شعـــــرونه

غزل: خالق يار احمدزی

خالق یار احمدزی

دښایستونو انګازې وې چې راووتې ته
د ژوند او مرګ دې اوازې وې چې راووتې ته

ماخو دوصل تکل کړی و دستاسو چم ته
.د تقدیر نورې فيصلې وې چې را ووتې ته

دا زړه مې چاود وکړ جانانه دغنم په رقم
نن ستا دغم کيسې درنې وې چې راووتې ته

شمله دې لوړه هیبتي ښکاري طالبه یاره!
د فتوحاتو سلسلې وې چې راووتې ته

له هندوکش، پامير، سپين غر او تر سور غره پورې
په هر قدم دې کارنامې وې چې راووتې ته

د مدار ستوری درته بیا په سلامۍ راغلی
پیل د لمر، سپوږمۍ کيسې وې چې راووتې ته

چې د ګل سره اغزی ؤ خوندیې نه و

له ښايستو ورکې پلمې وې چې راووتې ته

چې د عشق تغزل دې ځلا وکړه
ها خالقیاره! څه شیبې وې چې راووتې ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x