نظــر

په ولس ملنډی وهل پر خپل ځان ملنډی وهل دی

دوکتور حمید الکوزی
دوکتور حمید الکوزی

نن ورځ د هیوادونو نړیوال دریځ او پرستیژ د هغوی دلښکر، د خاوری د مساحت، د نفوسو د شمیر او نورو مسایلو له مخی نه، بلکی ددوی د پوهی او اقتصادی قوت له مخی ټاکل کیږی. له بلی خوا د یوه هیواد سیاسی استقلال به تر هغه وخته موجود نه وی، تر څو له اقتصادي لوري په خپلو پښو ولاړ هیواد نه وی.

او د هیواد اقتصادی قوت تر دو طبقو پوری مربوط دی:

لومړی: د علم او پوهنی مختګ چی د هیواد معنوی قدرت یوه میزه بلل کیږی اوغوره مثال یی د نړۍ له بیلابیلو وچو څخه د امریکا متحده ایالاتو، جاپان، جرمنی او آسترالیا مثالونه راوړای شو چی د ژوند د اوچتی کچی لرونکی او په نړۍ کی د مناسب دریځ ، درناوی او پرتم لرونکی هیوادونه ګنل کیږی او د علمی آثارو د مطالعی په برکت په ذکر شویو هیوادونو کی منورین او د رغوونکی فکر لرونکی خاوندان نوی نسل روزی دعلم او پوهنی خاوندان په هیواد کی د ستونزو په وړاندی د حل لاری لټوی او د خپلی خاوری، عقیدی، کلتوری ارزښتونو لپاره ثابت مدبرانه ګامونه اخلی ترڅو یاد شوی ارزښتونه وساتی او د رشد لپاره یی هر اړخیزی چاری په کار ګماری.

دوهم: د هیواد ملی تاجران دی چی په هیواد کی سوکالی راولی او هیوادوالو ته د کار کولو موقع برابروی چی په نتیجه کی ملی تجاران د خپل تجارت د مالی ګټو مالیه دولت ورکوی او هیوادوالو ته د کار شرایط برابروی.

د علم په اساس او د واقعیت په چوکاټ کی به د خپل ګران افغانستان حالت وڅيړو د حامد کرزی صاحب انتقالی دوری ته علماء پوهان او د مدنی ټولنی فعال غړی ډیر خوشحاله او د امید نه ډک سترګی په لاره وو چی الله مهربان دی په هیواد کی نیکو او پاکو اشخاصو ته د کار او خدمت کولو وخت برابریږی. له بده مرغه د هیوادوالو خوب او خیال په ځای پاتی شو ځکه د بن د کنفرانس په بنیاد انتقالی دوره د سهامی شرکت په اساس او د قدرت د ویشلو پر بنسټ یی پیل وکړ. د سهامی شرکت ځنی غړیو په ډیره زرنګی سره د انتقالی دوری د قدرت له ویش نه لویه مالی ګټه پورته کړه او په انتقالی دوره کی یی ملی او بین المللی ریښی پیدا کړی او د یوه فعال قوت په شکل یی ځانونه هیوادوالو او بین المللی ناظرینو ته د سیاست په ډګر کی وروپیژندل.

د هیواد علماء، پوهان او د مدنی ټولنی فعال غړی د انتقالی دوری له نظرنه ولویدل هغه پوهان او د مدنی ټولنی فعال غړی چی د سهامی شرکت د غړیو په قطار کی ولاړ اشخاص وو هغوی ته د کار موقع برابری شوی خو د سهامی شرکت د غړی د خدمت لپاره نه د هیواد او هیوادوالو لپاره .

کله چی دحامد کرزی د لومړی ځل د ټول ټاکنو اواز را پورته شو نو په هغه وخت کی د سهامی شرکت ځنی غړی داسی قوی سوی وو چی خپله حامد کرزی هم ورته حیران وو که په ټول ټاکنو کی دسهامی شرکت غړیو ته ځای ورنکړم نو د افغانستان سیاسی وضعیت د بحران طرف ته روانیږی نو بهتره همدا ده چی د قدرت د ویش په اساس په هیواد کی ټول ټاکنی تر سره شی . د سهامی شرکت ځینو فعالو غړیو د جلالت مآب حامد کرزی د فرمانونه امضاء کولو او احکامو اخستل د خپلو ګټو ساتلو لپاره د اشخاصو مقرر کول او د بیا رغونی د بودجی غلا کول د بین المللی او ملی قراردادونو اخستل او بیا په دوهم یا دریم لاس خرڅول لاس په کار شول. کله چی په هیواد کی د دوهم ځل لپاره د ټول ټاکنو وخت راورسیدی د سهامی شرکت ځینی شریکان د مافیایی ګروپونو خاوندان شول چی د کابل په ښار کی به یی چی زړه غوښت اشخاص اختطاف کول. د یادونی وړ ده د حامد کرزی د وخت د ملی دفاع د وزیر کور ته په رڼا ورځ ورننوتل او غلا یی کړ، نغدي پیسی او وسله یی تری یوړه او په آخر کی د ښار د پراختیا معین اختطاف کړ چی څو ورځی وروسته یی د پټی معاملی په اساس را خلاص کړ. په کابل کی د مشرانو ترور د مرحوم وزیر صاحب حاجی قدیر او داسی نور ترورونه چی بیشماره دی او په مرموز شکل په قتل رسیدلی دی. د ملی تجارانونه باج اخستل بعضی ملی تجاران اختطاف شول چی ځینی د پیسو په مقابل کی راخوشی شول او ځنی یی په قتل ورسیدل ملت ډیر په تکلیف شو او هیواد والو د تغییر او بدلون ناری وهلی حتی د جهان دوهم مفکر ډاکترصاحب اشرف غنی هم ناری وهلی چی باید په هیواد کی تغییر اوبدلون راشی.

