fbpx

معلم اول ګل مجاهد…ويده مسافر

لطف الله خيرخوا

نه پوهېږم، چې ولې مې د دې مسافر شهيد ياد نه پرېږدي؟ مياشت به کيږي، دا فکر کوم، چې دويمه فروري د معلم اول ګل رحمه الله د شهادت ورځ ده..زړه ته مې ډېرې خبرې راشي، خو ژبه يې له ترجمانۍ عاجزه وي، قلم يې تعبير نه لري.

کله وايم، چې معلم صاحب دې نږدې ليدلی ځکه دې دومره عواطف ورمايل دي، خو زړه مې ووايي، ډېر داسې شهيدان شته، چې ته يې همداسې ښه پېژنې، دا خبره نه ده. کله وايم کېدای شي، دا به هغه عقيدت وي، چې د خالص بابا د لاس نيالګيو ته يې لرې، زړه مې وايي، هغه خو زرګونه نيالګي کرلي، هر يو سره دې همدا عقيدت دی. کله وايم دا به د نړېوال جهاد د مساندې محبت به وي، زړه مې وايي، په دغه تار خو ډېر شهيدان سره تړل شوي.

کله وايم، دا به هغه مسئوليت وي، چې خالص بابا پيل کړی کار ده د سر په بدله ومانه، بيا مې هم زړه بلا شهيدان سترګو ته ودروي. ښه! اخر څه وجه ده، چې د دومره شهيدانو تر منځ راته دغه مسافر شهيد سترګو سترګو ته کيږي؟

څومره مې چې فکر ژور ته کوز کړ، دوه ځوابه مې وموندل :

لومړی دا چې، په قائدانه رول کې د ده د همسنګرو تر منځ دده د سترې سرښندنې وارث پيدا نه شو. ده، چې په کوم متانت د حالاتو جبر تمبه کړ او د يو عظيم رسالت بلونکي يې په سترګې سترګې چاپېريال کې په دومره راز کې مصئون کړل، چې ايله يې د مرګ زورورې ژبې د دغه راز د افشاء شيمه لرله!

ده، چې څومره ترېنګلي مهال کې د يوه باثباته، دراک او زيرک مجاهد په توګه مرحله په مرحله ګام پورته کړ او ګام پر ګام تر هغې مرحلې ورسېد، چې ستره داعيه يې د نړېوال تاړاک له هغه ګوزاره خوندي کړه، چې کېدی شي، احياء يې د کوم سست او مصلحت امېز حرکت د تدريجونو کږلېچ کې د بيخي تت اواز په بڼه شوې وای، مګر د دغه ستر شخصيت د مناسبو اقدامونو له برکته د يوه ګړندي عکس العمل په بڼه د داسې کړنګېدلي اواز په بڼه برسېره شوه، چې هر انعکاس يې د دښمن د زړه رګونه څيري!

ده، چې د خپل وطن او خپل بابا امير د اصيل ثقافت د ترجمانۍ لار ونيوله، هغه شرم يې هيڅکله او په هيڅ ډول خپلو خلکو ته پرېنښود، چې په يو عظيم امت کې د قيامت په ورځ د سرښندنو او ثبات د قامتونو تر منځ ورک ودريږي. ده خپل خلک په هغه ورځ د قامتونو سيالۍ ته داسې وځلول، چې ګاونډې پرګنې به يې د حسين قامت تر ښنګرو هم ونه رسيږي!

ده، چې د خپلې پيل کړې دندې تسلسل ته په کوم تعهد وينه ورکړه، دا به د هماغه اصيل ثقافت د ترجمانۍ تسلسل وي، چې د مدني چم د انصارو پلونه يې تر اوسه تازه ساتلي او تر قيامته به د ځوانۍ او ژواندانه د نذرانې بېلګه ياديږي!

ده، چې د کوم هېر شوي احساس(مؤاخات) د را ژوندي کولو لپاره ذاتي رفاه د کيوبا پنجرو ته وغورځوله، دا بېلګه ايله د مکي نازنين مصعب رضي الله عنه د لارويانو قافله کې پيدا شي..مصعب رضي الله عنه هغه ځوان و، چې د مکې پېغلو به يې د څڼو تېل، د کاليو نرمي او د بدن خوشبويي په سندرو کې يادوله، مګر دغه نازنين مصعب په احد غزا کې داسې خړ او ګردجن شهيد شو، چې د الله جل جلاله رسول صلی الله عليه وسلم ته يې افسوس ورغی او داسې يې تکفين کړ؛ که سر يې پټاوه، پښې يې لوڅېدې او که پښې يې پټولې سر يې لوڅېده!

دوهمه دا، چې اول ګل مجاهد د داسې برادرانه خيانت ښکار شو، چې هيڅ د تسلۍ ځای نه لري. څومره، چې زړه تکيه کوې، هغومره د دې خيانت تيغونه زړه څيري. په داسې يو چاپېريال کې، چې د يوې تړې ياران په کې حاکمان وو او بيا هم اول ګل مجاهد بهرنيانو ته داسې ډالۍ شو، چې ده په دې صورت ان خپلو خلکو ته د همدې زرپالو يارانو وېښته هم نه ورکاوه!

دې خيانتګرو يوه خپلوي هم پر ځای نه کړه، هره خپلوي يې پرې کړه، هر حرمت يې پايمال کړ او هر تقدس يې پښو لاندې کړ. دی چې د خپلې ننګې انا اخيستی و، دومره يې خوشبينه کړی و، چې ډېر بې اعتباره خلک يې هم سړيو کې شمار کړل، همدغې خوشبينۍ معلم صاحب تر ګوانتانامو ورساوه.

ده د واکمنې ډلې هيڅ شخصي منفعت نه و ګواښلی، مګر د ده په تروړلو کې واکمنو خپله شخصي ګټه ليدله، دغې ګټې د زمانو ياران ړانده او کاڼه کړل، هغسې يې بيا سترګې هم بدلې کړې، چې ډېرو درنو سپين ږيرو شفاعتګرو هم قانع نه کړای شول. معلم صاحب چې څه وګالل، تېر شول، مګر هره دويمه فروري به د دې بې ننګو مخونه د تاريخ څپېړو سره مخ وي..هره دويمه فروري به معلم صاحب ژوندی د دوی مخې ته ولاړ وي، هره بې ننګي به يې ورښايي…هره دويمه فروري به د معلم صاحب شاهکارونه اورېدل کيږي او همغه کردار به يې ستايل کيږي، چې بې ننګو واکمنو هضم نه کړای شو…

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افضل خان
میلمه
افضل خان

ژوند په دې ليکنه، داسې مې اورېدلي دي، چې امريکايانو غوښتل، اخره کې معلم صاحب اول ګل بېرته له زندانه خوشې کړي او خپل وطن ته يې ستون کړي، خو همغو بزدلو او خيانتګرو يې د خوشې کولو مخالفت کاوه، چې د امريکا پر ډالرو روږدي شوي وو او له معلم صاحب څخه يې وېره لرله، په دوی کې د ننګرهار د «حاجی صاحب» او د شاړو د حضرت علي نومونه مشهور دي، اخر امريکايانو معلم صاحب شهيد کړ. انا لله و انا الیه راجعون.

رحمت الله
میلمه
رحمت الله

دحضرت علی ماهم اوریدلی دی چي ډیر خدای ناترسه او …………………….ده