېنوچتيتلان په بشپړه توګه د هسپانویانو تر ولکې لاندې راغئ. هسپانویانو زه، د پوځ د مشر په توګه، له ټولو څخه بېل کړم او ځانګړي اړتون ته یې ولېږدولم. که څه هم چې هسپانویانو ژمنه کړې وه، چې د ټولو ژوند به وساتي، خو په اړتون کې دوی هره ورځ زه لکه سپی وهلم او ډوډۍ یې نه راکوله. زما په ژوند کې نور د رڼا څرک نه و، خو بیا هم زه ډېر ښادمن وم، ځکه چې زما ټولواک کوواتېموک او د تېنوچتيتلان نور وګړي ژوندي او ازاد وو. ما له ځان سره وپتېیله، چې نور به د ژوندانه له کړاونو او خواریو سره مبارزه نه کوم.

له خدای څخه مې یوازې د مړینې غوښتنه کوله، چې یوه ورځ هسپانویانو ناببره زه یوې سترې خونې ته بوتلم. هلته د افغانستان د تېر او اوس ټول مشران راټول وو. د دوی په منځ کې کوواتېموک و، چې ټول بدن یې په وینو وو او له سترګو څخه لکه د اباسین سیند د اوبو په څېر وینې بهېدلې. زه ورنژدې شوم. سر مې ور ته کښته کړ او په ژړند ږغ مې ور څخه پوښتنه کړه: «زما ګرانه ټولواکه، ولې ته دلته یې او ولې ستا له سترګو څخه سرې اوښکې بهېږي؟ کورتېس ژمنه کړې وه، چې تا ته به د ټولواک په سترګه ګوي…». ما د کوواتېموک پر شونډو زهرجنه موسکا ولیدله او هغه د پوښتنې د ځواب پر ځای ما ته وویل، چې له ټولو سره یو ځای د ده وینا واورم.

کوواتېموک په لوړ ږغ د افغانستان مشرانو ته خپله وینا پیل کړه: «پتمنو وروڼو! افغانستان په نړۍ کې تر ټولو وروسته پاتې هېواد دی! ۸۰ سلنه افغانان نالوستي دي! تاسې خپل زامن د ښوونځي پر ځای هتۍ ته استوئ! په ټوله نړۍ تر تاسو بې اتفاقه خلګ نشته! د تاریخ په اوږدو کې ښېلاکګرو تر تاسو بل هیڅوک دومره ډېر نه دی غولولی! هغې نیمګړتیاوې چې تاسې لرئ، بل یې هیڅوک نه لري! ستاسې ژوند له خاپوړي څخه تر مړینې پورې په خپلمنځي شخړو او ناوړه سیالۍ کې تېرېږي! که زه ستاسې د نیمګړتیاوو لړلیک ولولم، د ژوند لس کاله مې ځي!

له دې ټولو سره سره زه له خدای څخه یوازې یو شی غواړم! زه شپه و ورځ له خدای څخه غواړم، چې هغه ما افغان وزېږوي! هو، دا زما یوازېنۍ غوښتنه ده! تر افغانانو مېړني نارینه نشته! تاسو هیڅکله نیواکګرو ته سر نه دی ټیټ کړی! تاسو د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره د نړۍ له پینځوسو سترو هېوادونو سره جګړه وکړه او ټول مو وشړل! تاسې هغه یاست، چې مړینې ته خاندئ! تاسې هغه روغ لېونیان یاست، چې د لندن، مسکو او واشنګټن واکمنان مو لېوني کړل! هو، زه یوازې دا غواړم، چې افغان وزېږېږم او په یوه لاس کې توره او په بل کې قلم ونسیم!».

کله چې کوواتېموک دا ویل، سترګې یې لکه د ګربت داسې وځلېدلې. تر نن ورځ پورې ما په کوواتېموک کې دومره برم و پرتم نه وو لیدلي. افغانانو یوه بل ته هېښ هېښ کتل، خو څه یې نه ویل. کوواتېموک خپلو خبرو ته ادامه ورکړه: «درنو وروڼو، تاسو ته به څرګند وي، چې پروسږ کال ایرنان کورتېس له خپلو ملګرو سره زموږ خاورې ته راغئ! زموږ پخواني ټولواک مونتېسوما په ورین تندي د دوی تود هرکلی وکړ او کورتېس ته یې ګڼې ډالۍ ورکړې! ده غوښتنل په بډه ورکولو خپل ځان او هېواد وژغوري. هغه مهال ما او د اناواک نورو مخورو داسې انګېرل او ننګېرل، چې کورتېس مونتېسوما غولوي. خو مونتېسوما زموږ خبرو ته غوږ نه نیوه! مونتېسوما بلاخره کورتېس ته په دې هیله تسلیم شو، چې هغه به د خپل لورینې له مخې اناواک ویجاړ نه کړي او بېرته به د اروپا لویې وچې ته ستون شي. خو کورتېس د مونتېسوما له تېروتنې څخه ګټه پورته کړه او په پر له پسې توګه یې خپل نفوذ ډېره وه، چې بلاخره د اناواک ډېری وګړي د ده غلامان شول او ده ټولې ماڼۍ لوټې کړې. له دې وروسته ما او نورو مخورو د مونتېسوما په وړاندې پاڅون وکړ او هغه ووژل شو… بیا موږ هم هسپانویانو ته تسلیم شوو، ځکه چې دوی زموږ سره ژمنه وکړه، چې ټول به ازاد کړي…».

