شعـــــرونه

پر فيس بوک آنلا ين فی البديهه مشاعره

تر تيب مستور مجاهد

د تېرې جمعې په شپه د ( آنلا ين فی البد يهه مشاعره ) د لړۍ يو بله هغه يې د پياوړي شاعر ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تر سره شوه چې په لا ندې تر تيب يې کتلی شئ.

دمعمو ل سره سم دادی مشاعره د(شهيد مولوي سميع الله ايوبي رحمه الله) د شعر په مطلع پيلوو. په هم دې قافيه او رديف يې راپيل کړئ

د ګناه پيټي مې باردي پر ووږو

لويه خدايه ګنهګار يم په توبو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا په درکې مې تندی ايښی د عفوې

‌ډېر عاصي يم يمه تاته په سلګو

دانش ملنګ

د داعش کډه پرشا له خراسان شوه

درومي ځغلي نور سپږن د اورکزو

عاکف مهاجر

بيامو تورې دي له تېکونه ايستلي

ځو سنګرته په شور ځوګ دتکبيرو

عرفاني

ربه غواړو يې حاکم پر ټول جهان بيا

سپين بيرغ د امارت په رپېدو

د هيلو جرس

ستا رضا مې نصب العين د هر عمل کړه

کړه روان مې د نبي په طريقو

حميدي

د زمري غوندې عزم کلک ساتلی

د غليم د ماتېدو په او ميدو

خالق يار احمدزی

دومره کبر خو څوک نکوي جانانه

پر ملا مات شومه اشنا ستا له غمو

بلال باسل

لويه خدايه ته تبا کړې هغه خلک

چې خرڅ کړئ چا ايمان دی په پيسو

محمدالله سنګري

شهادته ناقرار در پسې ګرځم

طالب جان دې لټوم پر سنګرو

فدايي کاکا

ربه سوال درته کومه په لمانځه کې

ته مې وساتې له سختو عذابو

پرهري افغان

عرفاني که په فيس بوک کې کوم وخت نه وم

بيانو ګرځه راپسې په سنګرو

شکرالله شمال

طالب جان مې د باطل په مقابل کې

تل ولاړ وي د زمري غوندې چمتو

ملنګ افغان

د رحمن لښکر راوتی دی ميدان ته

کړي حملې د شيطانانو پر پو ځو

ابو عبدالله حمزه فاتح

راشه و ګوره د مينې امتحان ته

مرګ ته خاندي ځي جنت ته په لمبو

حماس لا لا

چې مقصد مو وي د پاک الله رضا

امريکا به خامخا شي په ګونډو

نصرت الله ابن طارق

دا دعا غواړو لتانه پاکه ربه

په قيام او په رکوع او په سجدو

رومان اعجاز

زما ګرانه دوسته وامې وره خبرې

زه دې غواړمه شرکت د ترانو

اکمل شاه

نور راځه اشنا چې مينه سره وکړو

لاس په سر به شو اشنا له جنګ جګړو

عصمت الله شکيب

زمونږ ايمان غيرت معلوم دی ټول جهان ته

افغانان يو کوو لوبې پر سرو

عرفاني

ستا رضاته مې ځواني لوګی لوګی شه

ربه تاته مدام پروت يم په سجدو

بهار نصرت

ستاله مينې مې توبه ده ای جانانه

مونږ ګرځيږو په صحرا او هم په غرو

صياد افغان

اتلان مو اسيران د زندانو دي

خدايه ماتې کړې کړۍ د زولنو

م عابد

ستا دعشق په سمندرکې لاهو شوئ

ستا دمينې هم خمار يم په شېبو

مهربان مجاهد

زه شمال خو شاعر نه يمه ملګرو

عرفاني يم عادت کړئ په شعرو

شکرالله شمال

نړۍ والو زه محسن د زمانې يم

تسامح مه کوئ زما په کارنامو

حيدري جان

يم عاشق د پاکې مينې لېونی يم

ډېر مې خوښ دی خوږ محفل د لېونو

عرفاني

کندهار کې پرون جوړ تيار غو جل وو

ګډه وډه يې شوه غونډه په سلګو

سيف الرحمن رحماني

منزلونه سرکول مې ايمان غواړي

د الله رضاخونشي په خوبو

عمر بدخشاني

بوره مور مې وليدله هديره کې

ژړېدله په ارمان ساندو سلګو

مالک وفا

ستا فراق راته سقر شولو طالبه

سوځم سوځمه بې اوره بې لمبو

نويد صهيب

ګنهګار يم بې پايانه لويه خدايه

ته مې بچ کړې د دوزخ له سرو لمبو

شېرشاه سروضوال

د ګناه سېلاب مې غرقه زندګي کړه

عفوه غواړه خالقه په سلګو

عبدالستار پرهاري

همه واړه ګناهونه راته معاف کړه

خدايه زه يم ستا دربار ته په زارو

م صادق صديقي

ګرانه ته وي لکه لمر زمونږ پر سر

چې ته لاړې شو ژوندون مو په تيارو

اسدالله

تورو څڼو کې دې پروت يوڅه آثر دی

پسې خېږي مې تارونه له بڼو

عزيزالله حسيني

د کرکټ لوبه خونده انقلاب دی

مجاهد شه تور سقيل وړه پر اوږو

فريادي جانان

بخششونه راته وکړئ ای ملګرو

درنه ځمه روانېږم په مودو

ريحان جان ذاهد

د غزا ميدان به بيا کړي اوس روښانه

ملا تړلي غازيان راغلل په آسو

هلال مهاجر

خاطرې د ايوبي دې راپاد کړي

عرفاني ستا منندويم تر مودو

ايوبي لوګری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x