
کرزی: د سولي په بهیر دې هند، روسیه او ایران هم ورګډ شي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړې چې د سولي په بهیر دې هندوستان، روسیه او ایران هم ور ګډ کړل شي.
نوموړي دغه خبرې د ایران خبري اژانس فارس سره کړي، او زیاته کړې يې چې د افغانستان ستونزه که چیري کورنۍ وي، نو بیا باید افغانان په خپلو کې سره کښيني، او د سولي خبري مخامخ په خپلو کې سره وکړي، خو که دغه ستونزه له بهر څخه وي، نو بیا باید بهرني اړخونه دغه ستونزه هواره کړي.
باید وویل شي چې تېره ورځ د څلور اړخیز کانفرانس دریمه غونډه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې وشوه، چې په دغه غونډه کې يې د سولې په اړه د غونډو پر تداوم او همدا راز یې له طالبانو سره په مخامخ خبرو باندي هم ټینګار وکړ.
په دغه څلور اړخیزه ناسته کې امریکا، چین، پاکستان او افغانستان ګډون لري، خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی غواړي چې روسیه، هندوستان او ایران هم باید په دغو غونډو کې ور شامل شي، ځکه چې په سیمه کې مهم هیوادونه دي.
ښه ساعت مو تير دی ، صلح او صلح خبرې ، جنګ مو له چا سره دی او صلح د چا سره کوئ …
کرزی هغه پک منافق ده چی بل مثل نشته دا وطن دی کرزی دی پلار او نیکه وطن نده او ایران هیڅ دا حق نلری چی دافغانستان په مسایلو کی وغژیږی او دا دیی ایران. مشکل نده دی افغانستان. ده. کرزی دا وطن په خپل دمور میړه باندی وپلوره او تر اوسه همه منافقت کوی دی پشتنو دیی مشرانو لوی قاتل کرزی خبیث ده.
اسلام كي څوک حق نلري چاته بد الفاظ استعمال کړي تاخو داهم ندی زده کړی افسوس…………………
وایی یو کس له موده او صلاحیته لویدلی وو یعنی شهرت یی تری دایمی کډه کړی وه ، ډیری هڅی یی کولی چه منفی یا مثبت شهرت ترلاسه کړی ، د ډیرو هلو ځلو په اخره کی مسجد کی متیازی ( غول ) کړی وو ، هر چا به ویل چه فلانی جمات کی غول کړی یعنی د جمات په غولن یی شهرت زیات شو ، د پرونی غلامی اداری مشران هماغه د جمات غولن دی ، ولی دا هم مه هیروی هر هیواد ته چه بلنه ورکوی ، هغه هیواد بیا خپلو کوترو ته دانی اچوی او سپینی کوتری… نور لوستل »