کوواتېموک غلی شو. نه پوهېږم، چې د ده په زړه کې څه وو، خو زما زړه له اوښکو ډک شو. یوازې اوس زه وپوهېدم، چې زموږ تسلیمېدا لویه تېروتنه وه. هو، موږ باید د وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې جګړه کړې وای او مړه شوي وای! خو اوس خبره له خبرې تېره وه، موږ ټول د هسپانویانو په اړتون کې و. کوواتېموک بیا افغانانو د خپل زړه چیغه واوروله: «لنډه ده، چې اروپایانو موږ وغولولو! دوی زموږ سره د ازادۍ ژمنه کړې وه، خو اوس ټول د دوی غلامان یو. موږ فکر کاوه، چې دوی د نومهالي تمدن استازي دي او زموږ هېواد به پرمختګ وکړي، خو اوس ټول اناواک کنډواله دی. دوی زموږ د هېواد وروڼه ټبرونه په خپلمنځي جګړو اخته کړل او نن اناواک د کورنۍ جګړې په سرو لمبو کې سوځي! اناواک نور نشته! موږ خپل هېواد بایلود! خو افغانستان لا شته او هغه تاسې باید وژغورئ! زموږ تېروتنې مه تکراروئ! د اناواک کانه باید په تاسو و نه شي! ستاسو باید پانیات شي، چې دوی ټول یوازې درواغ وايي او تاسې غولوي!

افغانانو، زما خبرو ته په دقت غوږ ونیسئ! اروپایانو تر هر څه لومړی موږ ته ډالۍ راکړې، ترڅو و مو غولوي! بیا یې د ټولو ټبرونو تر منځ سیالي او جګړې پیل کړې! بیا یې زموږ هېواد په بشپړه توګه ونیو! خو بیا هم موږ په خپل زړه کې دا هیله درلودله، چې دوی به اناواک ته د پوهې رڼا راولي، خو د دې پر ځای نن موږ د اروپایانو غلامان یو!

افغانانو! نن دوی په افغانستان کې هغه څه کوي، چې په اناواک کې یې په ۱۵۲۱-م زېږدي کال کې کول! دوی تاسې په شمال او سوېل، تاجک او پښتون، ښی او کیڼ وېشي! دوی ستاسې سره بې شمېرې ژمنې کوي او تاسې باور کوئ! را وېښ شئ! خپل هېواد مه بایلئ، لکه څنګه چې موږ اناواک بایلود!

افغانانو! خپلې ټولې پخوانۍ شخړې، سیالۍ، ناندرۍ هېري کړئ! خپل هېواد ته چوپړ وکړئ! پر پردیو بارو مه کوئ، دوی ټول تاسو ته درواغ وايي!

افغانانو! راوېښ شئ! ځان پر پښتون، ازبک، تاجک، هزاره مه وېشئ! ځان پر شمال او سوېل مه وېشئ! ځان پر موژوالا او موګوالا مه وېشئ! ځای پر طالب او ناطالب مه وېشئ!

افغانانو! پوه شئ، چې ستاسې هېواد به یوازې هغه مهال پرمختګ وکړي او سمسور به شي، چې تاسې د خپل کور خاوندان شئ او کله چې په ټولنه کې مو نیاو وي!

افغانانو! اناواک نشته، خو افغانستان لا شته! زموږ تېروتنې مه تکراروئ! دوی ټول تاسو ته درواغ وايي!». کوواتېموک بیا غلی شو. هغه ما ته وکتل. زه ور نژدې شوم. کوواتېموک زما په لاس کې چاړه کښېښوله او را ته یې وویل: «څه چې زما په وس پوره وو، هغه ما وکړل. که دوی زما خبرې و نه مني، ډېر ژر به افغانستان ورک شي، لکه اناواک. اوس ته باید ما مړ کړې، ځکه چې مړینه تر غلامۍ ښه ده…».

افغانانو د کوواتېموک له وینا وروسته د الله اکبر نارې وهلې، نو ځکه ما حتی خپلې خبرې نه اورېدلې. کوواتېموک پر ما ږغ وکړ: «توماسه وینګفیلده! زما خبره ستا لپاره قانون دی! مړ مې کړه!». کله چې ما دا نوم واورېد، وپوهېدم، چې بیده یم او دا ټول خوب دی! راوپاڅېدم، اذان و. په لاس کې مې د رایدر هګرد «د مونتېسوما لور» نومي کتاب و.

هو، دا یوازې خوب و، خو د ټولواک کوواتېموک هره خبره حق ده او موږ باید هغه ومنو، که غواړو، چې هېواد ته مو تلپاتې سوله راشي او نوی پښت روڼ راتلونکی ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x