د جهان دوهم متفکر ډاکتر اشرف غنی د افغانستان دردیدلی اولس ته په خبرو کی ځان داسی معرفی کړ چی بی عدالتی به ختموم کار به اهل کار ته سپارم اختلاس ، غلا او رشوت به په هیواد کی ختم کوم .  د افغانستان دردیلی ولس نور څه غوښتل همدا یی غوښتنی وی. حتی محترم حامد کرزی له ځان سره دا فیصله وکړه چی ډاکترصاحب اشرف غنی جدی او قاطع شخصیت دی له اشرف غنی نه یی حمایت وکړ همدارنګه په هیواد کی نویو تاسیسه احزابو او ځنو نورو ملی او اسلامی احزابو حتی ځینو طالبانو وروڼو داشرف غنی د ټول ټاکنو د مرکزونو امنیت په غیري رسمی توګه په غاړه اخستی وو، په پایی کی ټول ملت ورته رایه وکړه.

ډاکتر اشرف غنی د ارګ د ننوتلو سره دومره مینه درلوده چی هغه مینی ته په الفاظو کی ځای نشته چی په رسمی توګه د افغانستان اولس مشر اعلان شی او د هغه تره ډاکتر کوچی د کبر او بی ځایه غرور څخه پرته د بل ابتکار خاوند نه بلل کیږی. اوس ګران هیوادوال د ډاکتر صاحب اشرف غنی څخه پوښتنه کوی چی ته زمونز په رایو ولسمشر شوی یی د افغانستان میړنی ولس ستا سره وفاه وکړه اوته ولی د میړنی ولس سره جفاه کوی. د افغانستان قهرمان ولس د ولسمشر اشرف غنی نه بله پوښتنه داده: ولمشره که تاسی د افغانستان قهرمان ولس ته فقط د رایو اخستلو لپاره بازی ورکړی وی نو د چل او ول یاری خو ډیر کم عمر لری.

د افغانستان قهرمان ولس اشرف غنی ته وایی چی د افغانستان قهرمان ولس ستاسی ځخه د خپلو وعدو عملی کول غواړی.

دا هغه مطالب دی چی په ګران هیواد افغانستان کی په عملی سترګو لیدل شوی او لیدل کیږی .

اوس به راشو خپل مضمون ته که ولسمشر اشرف غنی او رییس صاحب اجرایه داکترعبد الله عبدالله په ریشتیا د ګران هیواد افغانستان آبادي غواړی چی په خپلو پښو ولاړ هیواد ترینه جوړ شی نو ولسمشر او رئیس صاحب د اجراییه باید دوه طبقو خلقو ته ډیر اهمیت ورکړی هغه مفکرین او پوهان چی د غلا او اختلاس نه پاک اشخاص وی او هیوادوال پری د پاکی شاهدی وړکری باید دولتی چاری وروسپارل شی او د سولی په لار کی هلی ځلی وشی چی په هیواد کی سوله راشی.

اوبله برخه د ګران هیواد تجاران دی ولسمشر اشرف غنی او ډاکتر عبد الله ریس اجراییه ملی تجاران تشویق کړی اوله هغوی نه حمایت وکړی چی هیواد او هیوادوالو ته په صداقت سره خدمت وکړی .

زه د افغانستان دپخواني ولسمشر حامد کرزی او ولسمشر اشرف غنی او رئیس صاحب اجراییه ډاکتر عبد الله عبدالله څخه هیله کوم چی د ملی تفاهم په اساس یوه مشترکه نوی برنامه جوړه کړی او خپل مینځی اختلافاتو ځخه ډه ډه وکړی او د نوی تفاهم په اساس د سرتاسری سولی او سالمی حکومتداری او پرځان باندی د نیکو اشخاصو راټولولو لاری چاری ژوندی کړی. که ګران هیواد افغانستان په دسیسو، قهر،غضب، انتقام اخستلو، بد رد ویلو، ځان لوړ ګڼلو، او نورو ته د سپک نظر کولو سره جوړیدای نو د ذکر شویو الفاظو حالات مو په ګران هیواد کی په مختلیفو حکومتونو کی ولیدل اما له بده مرغه انجام یی ډیر خراب وو او ګرانو هیوادوالو ته ډیر ګران تمام شو.

د آباد او سولیز افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x