نظــر

داسي وحشت هم شته ؟

Arbaki

لکه څنګه چي درانه لوستونکي پوهیږي داربکیانوڅخه دهیوادپه بیلابیلوسیموکي واړه اوزاړه ،ښځينه اونارینه سخت په تنګ شو ي دي ،دشپې اوورځي دولسي خلګومالونه لوټي ،پرښځواوماشومانوډله ییزجنسي تیري کوي ،دخلګوکورونوته دغلالپاره اوړي ،په زورله خلګوڅخه ډوډۍ ،پیسې اونورتوکي اخلي ،دمشرانواوعالمانوتوهین کوي آن په وهلو،بندی کولواووژلو یې صرفه نه کوي .همدانن مي داربکیانودظلم دوه لاندي ذکرشوي بوږنونکي خبرونه چي یوازي دیوه ولایت سره تړاولري ولوستل .

نن (داپریل پر۲۱مه نیټه )د لوګرولايت مرکزاړوندکماخېل سیمه کي اربکیانویوملاامام شهیدکړ.

ملاامام مولوي محراب الدین چي دشهیدانوجنازه یې اداکوله اربکیانو دجنازې له مراسموڅخه راوایست ،لومړی یې سخت وواهه اوبیایې دټولوخلګوپه مخکي په شهادت ورساوه .

دغه رازددغه ولایت له ازري ولسوالۍڅخه په یوبوږنونکي خبرکي ویل شوي چي اربکيانو دمولوي صاحب عبدالوهاب لويه ديني مدرسه بنده کړه. په دغه مدرسه کي دهمدې کلي او شاوخواسيموماشومانودیني زده کړې کولې .

په خبرکي ویل شوي چي په سيمه کي داربکيانومشر سور بټي خيل پرون له اربکي ټوپکماروسره دارزي چوتري سيمي ته راغی اودمولوي عبدالوهاب په مدرسه يې چاپه ووهله، لومړی یې نوموړی مولوي صاحب وواهه اوبيايې یوزیات شمېرولسي وګړي بندیان اوووهل .

دسیمه ییزوخلګوپه وینا اربکيانوکليوال په دې خاطر وهلي اوځورولي دي چي ولي داربکیزم بدنامي پروسې ته ځوانان نه ورکوي .

دهیوادپه نورسیموکي هم داربکیانودورته غوښتنوڅخه خلګ سخت په تنګ شوي دي ،دوی دخلګوڅخه په زورغوښتنه کوي چي له دوی سره ټوپک اوږې ته کړي اودخپل دین ،هیواداوولس پرضددیرغلګروپه ملاتړوجنګیږي .خلګوته وایې که همداسي نشي کولی نودمیاشتي په لسهاووزره افغانۍ راوړئ .

څوورځي مخکي دپنجوایې ولسوالۍ دزنګاوات دسیمي یواوسیدونکي کیسه کوله چي اربکیانو – هغوی چي په رسینوکي په پاڅونوالویادشول – ترې غوښتي چي خپل زوی ورسره ملګري کړي ،کنه نودمیاشتي دي پنځوس زره روپۍ ورکړي .نوموړي مجبوراخپل کور- کلي اودانګوروباغ پرېښوداوکندهارښارته ترې ګډه شو.

یوبل کس بیادکندهارددمعروف ولسوالۍ داربکیانوحکایت کاوه چي خلګ بې اندازې ځني په عذاب دي ، او ګډي کولوته یې هم نه پریږدي ،ځوانان په زورنیسي اودخلګوپه ځورولوکي یې دځان سره ملګري کوي چي وروسته بدې دښمني ورته جوړه کړي ،بیانوخلګ مجبوروي چي دځان ساتني په موخه داربکیزم په امریکایې پروسه کي پاته شي .

دننني اربکیزم کرغیړنه پروژه دنوي استعماردزاړه فارمول هغه نسخه ده چي «تفرقه واچوه ،واکمني پرې وکړه »همدااوس اوس دهیوادپه هغوسیموکي چي اربکي پکي جوړشوي ،په خلګوکي خپل منځي دښمنۍ اوتربګنۍ ترنوروسیموپه ځلونوپکي زیاتي دي ،کورپه کور،کلي په کلي اوقوم په قوم دښمنۍ ورځ تربلي زیاتیږي ،دافغان ولس ترمنځ دخواخوږۍ اوورورګلوۍ ښکلې فضادبې اتفاقۍ، بې باوروۍ اوآن په ځینوسیموکي خودجګړولوخړو اووینو لاندي کړې ده .

کوم کسان چي له خپل دین ،هیواداوولس سره مینه لري په هرموقف کي چي وي هرومروباید داربکیانوپرضدږغ پورته کړي ،کنه نوهسي دهیوادسره دمیني لاپي وهي ،په حقیقت کي همداډول کسان دولس غولوني هڅي کوي اودخپلوشخصي ګټوپه خاطردهیواداومظوم ولس سره پرروان وحشت اوبربریت سترګي پټوي .

میوندسادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x