
لسګونو زره سوريايي کډوال د ترکيې او سوريې پولو ترمنځ د مرګ او ژوند ترمنځ شپې تېروي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د سوريې او ترکيې پولو ترمنځ د سوريايي کډوالو شمېر مخ پر زياتيدو دی او دغه خلک د روسي او امريکايي بمباريو له امله د ترکيې پولې ته څېرمه د سړې هوا او ورښتونو له امله په تش ډاګ شپې ورځې سبا کوي.
د الجزيزې تلويزون خبريال منتصر ابو نبوت وايي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو زره بې ځايه شوي سوريايي کډوال د لوږې او تندې په حالت کې وخت تېروي او ډېری يې د سړې هوا له امله ناروغان شوي، چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
عربي رسنۍ وايي، چې زرګونو ښځې، ماشومان او عمر خوړي سپين ږيري د مرګ او ژوند ترمنځ دي او د دغو بې ځايه شوو کډوالو مېشت سيمې ته نږدې د بشارالاسد ځواکونه او روسي الوتکې بمبارۍ کوي، چې له امله يې په خلکو کې وېره او ترهه خپره شوې ده.
ترکي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې د سوريې پولو ته نږدې باب السلامة ته يې د خوراکي توکو او خيمو ډکې لارۍ لېږلي، چې د کډوالو د ژغورنې غم وخوري او دغو اړوو کډوالو لپاره به د لنډې مودې لپاره د سوريې دننه پنډغالی جوړ کړي او وروسته به دغو کډوالو لپاره ترکيه کې ځانګړی پنډغالی جوړ شي.
د ترکيې کلس ولايت والي وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې پنځه دېرش زره سوريايي کډوال د ترکيې پولو ته رسېدلي او تر اوسه يې شلو زرو کډوالو ته تيار خواړه رسولي دي.
د کلس والي وايي، چې دوی لګيا دي به بېړنۍ توګه د دغو لسګونو زرو کډوالو لپاره نوي پنډغالي جوړوي، چې اوس د سوريې او ترکيې پولو ترمنځ د سړې هوا او بمباريو له وېرې د مرګ او ژوند ترمنځ ژوند کوي.
بل پلو ترکيې کې اوسېدونکي زرګونو سوريايي کډوال د ترکيې او سوريې پولو ته راغلي او له چارواکو غوښتنه کوي، چې د بشارالاسد او روسي الوتکو د بمبارۍ له وېرې راوتلي سوريايي وګړو ته بايد ترکيه کې د اوسېدو اجازه ورکړای شي.
د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، چې له دېرشو تر څلوېښتو زرو سوريايي کډوالو د روسي الوتکو او بشارالاسد ځواکونو د وروستيو پرمختګونو له امله خپل کورونه پرېښي او د ترکيې سرحد ته څېرمه په سړه هوا کې د ورښتونو لاندې شپې ورځې تېروي.